د تخار ولايتي شورا ١٥ غړي لري چې د دغې شورا د ١٣٩٣ کال ټاکنو کې درې پخواني غړي هم يو ځل بيا د ولايتي شورا د غړو په توګه ټاکل شوي او د اداري پلاوي د ټاکنو پايلې يې په لاندې ډول دي:
رييس: عصمت الله قرباني
مرستيال: ماريه تيموري
منشي: سيد صلاح الدين برهاني
 ١-عصمت الله قرباني:
عصمت الله قرباني د کريم الله قرباني زوى، چې په ١٣٦٠ لمريز کال کې په تالقانو ښار کې زېږېدلى.قرباني د ابوعثماني تالقاني له لېسې څخه تر فارغېدو وروسته دارالمعلمين ته شامل او په ١٣٨٦ کال کې ترې فارغ شو. قرباني د لېسانس سند د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو له پوهنځي څخه تر لاسه کړى دى. نوموړى د تحصيل پرمهال په فرهنګي فعاليتونو بوخت و او تر وکالت وړاندې يې په تخار کې د افغانستان د ځوانانو د فرهنګي مرکز د مشر او همدارنګه د خراسان نوين مجلې د امتياز خاوند او بنسټګر په توګه دنده اجرا کوله . اوسمهال هم د درياچه ادبي خپرونې مسوول مدير دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٧٠٩٤٦٦
 ٢-عين الدين رستاقي:
عين الدين رستافي د نصرالدين زوى ، چې د رستاق ولسوالۍ د نوي ښار اوسېدونکى دى. نوموړي د ښوونځي دوره ددغې ولسوالۍ د حضرت عمرقاروق شهيد په لېسه کې سر ته رسولې ده. رستاقي د تخار د ولايتي شورا د لومړۍ دورې له وکيلانو څخه دى او د درېيم ځل لپاره يې هم دې شورا ته لار موندلې ده.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٧٢٧٢٤١
 ٣-ارباب روح الله رووفي:
ارباب روح الله رووفي د عبدالروف زوى ، چې په ١٣٤٧ لمريز کال کې د تخار ولايت د فرخار ولسوالۍ په شاهان کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د فرخار په خانقاهي ښوونځي کې پاى ته رسولې او په ١٣٦٥ کال کې په پاکستان کې د کډوالۍ پرمهال د پېښور مجاهد لېسې ته شامل شو.
نوموړى هېواد ته تر راستنېدو وروسته د تخار دارالمعلمين  څخه فارغ شو او تر وکالت وړاندې يې د تخار ولايت د مخابراتو رياست د ځايي راډيو د مسوول او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د عامه کتابتون د امر په توګه دنده اجرا کړې ده. رووفي ولايتي شورا ته تر بريالي کېدو وړاندې له ١٣٨٥ کال څخه تر ١٣٩٣ کال پورې د اغاخان بانک د مرستيال په توګه دنده اجرا کوله.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٥٤٨٧٠٢٢
٤-ميراحمدقسيم:
ميراحمدقسيم د دلاور زوى، چې  په ١٣٣٢ لمريز کال کې د تخار ولايت دچاه اب ولسوالۍ په انجير کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي د ښوونځي دوره په خپله ولسوالۍ کې سرته رسولې او په ١٣٥٠ کال کې په کابل کې افغان ټکنالوجي انستيتيوت ته شامل  او بيا په ١٣٥٤کال کې ترې   فارغ شوى دى.
قسيم د تخار، جوزجان، کندوز او پکتيکا ولايتونو  د کليو پراختيا په مديريتونو  په ساختماني چارو کې د  کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت د مامور په توګه دنده تر سره کړې او ولايتي شورا ته تر لار موندلو وړاندې اته کاله په يوه شخصي ساختماني شرکت کې د معلوماتي ټکنالوجۍ د برخې مسوول و.
د اړيکې شمېره:  ٠٧٠٦٢٨٥٧٠٠
    ٥-عبدالمحبوب:
عبدالمحبوب د عبدالودود زوى ، چې په ١٣٥٨ لمريز کال کې د تخار په مرکز تالقانو ښار کې زېږېدلى دى. نوموړي د ١٢ ټولګي برى ليک په تالقانو ښار کې د ملا عبدالودود شهيد له لېسې څخه تر لاسه کړى او د ولايتي شورا تر وکالت وړاندې يې په تخار کې د پوليسو د سرتېري په توګه دنده اجرا کوله. نوموړى له هېڅ کوم ګوند سره اړيکه نه لري.
