خوست(پژواک،٥ سلواغه ٩٢):خوست د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دی، چې په زياته کچه طبيعي زېرمې او کانونه لري،په دغو زېرمو کې د چونې ډبرې، مسو، سيمابو، سربو او دغه راز د کروماېټ ډبرو پريمانه کانونه شته دی.
د کرومایټ ډبرې د دې ولايت په تڼيو، دوه منده او ځاځي ميدان ولسواليو کې موجودې دي، چې د مسوولو چارواکو د معلوماتو له مخې، د کرومایټ ډبرو ښې پريمانې زېرمې لري.
مسوول چارواکي وايي، چې د کرومایټ ډبرو سيمې مشخصې شوي او تر يوه حده په غير قانوني او غيرفني ډول استخراج او قاچاق شوې دي.
مسوولين وايي، چې ددې ولایت په ځاځي ميدان کې تراوسه د کرومایټ ډبرې نه دي استخراج شوې، خو په دوه منده او تڼيو ولسواليو کې په پريمانه کچه کرومایټ ډبرې په غيرقانوني ډول استخراج او قاچاق شوې دي.
کرومايټ، داسې فلز دى، چې د حرارت په مقابل کې زيات مقاومت لري او د وسپنې د ويلي کولو په ديګونو او وسلو جوړولو کې کارول کيږي.
د خوست د کانونو رييس انجنير لايق له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل، په خوست کې د کرومایټ ډبرو کانونه د طالبانو له حکومت څخه مخکې د استادرباني د واکمنۍ او يا له هغه څخه مخکې د سيمې د خلکو له لوري کشف شوي دي.
هغه زياته کړه، د سيمې خلکو پاکستان ته د هجرت پرمهال په هغه هېواد کې د کرومایټ ډبرې لېدلې وې، خو کله چې خپل هېواد ته راستانه شول، د خپلې تجربې پراساس یي دلته هم  د کرومایټد ډبرو کانونه پیژندلي دي.
انجنير لايق وايي،د خوست دکرومایټ ډبرو زېرمې د نړۍ له باکيفيته زېرمو څخه ګڼل کېږي او د نړۍ د اوسپنې د ډبرو په بازار کې ښه مارکېټ لري.
هغه زياته کړه، د دغو ډبرو استخراج ، ددې کانونو په شاوخوا کې د سيمې پرتو خلکو ته د عايداتو ښه وسيله ګرځېدلې وه.
د کانونو رييس انجنير لايق وويل، د دوی د سروې له مخې، په تڼيو ولسوالۍ کې د کرومایټ ډبرو د دغو کانونو يو پر درېيمه برخه يې په غير فني او غيرقانوني ډول استخراج او قاچاق شوې ده.
نوموړي وويل،له استخراج شويو ډبرو څخه د لاسته راغلو پيسو يوه برخه د سيمې اوسېدونکو، لږه برخه پر لاره د پرتو امنيتي پوستو پوليسو او يوه اندازه پيسې قاچاقبرو ته لاسته ورتلې.
نوموړی زياتوي، په خوست کې د کرومایټ ډبرو د قانوني استخراج لپاره د" ګنج حضور" په نامه له يوه خصوصي شرکت سره،يو ټن ډبره  په ۴۳۰۰ افغانۍقرارداد شوېوه، خو د امنيتي ستونزو له امله  يې ونشوای کولای، د کرومایټ ډبرې استخراج کړي او له همدې امله له هغوی سره شوی قرار داد لغوه شو.
دخوست د کانونو رییس وایي ، چې اوس بیا دوی ته د اړونده وزارت له مرکزه مکتوب راغلی، تر څو ددې ولایت د کرومایټود کان د استخراج لپاره یوځل بیا له کومې کمپنۍ سره قرارداد وشي ، چې د سیمې خلکو ته هم پکې د کار زمینه برابره شي.
نوموړی وايي، په دې کار سره به هم دولت يوه اندازه عوايد تر لاسه کړي او هم به د سيمې سلګونو خلکو ته په کې د کار زمينه  برابره شي.
بل خوا د هغه قرار داد له مخې، چې د کانونو وزارتاو " ګنج حضور"په نامه کمپنۍ تر منځ لاسلیک شوی او د کانونو وزارت په انترنټي پاڼه کې یی کاپي شته ده، د خوست ولایت دکرومایټو کانونه ، چې ددې ولایت په سپېره، حصارک،شناکی،خندکی،ثناکی اوکوخې په سیمو کې پراته دي، د ۱۳۸۶ کال د غبرګولي له ۲۷مې نېټې څخه بیا د درېیوکلونو لپاره دغې کمپنۍ ته د اکتشاف ، تفحص او استخراج په موخه سپارل شوي و، خو په قرارداد کی دا هم ویل شوي و، چې که یاده کمپنۍ ونه توانېږي د اکتشاف اوګټې اخیستنې په برخه کې خپل کار په سمه توګه وړاندې بوځې، نو د کانونو چارو وزارت کولای شي، دا قرارداد فسخه کړي، چې اوس ځايي چارواکي وایی د(( ګنج حضور)) کمپنۍ ونه توانیده د امنیتي ستونزو له امه د قرارداد مطابق  خپل کار پرمخ بوځي.
