Add new comment

شېرزى : اسلامي سياست پرمخ وړم

 
جلال اباد ، خوست، مزار شريف (پژواک١٤کب٩٢): په جلال اباد کې د ولسمشرۍ د کانديد محمد شفيق ګل اغا شېرزي د کمپاين دفتر پرانيستل شو، بلخوا په بلخ ولايت کې د بل کانديد ډاکټر عبدالله په ملاتړ غونډه وشوه.
 د ننګرهار په جلال اباد ښار کې لسګونو قومي مشرانو، ځوانانو او سپين ږيرو د يوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشرۍ د کانديد محمد شفيق ګل اغا شېرزي ملاتړ وکړ او هم يې د کمپاين دفتر په رسمي ډول پرانيسته.
 د ولسمشرۍ کانديد محمد شفيق ګل اغا شېرزي د دفتر د پرانيستې په مراسمو کې رسنيو ته وويل، چې له تېرو ١٢ کلونو راهيسې يې د هېواد په بيلابيلو ولايتونو کې والي توب او يو شمېر وزارتونه کړي دي.
 نوموړى وايي ، له نورو کانديدانو سره يې توپير دا دى، چې ټول عمر يې په خپل هېواد کې دننه تېر کړى دى.
 هغه زياته کړه: (( د نورو په څېر له خارجه نه يم راغلى او نه هم د بل په اوږو سور دلته راغلى يم، جهاد مې کړى.))
 دى وايي ، چې که بريالى شي نو له ګاونډيو هېوادونو سره به له اسلامي سياست څخه کار واخلي او تل به هڅه کوي چې ورسره ښې اړيکې وپالي.
 هغه وويل: (( منافقت مې نه دى زده، نه هم د منافقانو په څير سياست کوم، يواځې اسلامي سياست نه به کار اخلم.))
 د ولايتي شورا کانديد نثار شېرزاد هم د ولسمشرۍ له  کانديد محمد شفيق ګل اغا شېرزي څخه ملاتړ څرګند کړ او نوموړى يې د ولسمشرۍ لپاره يو وړ تن وباله.
 هغه زياته کړه، چې شېرزي د ننګرهار رنګ بدل کړى اوپه دغه ولايت کې يې ګڼ شمېر  د بيا رغونې پروژې عملي کړې دي.
 دى وايي: (( لکه څرنګه يې چې نښه بلدوزر دى همداسې دى په خپله هم بيلډوزر دى.))
 د خوګياڼو قومي مشر ثابت هم له ګل اغا شېرزي ملاتړ څرګند  او زياته يې کړه ، چې دوى به هڅه کوي، تر څو نوموړى پر ارګ وردننه کړي.
 ديوه بل خبر له مخې، د بلخ ولايت سلګونو ترکمنانو ديوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله د ملاتړ اعلان وکړ.
د ډاکټر عبدالله د کمپاين يوه غړي محمد نظر پژواک ته وويل ، چې په دې غونډه کې د کلدار او شولګر ولسواليو سلګونو ترکمنانو برخه اخيستې وه.
هغه زياته کړه ، چې دغو خلکو ډاکټر عبدالله وړ کانديد وباله او له هغه څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ.
بلخوا د خوست ولايت اوسېدونکي وايي، چې د دغه ولايت کې له مرکز پرته په ولسواليو کې هېڅ ډول ټاکنيز کمپاينونه نه لېدل کېږي او خلک د ولسمشرۍ د کانديدانو له پلانونو هېڅ ډول معلومات نه لري.
د دې ولايت د لرې پرتو سيمو اوسېدونکي د ولسمشرۍ د کانديدانو له کمپاينرانو غواړي، چې د مرکزونو په ګډون په ولسواليو کې هم کار وکړي او خلکو ته د خپلو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړي.
د دې ولايت د موسی خېلو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي محمد نصير پژواک اژانس ته وويل، چې د دوی په سيمه کې نه هم د کوم کانديد په پلوۍ کومه غونډه شوې او نه هم د کانديدانو تصويرونه لېدل کېږي.
