Special Reports

خوست(پژواک،٥ سلواغه ٩٢):خوست د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دی، چې په زياته کچه طبيعي زېرمې او کانونه لري،په دغو زېرمو کې د چونې ډبرې، مسو، سيمابو، سربو او دغه راز د کروماېټ ډبرو پريمانه کانونه شته دی.
د کرومایټ ډبرې د دې ولايت په تڼيو، دوه منده او ځاځي ميدان ولسواليو کې موجودې دي، چې د مسوولو چارواکو د معلوماتو له مخې، د کرومایټ ډبرو ښې پريمانې زېرمې لري.
مسوول چارواکي وايي، چې د کرومایټ ډبرو سيمې مشخصې شوي او تر يوه حده په غير قانوني او غيرفني ډول استخراج او قاچاق شوې دي.

خوست ( پژواک ۱۶چنګاښ ٩٢ ) : د خوست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د خلکو اقتصاد اتيا سلنه په کرنې او مالدارۍ ولاړ دی.
هغوی وايي، که څه هم چې د کرنې او سوداګرۍ په برخو کې يو لړ پرمختګونه شوي؛ خو لا هم په دې برخه کې ډېر کارته اړتيا شته.
کرنه :
د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ سرپرست رييس ډاکټر عبدالرحيم  پژواک اژانس ته وويل، چې که د کرنې او مالدراۍ اړخ ته پاملرنه وشي او د اوبو د کمښت له پلوه د ځمکوالو او مالدارو اړتيا پوره شي، کرنيز اقتصاد به نور هم وغوړېږي.

خوست ( پژواک، ۱٦چنګاش ۹۲): د خوست چارواکي او اوسېدونکي وايي، چې په دې ولايت کې په تېر څو کلونو کې ګڼ شمېر د بيارغونې پروژې پيل شوي، چې يوشمېر ترسره شوي او ډېری هغه يې نيمه کاره پاتې دي.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي وايي، په تېرو لسو کلونو کې په خوست کې د بيارغونې په برخه کې ډېر پرمختګ شوى، د ښار او ولسواليو ترمنځ غځېدلي سړکونه پاخه شوی، ويالې او سربندونه رغول شوي، روغتيايي مرکزونو، لسګونه ښوونځيو، دولتي ادارو او نظامي ځايونو ته ودانۍ جوړې شوې دي.

خوست (پژواک ١٦غبرګولى ٩٢) : د خوست ولايت چارواکي وايي، چې د پخوا په پرتله ددغه ولايت امنيت  ښه شوی،د دولت واک لرې پرتو سيمو ته غځيدلی او په خوست ښار سربېره په ولسواليو او سرحدي سيمو کې امنيت ټينګ شوی  دی.
 د خوست والي عبدالجبار نعيمي وايي، چې د تېر په پرتله د خوست د مرکز او ولسواليو امنيت ښه شوی ، د ناامنيو پېښې کمې شوې دي، وسله وال کمزوري شوي او په مقابل کې يې افغان ځواکونه پياوړي، مسلکي شوي، امکانات او تجهيزات يې عصري شوي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل،چې د دولتي لوړ پوړو چارواکو په ګډون هر څوک کولی شي د خوست هرې ولسوالۍ او لرې پرتو سيمو او سرحد ته تګ راتګ وکړي.

خوست ښار (پژواک، ۱۸ غبرګولى ٩٢): په خوست کې د زده کړو په برخه کې يو لړ پرمختګونه شوي دي، خو لا د يو شمېر ښوونځيو د ودانيو د نه شتون، مسلکي ښوونکو د کمښت او له نورو ستونزو سره مخ دي.
د خوست د پوهنې رييس بختنور بختیار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې ولايت کې ۳۲۵ ښوونځي او پنځه د نیمه لوړو زده کړو انستيتيوتونه هم شتون لري.
د هغه په وينا، له دې ښوونځيو څخه ۹۹ لېسې، ۶۹ منځني ښوونځي او ۱۵۷ لومړني ښوونځي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د دولتي ښوونځيو تر څنګ په خوست کې ۱۸ خصوصي ښوونځي هم شته، چې له ۷ زرو زيات زده کوونکي په کې زده کړې کوي.

خوست ښار (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٢): په خوست کې د زده کړو په برخه کې يو لړ پرمختګونه شوي دي، خو لا د يو شمېر ښوونځيو د ودانيو د نه شتون، مسلکي ښوونکو د کمښت او له نورو ستونزو سره مخ دي.
د خوست د پوهنې رييس بختنور بختیار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې ولايت کې ۳۲۵ ښوونځي او پنځه د نیمه لوړو زده کړو انستيتيوتونه هم شتون لري.
د هغه په وينا، له دې ښوونځيو څخه ۹۹ لېسې، ۶۹ منځني ښوونځي او ۱۵۷ لومړني ښوونځي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د دولتي ښوونځيو تر څنګ په خوست کې ۱۸ خصوصي ښوونځي هم شته، چې له ۷ زرو زيات زده کوونکي په کې زده کړې کوي.