د اړيکو شمېره: ٠٧٠٠٢٢٥٦٦٠
 ٦-سيد صلاح الدين برهاني:
سيد صلاح الدين برهاني د سيد برهان زوى، چې په ١٣٦٦ لمريز کال کې د تالقان ښار په خطايان کلي کې زېږېدلى. لومړنۍ زده کړې يې په سيد عبدالرحمن شهيد تجربوي ښوونځي او لېسه يې په ١٣٨٤ کال کې په ابوعثمان تالقاني لېسه کى پاى ته رسولې ده.
نوموړى د کانکور په ازموينه کې د تخار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بريالى شو او په ١٣٨٩ کال کې يې د فراغت سند تر ګوتو کړ. نوموړي د تحصيل پرمهال شخصي کارونه کول او تر وکالت وړاندې يې د امو جراحي کلينيک د سرپرست او په تخار ولايت کې د يوه ساختماني شرکت د ولايتي څانګې د مسوول په توګه دنده اجرا کړې ده.
د اړيکې شمېره: ٠٧٨٦٠٠٧٢٩٢
  ٧-محمداعظم افضلي:
استاد محمد اعظم افضلي د محمد اسلم زوى،چې په ١٣٦١ لمريز کال کې د تخار د بهارک ولسوالۍ په چايله کلي کې زېږېدلى او د تخار له نثار احمد شهيد لېسې څخه تر فراغت وروسته د تخار دارالمعلمين د رياضياتو څانګې ته شامل شو او ليسانس سند يې د تخار پوهنتون له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه تر لاسه کړ.
افضلي تر وکالت وړاندې ١١ کاله د حاجي عبدالقيوم بيک شهيد د هلکانو او نجونو په لېسه کې د ښوونکي او په ورته وخت کې پنځه کاله د بهارک ولسوالۍ د جنګاور و ميدانى ها کلي د پراختيايي شورا د مشر په توګه دنده اجرا کړې ده.
د اړيکې شمېره: ٠٧٧٠٧٩٧٨٤٠
٨-وفي الله رحماني:
وفي الله د عبدالرحمن زوى، چې په ١٣٥٧ لمريز کال کې د تخار ولايت په مرکز کولابي کلي کې زېږېدلى . لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې په اهن دره ښوونځي کې سر ته رسولې او د خواجه غار د هلکانو له لېسې څخه فارغ شوى دى. نوموړي تر وکالت وړاندې د شپږو کلونو لپاره د پراختيايي شورا د مشر په توګه کار کړى دى.
د اړيکو شمېره:  ٠٧٠٠٧٠٥٠١٢
 ٩-حاجي جمعه خان:
حاجي جمعه خان د حاجي امام مراد زوى په ١٣٤٣ لمريز کال کې د کلفګان ولسوالۍ په اق بلاق کلي کې زېږېدلى دى. جمعه په ١٣٦٦ لمريز کال کې د تالقانو له ابوعثمان لېسې څخه فارغ شو او تر وکالت وړاندې له ١٣٨٠ کال راهيسي د شپږو کلونو لپاره د کلفګان ولسوالۍ امنيه قوماندان و او له ١٣٨٦ کال نه تر ١٣٩٢ کال پورې يې د همدې ولسوالۍ د منتظره قطعې د قوماندان په توګه کار کړى دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٦٥٠٦٥٧٦
 ١٠-استاد محمدحسين حنيف:
استاد محمد حسين حنيف د عبدالله زوى ، چې په ١٣٤٧ لمريز کال کې د تخار د ګلفګان ولسوالۍ د سفلاى درې په زردالو کلي کې زېږېدلى دى. حنيف خپلې لومړنۍ زده کړې په خپله ولسوالۍ او ثانوي يې د پاکستان په جامعۀ اسلاميه مدرسه کې پاى ته رسولې دي.
