۱- د خوست ملي تلویزيون:
 
د خوست ملي تلويزيون په ۱۳۸۶ لمريز کال کې خپرونې پیل کړې دي. د دغه تلويزيون خپرونې نږدې په ټول خوست ولايت کې ليدل کېږي او ۱۱ خپرونې لري.
دغه تلويزون ۲۱ کارکوونکي لري، ۷ ساعته خپلې او له مرکزه د ملي تلويزيون نورې خپرونې ریلې کوي. روح الله امين د دغه تلويزيون امريت پر غاړه لري او څو کاله مخکې ورته د خوست ښار د خواجه متون پر غونډۍ ښکلې ودانۍ هم جوړه شوه.
 
د اړیکو شمېره: ٠٧٩٩١٣٦٦٣٦
برېښناليک: [email protected]
 
۲- غرغښت تلویزيون:
 
په خوست ولايت کې دغه تلويزيون د سخي سرور مياخېل له لوري په شخصي لګښت جوړ شوی او په ۲۰۱۰ زېږديز کال کې يې خپرونې پیل کړې دي. ۲۰ کارکوونکي، ۱۳ بېلابېلې خپرونې لري او په ٢٤ ساعتونو يوازې اته ساعته خپرونې کوي.
 
۳- د خوست ملي راډيو:
 
د خوست ملي راډيو هم دولتي راډيو ده، چې په ۱۳۶۲ لمريز کال کې يې خپرونې پیل کړې او په ٢٤ ساعتونو کې ۷ ساعته خپرونې کوي، ۲۱ کارکوونکي لري. د خوست ملي راډيو پخوا په اې اېم او اوس مهال پر اېف اېم ۸۹،۵ څپو خپرونې کوي. دغه راډيو پر خوست ښار سربېره په یو شمېر ولسواليو کې اورېدل کېږي.
 
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩١٣٦٦٣٦
برېښنالیک: [email protected]
 
 
۴- د سولې پيغام راډيو:
 
سولې پيغام راډيو يوه ازاده او خپلواکه راډيو ده، چې له کوم ارګان او سياسي بنسټ سره تړاو نه لري. دغه راډيو د زاهد شاه انګار له لوري د ۲۰۰۴ زېږديز کال د جنورۍ په مياشت کې په خوست ښار کې تاسيس شوه. د اېف اېم پر ۸،٨٨ څپو خپرونې لري او په ٢٤ ساعتونو کې ۱۶ ساعته ۴۵ بېلابېلې سياسي، فرهنګي، ديني او ټولنيزې خپرونې لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٨١٩٨٤٠٩
برېښنالیک: [email protected]
 
۵- ولس غږ راډيو:
ولس غږ راډيو په ۱۳۸۷ لمريز کال کې د امان الله حقمل تر مشرۍ لاندې تاسيس شوه او په ٢٤ ساعتونو کې ۱۷ ساعته پر اېف اېم ۹۶،۷ څپو خپرونې لري. دغه راډیو په ټول خوست او د ډيورنډ کرښې ها خوا په يو شمېر قبایلي سيمو کې اورېدل کېږي. ۲۵ کارکوونکي لري او ۷۰ بېلابېلې سياسي، ټولنيزې او فرهنګي خپرونې لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٧٨٧٧٨٨
 
۶- کليد راډيو:
کلید راډيو په ۲۰۱۰ زېږديز کال کې د نقيب الله متونوال تر مشرۍ لاندې په خوست کې په خپرونو پیل وکړ. دغه مهال ۱۱ کارکوونکي لري او ۳۹ خپرونې لري. ياده راډيو د کليد ګروپ له لوري تمويلیږي او په ٢٤ ساعتونو کې د اېف اېم پر ۸۸،۲ څپو خپرونې کوي او په ټول خوست کې اورېدل کېږي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٨٣٢٨٣٣
برېښنالیک: [email protected]
 
۷- د هیلو کاروان راډيو:
د هیلو کاروان راډيو د خوست يوه له فعالو رسنيو څخه ده. دغه راډيو د يو شمېر خوستي سوداګرو له لوري په ۱۳۸۸ لمريز کال کې تاسيس او خپرونې يې پيل کړې دي. د هيلو کاروان راډيو په ٢٤ ساعتونو کې ۱۷ ساعته خپرونې لري، چې پر خوست سربېره د پاکستان د قبایلي سیمو په يو شمېر سیمو کې د اورېدو وړ ده. ۲۷ کارکوونکي لري، شپږ يې ښځينه دي.
 
