د حزب اسلامي شوراګانو اتحاد له زلمي رسول څخه ملاتړ وکړ

 
کابل (پژواک ١٤ کب ٩٢): د افغانستان د حزب اسلامي شوراګانو اتحاد د لويې جرګې په خېمې کې د يوې غونډې په ترڅ کې د جمهوري رياست له کانديد ډاکټر زلمي رسول څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
په ملي شورا کې د خلکو شاوخوا ٤٠ استازي، د سولې عالي شورا غړي، جهادي قوماندانان، د دولتي ادارو اوسني او پخواني چارواکي، د دغه اتحاد د مشرتابه شورا غړيتوب لري.
د دغه اتحاد مشر او د سولې عالي شورا غړي قاضي محمد امين وقاد، نن په کابل کې په دې غونډه کې، چې زرګونو کسانو په کې ګډون درلود، وويل، دغه اتحاد د خلکو د حکومت او ملي يووالي د رامنځته کولو په موخه جوړ شوى او له دې امله د زلمي رسول له ټيم څخه يې ملاتړي کوي، چې دغه ټيم د دوى د اتحاد په څېر ورته موخې لري.
هغه زياته کړه: "افغانستان د ټولو افغانانو کور دى او ټول يو ډول حق لري، ترڅو له خپلو امتيازاتو برخمن شي... فساد، د ځمکو غصب او د واک انحصار بس دى؛ موږ هغه ټيم ته رايه ورکوو، چې بې کوره کسانو ته کور پيدا کړي او بېکارانو ته د کار زمينه برابره کړي."
د ولسمشر سلاکار او د حزب اسلامي شوراګانو د اتحاد مرستيال انجنير وحيدالله سباون وويل: "موږ د قانون د پلي کېدو، ټولنيز عدالت، د ملي يووالي د ادامې او د واحد افغانستان غوښتونکي يو."
د هغه په وينا، دغه شور له دې امله "اعتدال، برابرۍ او رغونې) له ټيم څخه ملاتړ کوي، چې د هېواد د راتلونکو ستونزو د حل لپاره منظم پروګرام او پلان لري او موخې يې د دوى له اتحاد سره ورته دي.
په ولسي جرګه کې د کابل استازي او د افغانستان د خلکو د غږ ګوند مشر شېرولي وردګ هم د زلمي رسول له نوماندۍ څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
زلمي رسول د نننۍ غونډې د وينا پر مهال، د قانون پر پلي کولو، ملي يووالي، د خلکو د حکومت پر جوړولو، د محکمو پر سمون او ځوانانو ته د کاري زمينې پر برابرولو ټينګار وکړ او د نوموړي له ټيم څخه يې د حزب اسلامي شوراګانو اتحاد ملاتړ د برياليتوب پر لوري يو ګام وباله.
هغه دغه راز د افغانستان د سياستوالو تر منځ د همغږۍ او سياسي مشارکت پر رامنځته کولو ټينګار وکړ، چې د برياليتوب پر مهال به هڅه وکړي، چې په خپل حکومت کې د ټولنې ټول قشرونه ګډ کړي.
احمد ضياء مسعود د زلمي رسول لومړى مرستيال او حبيبه سرابي دوهمه مرستياله ده.
احمد ضياء مسعود، د حزب اسلامي شوراګانو اتحاد ملاتړ يوه لويه سياسي پېښه وبلله او پر ملي يووالي د ټينګار تر څنګ يې وويل، چې انحصاري حکومتونه د خلکو غوښتنو ته پاملرنه نه کوي.
هغه دغه راز څرګنده کړه، چې دغه ټيم به د برياليتوب پر مهال په ټولنه کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي.
د يادولو ده، چې د ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي ارشد غړى انجنير محمد خان، د جمهوري رياست د بل کانديد عبدالله عبدالله لومړى مرستيال دى او د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د دغه ګوند له بل غړي قطب الدين هلال څخه خپل ملاتړ اعلان کړى دى.
راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته يوولسو تنو ځانونه کانديد کړي دي.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې، د راتلونکي کال د وري په ١٦مه تر سره شي.
د ولسمشرۍ کانديدانو ټاکنيزې مبارزې د سلواغې په ١٣مه او د ولايتي شوراګانو د کب مياشتې په ١٣مه پيل شوې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.