د خوستد کانونو رييس انجنير لايقددې ولایت له امنيتي چارواکو غوښتنه وکړه، ترڅو د کانونو د استخراج لپاره دې د امنيتي فضا د رامنځته کولو لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي او امنيت دېيې خوندي کړي.
معلومات ښيي، چې د کرومایټ ډبرې د طالبانود رژيم او دغه راز د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د موقتې ادارې په وخت  کې  د سيمې د خلکو له لوري په غيرفني ډول په پريمانه کچه استخراج شوې دي.
دغه ډبرې پاکستاني سوداګرو اخيستلې او بيا د پاکستان له لارې چين هېواد ته په قاچاقي ډول وړل کېدې او هلته ترې د فولادو په جوړولو کې کار اخيستل کېده.
د کرومایټو دغه ډبرې په پاکستان کې يوټن په څلوېښت زره کلدارې خرڅېدې، چې وروسته د پاکستان سترتجارتي ښار کراچۍ او بيا له هغه ځايه په چين کې په څو چنده لوړه بيه خرڅېدې.
د خوست د تڼيو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی همايون خان وايي،  د دوی په سيمه کې د کرومایټ ډبرې په پريمانه توګه شته دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د کان د غيرقانوني استخراج لپاره د سيمې خلکو په خپل منځ کې پر راټولو شويو پيسو وسايل اخیستي وو او د کان په استخراج کې يې ترې کار اخیست.
همايون خان وايي، تڼي څلور قومونه لري، چې يواځې د دوی اړوند قوم د اته ميليون پاکستانۍ کلدارو په ارزښت ماشينالات اخيستي وو او بيا يې ترې د کان په استخراج کې ګټه اخيستله.
هغه زياتوي، که څه هم پر ماشينونو يې ډېرې پيسې ولګولې، خو د څو کلونو له استخراج شويو ډبرو څخه يې پريمانه عايدات هم ترلاسه کړي دي.
همايون خان وايي: ((د کرومایټ ډبرې به په مازدا موټر کېاوپه هر موټر کې ۱۲ ټنهبارېدي، چې بيا به په قاچاقي لارو د ميرانشاه د سيدګۍ  سيمې ته تلې اوله هغه ځایه بیا په پاکستاني موټرو کېکراچۍ ته وړل کېدې. ))
همايون خان زياته کړه،اوس د دغو ډبرو استخراج دريدلی ، ځکه  پاکستاني سوداګر اوس د افغانستان  د کرومایټ  ډبرې نه اخلي او د پاکستان له کانونو استخراج شوو ډبرو ته ترجيح ورکوي.
هغه دغه راز وايي، د کرومایټ ډبرو د استخراج پر مهال يو ټن ډبرې په پاکستان کې په ۴۰ زره پاکستانۍ کلدارې خرڅېدې، خو اوس په ۱۲ زره کلدارې خرڅېږي، چې د ده په وينا، د موټر کرايه هم نشي پوره کولای.
نوموړي زياته کړه، دکرومایتو د ډبرو په خرڅلاو کې د افغان سوداګرو په پرتله د پاکستاني سوداګرو ګټه زياته وه، ځکه په کراچۍ کې به يې څو چنده په لوړه بيه خرڅولې.
همايون خان د دولت له مسوولو چارواکو غوښتنه کوي، چې د دغو ډبرو د قانوني او فني ډول استخراج لپاره دې هلې ځلې وکړي، چې هم دولت يو څه عوايد تر لاسه کړي او هم د سيمې خلکو ته په کې د کار زمينه برابره شي.
د ده په وينا، که د کان د استخراج چارې پيل شي،نو ډاډه دى، چې د سيمې خلک به يې د امنيت په خوندي کولو کې د امنيتي ځواکونو تر څنګ مثبت رول ولوبوي.
د خوست ولايت د عامه اړيکو مسوول بريالی روان هم وايي،  څو کاله وړاندې په غيرفني او غيرقانوني ډول يوه اندازه د کرومایټ ډبرې استخراج شوي، خو اوسمهال يې قاچاق په بشپړډول درېدلی دی.
هغه وويل، تر اوسه يې ځکه پر دغو کانونو په رسمي ډول کار نه دى پيل کړى، چې بايد د يوې مشخصې ستراتېژۍ له مخې په کان کې کيدنې پيل شي.
بريالي روان وويل، ټاکل شوې په راتلونکو دوو مياشتو کې د تڼيو او دوه منده ولسواليو کې د کرومایټ ډبرو په راايستلو کار شروع کړي.
نوموړي زياته کړه، که په فني او قانوني ډول دغه ډبرې راوايستل شي، نو زيات شمير کاري فرصتونه به برابر شي، د دولت عوايد به زيات شي او اقتصادي پرمختګ به رامنځته شي.
 
محمد هارون