حزب حرکت اسلامی ملت افغانستان حمایت خود را از اشرف غنی احمدزی اعلام کرد

 
کابل (پژواک ٤ کب ٩٢): د افغانستان ملت د اسلامي حرکت ګوند، د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو له کانديد اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
دغه ګوند خپله پرېکړه نن (د کب ٤مه) د اشرف غني او دواړو مرستيالانو جنرال عبدالرشيد دوستم او محمد سرور دانش او د سلګونو کسانو په ګډون د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په کابل کې څرګنده کړه.
د افغانستان ملت اسلامي حرکت ګوند مشر سيد هادي هادي په دغو مراسمو کې وويل، چې دغه ګوند د ملي پيوند ګوند او د افغانستان د اسماعليانو سراسري شورا د مشر سيد منصور نادري په هڅونې، د اشرف غني احمدزي له ټېم څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
هغه وويل: "موږ پرېکړه کړې، چې د نورو هېوادوالو، ګوندونو، فکري، سياسي او اجتماعي شخصيتونو تر څنګ له هغه ملاتړ وکړو او په راتلونکو ټاکنو کې برياليتوب ترلاسه کړو."
د افغانستان ملت اسلامي حرکت ګوند مرستيال محمد حسين جعفر هم وويل، چې دغه ګوند د يوه ملي ګوند په توګه د هېواد په ٢٩ ولايتونو کې فعاليت لري، چې د هېواد په بېلابېلو قومونو کې د خپلو ملاتړ کوونکو په ګډون به په راتلونکو ټاکنو کې په پراخه توګه ونډه واخلي.
هغه وويل، دغه ګوند له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه د خپل ملاتړ په بدل کې له هغه څخه د کوم امتياز (وزارت، ولايت او امنيه قوماندانۍ) غوښتنه نه ده کړې.
محمد حسين جعفري زياته کړه، له ډاکټر اشرف غني څخه له دې امله ملاتړ کوو، چې د خپل برياليتوب پر مهال د دوى شعار (بدلون) هېواد ته راولي او دوام ورکړي.
د دغه ګوند مرستيال، د ډاکټر اشرف غني له بدلون او دوام ټاکنيز ټېم څخه وغوښتل، چې د برياليتوب پر مهال دې په هېواد کې ټولنيز عدالت پلى کړي او د افغانستان ملت اسلامي حرکت ګوند حق دې هم ورکړي.
ډاکټر اشرف غني هم د خپلو څرګندونو پر مهال د افغانستان ملت اسلامي حرکت ګوند له ملاتړۍ هرکلى وکړ او ويې ويل، چې له نوموړي څخه د حرکت ګوند ملاتړ، د ده ټېم د برياليتوب پر لوري بيايي.
اشرف غني زياته کړه: "دغه ملت اراده لري، د خپلې رايې اهميت پېژني او هېچا ته د درغلۍ کولو اجازه نه ورکوي او د دغه ټېم پانګونه ستاسو پر زړونو ده، چې د يوه واحد افغانستان لپاره هلې ځلې کوي."
نوموړي زياته کړه، د نوموړي ټېم به د ټاکنو په ورځ د ټاکنو په صندوق کې د خپلې اصلي رايې د اچونې په پايله کې، برياليتوب تر لاسه کړي.
د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ١١ کانديدانو سيالۍ د سلواغې په ١٣ مه پيل شوې او ټاکل شوې چې د ټاکنو د ترسره کېدو دوه ورځې وړاندې پاى ته ورسېږي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.