نوموړي زياته کړه، که د ولسمشرۍ او يا د ولايتي شورا ګانو  کانديدان يواځې د ولايت په مرکز تکيه وکړي، نو د ولسواليو اوسېدونکو لپاره به د کانديدانو په اړه د معلوماتو لرل ستونزمن وي.
د دې ولايت د مندوزيو او اسماعيل خېلو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي محمد الياس پژواک اژانس ته وويل، چې که څه هم د دوی ولسوالي د خوست مرکز ته هم نږدې ده، خو بيا هم د ځينو کانديدانوله  تصويرونو پرته نور هيڅ ډول ټاکنيز کمپاين نه  لېدل کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې د ولسمشرۍ د کانديدانو غونډې او نور پروګرامونه خو بيخي نشته، خو د ټاکنو کمېسيون هم د دوی په سيمه کې هيڅ ډول عامه پوهاوی نه دی کړی.
نوموړی همدارنګه زياتوي، چې د دوی په ولسوالۍ کې داسې خلک هم ډېر دي، چې د ولسمشرۍ د کانديدانو د شمېر او نومونو په اړه هيڅ ډول معلومات نلري.
محمدالياس وويل، چې د کانديدانو کمپاينران بايد د قومي مشرانو او مخورو له لارې له خلکو سره پرله پسې ناستې ولري او  کانديدان خلکو ته وروپېژني.
خو د خوست ولايت حکومتي مامورين وايي، چې د دغه ولايت ټولې ولسوالۍ او سيمې له امنيتي پلوه د ټاکنيزو مبارزو او منډو ترړلو لپاره مساعدې دي او کومې جدي ننګونې په مخ کې نه ويني.
د ولايت مقام د عامه اړيکو مسوول بريالي روان پژواک اژانس ته وويل، چې په ټاکنو کې د برخې اخيستو لپاره د نوم ليکنې پرمهال هم په ولسواليو کې له هيڅ جدي ننګونو سره نه دي مخ شوي او مبليغينو وکولای شول، خلکو ته پراخ عامه پوهاوی وکړي.
نوموړي په دې اړه زياته کړه:((دلته د هر ډول قانوني انتخاباتي کمپاين لپاره زمينه مساعده ده. ټول کانديدان کولای شي، د ټاکنو د کمېسيون د تګلارو او د ټاکنو د قانون په چوکاټ کې د خوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې خپلې برنامې، تګلارې او اهداف له خپل ولس سره شريک کړي. د دې لپاره غوره امنيتي تدابير لرو.))
په خوست کې د ډاکټر اشرف غني د ټاکنيز کمپاين مسوول همايون پژواک اژانس ته وويل،چې دوی د خوست هره ورځ په نوبتي ډول د دوو ولسواليو له خلکو سره ګوري او خپل پروګرامونه ورسره شريکوي.
هغه زياته کړه، چې دا مهال دوی په لرې پرته ولسوالۍ ځاځي ميدان کې ټاکنيز دفتر پرانيستلی او په نږدې څو ورځو کې به په هره ولسوالۍ کې يوه نماينده ګي ولري.
دا مهال د خوست ولايت په مرکز کې د ولسمشرۍ څلورو کانديدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي، ډاکټر عبدالله، زلمي رسول او عبدالرب رسول سياف ټاکنيز دفترونه پرانيستل شوي دي.
په تېرو څو اوونيو کې د خوست په مرکز کې د ټاکنيز کمپاين ګڼ شمېر غونډې شوي، چې تر ټولو لويه غونډه د اشرف غني په ملاتړ جوړه شوې وه او شاوخوا شپږ زره کسانو پکې برخه اخيستې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ولايتي شوراګانو لپاره د  کانديدانو ټاکنيز کمپاينونه هم پيل شول.
ياده دې وي ، چې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه په ټول هېواد کې د ولايتي شوراګانو او ولسمشريزې ټاکنې ترسره کيږي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.