عبداللطيف ابراهيمي د شېرخان زوى او په ۱۳۳۷ لمريز کال د کندوز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ د باسوس په کلي کې زېږيدلى دى.
 
نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د خپلې سيمې په يوه ښوونځي کې کړې او وروسته يې تر دوولسم ټولګي پورې يې زده کړې د کندوز په ښار کې سرته رسولې دي.
 
هغه په ۱۳۹۲ کال کې د کابل پوهنتون د شرعياتو له پوهنځي فارغ شوى دى. له ۱۳۶۸ نه تر ۱۳۷۹ کال پورې د امام صاحب ولسوال و.
 
ابراهيمي په ۱۳۸۰ کال کې د کندوز والي وټاکل شو او دوو کلونو لپاره يې دغه دنده پر مخ بوتله، وروسته د سمنګان او فارياب والي شو، دغه راز له ۱۳۸۶ نه تر ۱۳۸۸ کال پورې د تخار د والې په توګه دنده سرته رسوي.
 
عبدالطيف ابراهيمي چې د ولسي جرګي د مشر عبدالرووف ابراهيمي ورور دى، په ۱۳۹۰ کال کې د دوو کلونو لپاره د قومو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وزير و او د ۱۳۹۲ کال له زمري مياشتې را په دېخوا د تخار والي دى.
 
د نوموړي مورنۍ ژبه ازبکي خو په پښتو، دري او انګليسي ژبو هم رونې خبرې کولاى شي.
ابراهيمي کوريا، چين، تاجکستان، ازبکستان، ترکيې، عربستان سعودي او همدارنګه ايران هېوادونو ته سفرونه کړي دي.
 
نوموړى د جمعيت اسلامي ګوند اړوند د کندوز ولايت يو پخوانى جهادي قوماندان هم دى.
د ۱۳۹۱کال کې چې کله د امام صاحب ولسوالۍ د باسوس کلي د بزکشۍ په ميدان کې ځانمرګى بريد وشو، نو د ابراهيمي پلار، ورور، د کورنۍ څو نور غړي او ملکي کسان په کې ووژل شول.