Ghani predicts his victory if vote not rigged

 
خوست، لښکرګاه ( پژواک، ١٧ کب ٩٢ ) : د ولسمشرۍ کانديدډاکټر اشرف غني احمدزي په خوست کې خپلو لسګونو زرو پلويانو ته ډاډ ورکړ، چې د برياليتوب په صورت کې به ددې ولايت هوايي ډګر او د غلام سړک جوړوي.
ډاکټر اشرف غني د کب په ١٧مه، د خپل ټاکنيز کمپاين په ترڅ کې خوست کې د کمپاين په هغه ستره غونډه کې ګډون وکړ، چې شاوخوا څلوېښت زره خوستوال ملاتړي پکې راټول شوي وو.
د ولسمشريزو ټاکنو دغه کانديد ډاکټر اشرف غني د يوې چورلکې په وسيله، چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې يو شمېر غړو يې ملتيا کوله، خوست ته راغی.
ډاکټر اشرف غني د خوست په ملي لوبغالي کې خپلو ملاتړ کوونکو ته په خپله احساساتي وينا کې پر دې ټينګار وکړ، چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې بريالی کېږي او خپل ولس ته به خدمت کوي.
نوموړي وويل، دی پوهېږي، چې د زياتره ولسي خلکو ملاتړ له ځان سره لري او د رڼو او شفافو ټاکنو د ترسره کېدو په صورت کې به برياليتوب د دوی په برخه وي.
ډاکټر اشرف غني احمدزي وويل، چې واک ته تر رسېدو وروسته به د نورو کارونو تر څنګ ديني عالمانو ته هم پوره پاملرنه کوي او د ارګ او جومات تر منځ واټن به له منځه وړي.
نوموړي دغه راز وويل، چې د افغانستان ملي اردو ته به ځانګړې پاملرنه کوي او پياوړې کوي به يې، تر څو، چې له خپل هېواد څخه په کلکه ساتنه وکړای شي.
نوموړي د خوست له خلکو سره هم يو شمېر ژمنې وکړې او ويې ويل، چې واک ته تر رسېدو وروسته به يې پلې کړي.
نوموړي زياته کړه، چې که څه هم نهه کاله وړاندې د خوست- غلام خان لار د ترانزيټ په بڼه پرانيستل شوې او تر اوسه يې عملي ترانزيټي بڼه نده خپله کړې، خو دی به ورته لومړيتوب ورکوي.
ډاکټر اشرف غني احمدزي د شيخ زايد پوهنتون ته په اشارې سره وويل، چې دغه پوهنتون ته به د سيمې په کچه پراختيا ورکوي او بهرنيو محصلينو ته به پکې د زده کړې زمينه برابره کړي.
همدارنګه نوموړي وويل، چې د خوست ملکي هوايي ډګر به تر دې کچې رسوي، چې نړيوالې الوتنې ولري او د سړکونو د جوړېدا لپاره به کوټلي او جدي ګامونه اخلي.
د ډاکټر اشرف غني هره خبره د ده د ملاتړ کوونکو له لوري په چکچکو بدرګه کېدله او د ده په پلوۍ يې شعارونه ورکول او د اشرف غني زنده اباد نعرې يې وهلې.
د ننه لوبغالی د اشرف غني احمدزي په لويو، لويو عکسونو او  مختلفو ليکل شويو شعارونو رنګين ښکارېده.
د نوموړي د خوندي ساتلو لپاره د لوبغالي شاوخوا سيمو او دغه راز د چورلکې له ميدان څخه تر لوبغالي پورې سخت امنيتي تدابيرنيول شوي وو او ځای پر ځای کلکه تلاشي اخيستل کېده.
د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي حاجي نور محمد، چې د ډاکټراشرف غني احمدزي د ملاتړ په ياده غونډه کې يې ګډون کړی و، پژواک اژانس ته وويل، چې د هغه خبرې يې ډېر په ځېر سره واورېدلې.
نوموړي وويل، چې که څه هم اشرف غني کلکې ژمنې وکړې، خو دی پرې باور ځکه نشي کولای، چې اوسني ولسمشر هم خپلې ژمنې ندي پوره کړي.
حاجي نور محمد يواځې دا غوښتنه کوله، چې که هر څوک د راتلونکي ولسمشر په توګه ټاکل کېږي، نو تر ټولو زيات لومړيتوب بايد امنيت، ثبات او سولې ته ورکړي.
د خوست د مندوزيو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي محمد شفيق پژواک اژانس ته وويل، غوښتل يې، چې اشرف غني له نږدې وويني او خبرې يې واوري.
هغه وويل، چې که څه هم دی په خپله د رايې اچونې کارت نلري، خو له نورو خلکو غوښتنه کوي، چې د ټاکنو په ورځ داسې چا ته رايه ورکړي، چې اسلام، هېواد او خلکو ته ژمن وي.
د يادونې ده، چې د ولسمشرۍ دغه کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزی خوست ته تر راتګ مخکې تخار او بدخشان ولايتونو ته تللی و، چې هلته ورته لسګونو زرو خلکو هرکلی ويلی و.
ديوه بل خبر له مخې، نن په هلمند ولايت كې د ولسمشرۍ  دکانديد ډاكټر عبدالله عبدالله په ملاټر غونډه جوړه شوه ، چې پکې سلګونو کسانو برخه اخيستې وه.
دغه غونډه دلښكرګاه په څلويښت متره سيمه كې د اهل تشيع د شورا له خوا جوړه شوې وه.
د قاسم جعفري په نامه يوه ګډونوال وويل، چې ډاكټرعبدالله عبدالله د خپل عمر ډيره برخه د هيواد لپاره د خدمت په برخه كې په سياسي اوپوځي برخوكې تېره كړې اوبل هېواد ته نه دى كډوال شوى.
دده په وينا، چې په تېرولسوكلونوكې هم نوموړي په دولتي چوكاټ كې د هېواد والولپاره وړخدمتونه ترسره كړي اوپه په ډير ښكاره ډول يې د دولت هغه نيمګړتياوې په ډاګه كړي، چې خلك ورسره په ستونزوكې لاس اوګريوان وو.
ټاکل شوې ده، چې د ولايتي شورا او ولسمشرۍ ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.