Add new comment

Mujahidin's role holds key to peace: Abdullah

 
کابل (پژواک ١٤ کب ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد ډاکتر عبدالله اعلان وکړ، چې د امنيت راوستلو لپاره جامع پروګرام لري او مجاهدينو ته په کې بنسټيز رول ورکړل شوى دى.
 نوموړي چې نن يې د کابل ولايت په ده سبز ولسوالۍ کې د زرګونو کسانو په يوه غونډه کې خبرې کولې وويل، چې په تېرو ١٢ کلونو کې مجاهدينو ته هېڅ رول نه دى ورکړل شوى، که نه امنيت ورسره راتللى شواى.
 د ولسمشرۍ رياست دغه نوماند زياته کړه: ((که چېرې حکومت مجاهدينو ته رول ورکړى واى، نو امنيت راته او په هېواد کې به د بهرنيو هېوادونو شتون ته اړتيا نه وه.))
 ډاکترعبدالله له نړيوالې ټولنې او ګاونډيانو سره پر اړيکو ټينګار وکړ او ويې ويل، چې د کاميابۍ په صورت کې به د هېواد حاکميت، عزت او خپلواکۍ ساتنې په نظر کې نيولو سره خپل مناسبات ورسره ښه کړي.
 د ډاکتر عبدالله دويم مرستيال محمدمحقق هم په دې غونډه کې وويل، په تېرو ١٢ کلونو کې له زياتې پانګونو سره سره د سولې او امنيت د نه راتلو يو دليل هم دا دى، چې مجاهدينو ته رول نه دى ورکړل شوى.
 هغه زياته کړه: ((مجاهدينو ته ورکړل شوى واک هم سمبوليک دى.))
 د ډاکتر عبدالله دويم مرستيال انجنير محمدخان له خلکو وغوښتل، چې د بنسټيزو بدلونونو لپاره د اصلاحاتو او همپالنې ټېم ته رايه ورکړي، ځکه چې دا يواځېنى ټيم دى، چې په جهاد کې يې رول درلود او ولسي رېښه لري.
 دا ملاتړغونډه په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي الله ګل مجاهد له خوا جوړه شوې وه.
 مجاهد وويل، چې له زياتې مشورې وروسته يې هوکړه وکړه، چې په ټاکنو کې د ډاکترعبدالله ټېم ته، چې يو جهادي ټېم دى، رايه ورکړي.
 هغه ادعا وکړه، چې يواځې د ده سبز خلک نه، بلکې د کابل د سروبي، قره باغ او خاکجبار ولسواليو اوسېدونکي هم له ډاکټرعبدالله ملاتړ کوي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.