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٧٩٥٠١٢
برېښنالیک: [email protected]
 
۸- چنار راډيو:
 
چنار راډيو په ۱۳۹۱ لمريز کال کې فعالیت پيل کړی او په ٢٤ ساعتونو کې ۱۴ ساعته خپرونې لري.
یاده راډيو د خوست د اوسېدونکي محمدغفور مهدي له لوري په شخصي لګښت جوړه شوې او دغه مهال يې لګښت د اعلانونو له پيسو برابرېږي. پر ۸۹،۸ اېف اېم څپو خپرونې کوي او پر خوست ښار سربېره په ټولو ولسواليو کې اورېدل کېږي.
 
د اړیکې شمېره: ۰۷۰۰۶۰۶۰۶۷
برېښنالیک: [email protected]
 
۹- نن اېف اېم:
نن اېف اېم راډيو په ۲۰۱۰ زېږديز کال کې د احسان الله ځدراڼ په مشرۍ د هغه په شخصي لګست تاسيس شوه. یاده راډيو په ٢٤ ساعته کې ۱۲ ساعته خپرونې کوي، ۲۳ کارکوونکي لري او خپرونې يې په ټول خوست کې اورېدل کېږي. دغه راډيو ۳۳ بېلابېلې خپرونې لري.
د اړیکې شمېره: ٠٧٠٠٧٨٨٦٨٥
برېښنالیک: [email protected]
 
١٠- خوست مجله:
خوست مجله د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په ۱۳۷۹ لمريز کال کې د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست تاسيس کړه او له هغه مهاله راهيسې خپرونې لري. دغه مجله پر خوست سربېره د هېواد په ډېرى ولایتونو کې توزېع کېږي. د دې مجلې د چاپ لګښت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري ورکول کېږي. بېلابېل سیاسي، تفریحي، ادبي او فرهنګي، ديني او مذهبي مطالب خپروي.
د اړیکې شمېره: ٠٧٠٠٧٩٤٩٩٤
برېښنالیک: [email protected]
 
١١- پیوستون مجله:
پیوستون مجله په خوست کې د پیوستون کلتوري ټولنې له لوري چاپېږي، چې په ۱۳۸۹ لمريز کال کې تاسيس او له هرو درېيو مياشتو وروسته له چاپه راوځي. مسوول مدير يې محمدرسول عادل دی او لګښت يې په خوست کې د همدې ټولنې د غړو او يو شمېر ملي سوداګرو له خوا ورکول کېږي او اعلانات هم چاپوي.
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۰۱۵۰۰۲۹
برېښنالیک: [email protected]
 
١٢- ولس ارمان مجله:
دغه مجله د خوست ولایت مقام له لوري خپرېږي او په ۱۳۹۰ لمريز کال کې، چې مسوول مدير يې بريالى روان و، له چاپه راووته. لګښت يې د سپوږمۍ په نوم کلتوري ټولنه ورکوي، مطالب يې دولتي دي او په هرو درېيو مياشتو کې يو ځل چاپېږي.
 
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۰۰۷۴۳۱۹
برېښنا لیک: [email protected]
 
١٣- ملي احساس ورځپاڼه:
ملي احساس ورځپانه په ۱۳۸۹ لمريز کال کې د سپوږمۍ کلتوري ټولنې له لوري تاسيس او له ځنډه پرته تر اوسه خپرېږي. لګښت يې د خوست ولایت مقام ورکوي، تازه ورځني خبرونه، سیاسي ليکنې او مقالې خپروي. دغه ورځپاڼه پر خوست سربېره په ګاونديو ولایتونو او پلازمېنه کابل کې توزېع کېږي، مسوول مدير یې دغه مهال سپين روان نورزی دی.
د اړیکې شمېره: ٠٧٠٢٥٦٦٥٦٩
برېښنالیک: [email protected]