حنيف په ١٣٩٠ لمريز کال کې د پوهنې وزارت د مسلکي زده کړو معينيت د ارزونې له کمېټې څخه د ١٢ټولګي برى ليک تر لاسه کړ او وروسته يې په ابوالحسن خرقاني ليسه، د زردالو د نجونو لېسه او بدخشان کې د حسين شهيد په لېسه کې د ښوونکي په توګه دندې اجرا کړې دي. نوموړي ولايتي شورا ته تر بريالي کېدو وړاندې څه باندې يو کال د تخار ولايت د کډوالو چارو رياست د مشر په توګه کار کړى دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٦٥٠٦٥٧٦
١١-مولوي کرامت الله:
مولوي کرامت الله د عبدالوهاب زوى، چې په ١٣٥٤ لمريز کال کې د رستاق ولسوالۍ په سياب کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د سياب کلي په لومړني ښوونځي کې تر سره کړې او په ١٣٨٥ کال کې د کندوز له تخارستان دارالعلوم څخه فارغ شوى دى.
نوموړي له فارغېدو وروسته د کندوز په حضرت سلطان لېسه کې د درېيو کلونو لپاره د ښوونکي په توګه دنده تر سره کړې او ولايتي شورا ته تر بريالي کېدو وړاندې يې د سياب کلي د پراختيايي شورا د مشر په توګه کار کړى دى.
د اړيکو شمېره:  ٠٧٠٨٧٢٧٣٤١
 ١٢-لطيفه سعيدي:
لطيفه سعيدي د حاجي نورالله لور، چې په ١٣٦٤ لمريز کال کې د چال ولسوالۍ په يکه توت سيمه کې زېږېدلې ده. مېرمن سيعدي خپلې لومړنۍ زده کړې د تالقان ښار په بي بي مريم لېسه کې کړې دي. نوموړې ولايتي شورا ته تر لار موندلو وړاندې د روغتيايي واکسين او ښوونيزو چارو  کې د روزونکې او ښوونکې په توګه دنده اجرا کړې ده.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٧٠٣٣٣٣٣
١٣-ماريه تيموري:
ماريا تيموري د تيمورشاه لور، چې  په ١٣٦٤ لمريز کال کې د تخار ولايت په فرخار ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. نوموړې له فرخار لېسې څخه تر فراغت وروسته د تخار پوهنتون د ادبياتو پوهنځي ته شامله شوه او په ١٣٩٣ لمريز کال کې يې د ليسانس سند تر ګوتو کړ. تيموري د ولايتي شورا له پخوانيو غړو څخه ده او د شورا د کورنيو ټاکنو په پايله کې د شورا د مرستيالې په توګه وټاکل شوه.
د اړيکې شمېره: ٠٧٧٧١٠٩٠٠٨
  ١٤-سهيلا جويا:
سهيلا جويا د عبدالجبار لوري، چې په ١٣٥٢ لمريز کال د تخار ولايت په ينګي ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. مېرمن جويا په کابل کې د بي بي مريم لېسې د دوولسم ټولګي له فراغت وروسته د کابل پوهنتون د ځمکې پېژندنې پوهنځي ته بريالۍ شوه او په ١٣٧٥ کال يې له دې پوهنځي څخه ليسانس سند تر لاسه کړ.
نوموړې له ١٣٧٩ کال  را هيسې  د پنځو کلونو لپاره د ينګي کلا ولسوالۍ د پوهنې ادارې په بېلابېلو برخو کې کار کړى او ددې شورا له پخوانيو غړو څخه ده چې يو ځل بيا يې خپله څوکۍ وساتله.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٧١٨٩٢٤
 ١٥-حاجي محمد يعقوب نظري:
حاجى محمد يعقوب د اروښاد وکيل محمد نظر زوى، چې په ١٣٣٦ لمريز کال کې د تالقان ښار په بوده کلي کې زېږېدلى دى. نظري خپلې لومړنۍ زده کړې په تخار ولايت کې تر سره کړي او په کابل کې د امام ابو حنيفه لېسې له ١٤ ټولګي څخه فارغ شوى دى. نظري تر وکالت وړاندې د تخار ولايت د کار او ټولنيزو چارو د رييس په توګه دنده اجرا کړې ده.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٧٠٩٢٤٢