Electioneering remains confined to Kabul

 
کابل (پژواک٢٢سلواغه٩٢): سره له دې چې د ولسمشرۍ د کانديدانو د انتخاباتي مبارزو له پيل څخه څه باندې يوه اونۍ تېرېږي، خو لا هم د کانديدانو ناستې يواځې په کابل پورې محدودې دي او تراوسه يوه کانديد هم په ولايتونو کې غونډه نه ده کړې.
د ځېنو ولايتونو اوسېدونکي وايي ، چې د تېرو ټاکنو په پرتله دا ځل د کانديدانو ټاکنيزې مبارزې کمرنګه دي.
په ولايتونو کې د پژواک خبريالان وايي ، چې يواځې د څلورو کانديدانو عسکونه د ولايتونو په مرکزونو کې تر سترګو کېږي، خو تر دې مهاله کانديدانو داسې غونډه نه ده رابللې ، چې خلکو ته يې پخپله پکې وينا کړې وي، يواځې داود سلطان زوى د کمپاين په لومړۍ ورځ (١٣سلواغه) هرات کې خپل پلويان وربللي وو.
دا چې ولې دا ځل د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د کمپاينونو دومره خونده نشته، د ولايتونو اوسېدونکي يې په اړه بېلابېل نظرونه لري.
 د نيمروز اوسېدونکي نجيب الله پژواک ته وويل ، چې که له يوې خوا خلک د تېر په څېر ټاکنو ته دومره لېواله نه دي، له بلې خوا له مخالفينو وېره ددې لامل شوې، چې خلک ونشي کولى سره راټول شي او د کوم کانديد په ملاتړ غونډه جوړه کړي.
د نورستان اوسېدونکي وايي، چې د ټاکنيزو کمپاين له پيل راهيسې په دې ولايت کې ان د يوه کانديد عکسونه هم نه ليدل کېږي.
زرداد چې په مرکز پارون کې ژوند کوي وايي ، چې په دې ولايت کې د کمپاين د نشتوالي اصلي لامل نا امني ده.
دى وايي ، د مخالفينو له وېرې هېڅوک زړه نه ښه کوي ، چې د کانديدانو په ګټه کمپاين وکړي او يا هم د هغوى په کمپاين کې ونډه واخلي.
خو په ځېنو ولايتونو کې بيا د هوا سړښت د کانديدانو د کمپاينونو بهير ټکنى کړى دى.
بدخشان، بغلان، کونړ، کندوز، لوګر، فارياب، جوزجان، فراه، پکتيا، زابل، سمنګان، اروزګان او ډېر نور هغه ولايتونه دي، چې له يوه څخه نيولې تر څلورو يا پنځو کانديدانو پکې خپل د ګوتو په شمار عسکونه د ټاکنيز کمپاين په موخه لګولي دي.
ډاکټر اشرف غني احمدزى، ګل اغا شېرزى، عبدالقيوم کرزى، ډاکټر عبدالله عبدالله او زلمي رسول د ١١ کانديدانو له ډلې هغه کسان دي ، چې په ځېنو ولايتونو کې يې د خپلو ټاکنيزو کمپاينونو په موخه دفترونه پرانيستي دي.
ددې ولايتونو اوسېدونکي سړه هوا د کمپاينونو د کمرنګه کېدو عمده لامل بولي.
د کانديدانو د ټاکنيز کمپاين استازي هم وايي، چې دوى په ټولو ولايتونو کې د غونډو ترسره کولو پلان لري، خو انتظار باسي، چې د هوا حالت ښه شي.
د سړې هوا ترڅنګ د امنيت په اړه اندېښنې هم هغه څه دي، چې ددې استازيو په باور ښايي دوى يې له امله هغسې چې لازمه ده کمپاينونه ونه کړاى شي.
د عبدرب الرسول سياف د مطبوعاتو د برخې مشر فهيم کوهدامني هم همدې موضوعاتو ته اشاره کوي.
کوهدامني وويل: "البته چې موږ د غونډو جوړولو تصميم لرو، خو امنيت يوه ستونزه ده ، چې د تېر په څېر استاد يې له امله ډېر کم کولى شي په عامه غونډو کې ګډون وکړي او بله دا چې هوا سړه ده او د هوا د سړښت له امله هم تر اوسه ډېر کانديدان نه دي توانېدلي ولايتونو ته لاړ شي، خو موږ تصميم لرو ، چې د افغانستان مهمو ولايتونو ته لاړ شو."
کوهدامني يادونه هم وکړه ، چې په ولايتونو کې د کمپاين په موخه يواځې د څو عکسونو لګول کفايت کوي، ځکه چې د افغانستان خلک د کانديدانو په اړه معلومات لري او اضافي لګښت ته اړتيا نه ليدل کېږي.
د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنيز کمپاين يوه مسوول فضل الرحمن اوريا هم د کوهدامني په څېر د ورته اندېښنو يادونه وکړه.
هغه له پژواک سره په خبرو کې د واورې او سړې هوا ترڅنګ د امنيتي ډاډ نه شتون هغه څه ياد کړل ، چې په ولايتونو کې يې ددوى د ناستو جوړولو مخه نيولې ده.
اوريا زياته کړه: "دولت هره ورځ ډاډ ورکوي او د رسنيو له لارې وايي ، چې په ټول افغانستان کې امنيت په بشپړ ډول تامين دى، مګر په عمل کې داسې څه نشته، دولت په دې نه دى توانېدلى، چې زموږ امنيت تامين کړي."
ده په دې وروستيو کې په هرات او سرپل کې د ډاکټر عبدالله د کمپاين د درېيو غړو وژل کېدو ته په اشارې سره وويل ، چې د امنيت د تامين په برخه کې د امنيتي ارګانونو ادعاوې، عملي جنبه نه لري.
بل خوا پرون د کورنيو چارو وزارت وويل، چې د ولسمشرۍ د کانديدانو د ټاکنيزو مبارزو د امنيت د تامين لپاره يې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ٥٦ عمليات ترسره کړي، چې په لړ کې يې ٧٠ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
ددې وزارت وياند صديق صديقي تېره ورځ په کابل کې يوې خبري ناسته کې کانديدانو ته يو ځل بيا د امنيت د ټينګښت ډاډ ورکړ او ويې ويل ، چې د ټاکنيز بهير د امنيت د تامين لپاره به دا ډول عمليات دوام ولري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.