خوست ( پژواک، ۱٦چنګاش ۹۲): د خوست چارواکي او اوسېدونکي وايي، چې په دې ولايت کې په تېر څو کلونو کې ګڼ شمېر د بيارغونې پروژې پيل شوي، چې يوشمېر ترسره شوي او ډېری هغه يې نيمه کاره پاتې دي.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي وايي، په تېرو لسو کلونو کې په خوست کې د بيارغونې په برخه کې ډېر پرمختګ شوى، د ښار او ولسواليو ترمنځ غځېدلي سړکونه پاخه شوی، ويالې او سربندونه رغول شوي، روغتيايي مرکزونو، لسګونه ښوونځيو، دولتي ادارو او نظامي ځايونو ته ودانۍ جوړې شوې دي.
هغه وويل، د خوست ښار او ولسواليو ته غځېدلي سړکونه ، چې نږدې ۲۰۰ کيلومتره کيږي د افغان دولت او ولايتي بيارغونې ډلې( پي ار ټي )په مالي لګښت جوړ شوي دي.
د خوست ولايت د فوايد عامې رييس انجينر مامور شاه وايي، په دې ولايت کې په دې وروستيو لسو کلونو کې د خوست ښار په ګډون ټولو اداري واحدونو او ولسواليو ته غځېدلې لارې په پاخه او اساسي ډول جوړې شوې دي.
ده وويل، خوست له ګاونډي هېواد پاکستان سره درې مهمې لارې لري، چې دا مهال په پاخه او اساسي ډول جوړې شوې دي.
د نوموړي په خبره، د دې لارو په وسيله اوس خلک کولای شي، چې په اسانۍ پاکستان ته صادرات او له هغه ځايه خپل هېواد ته واردات وکړي.
د خوست ولايت د فوايد عامې رييس زياته کړه، دغه ټول سړکونه په خوست کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو او پي ار ټي په مالي مرسته جوړ شوي دي.
خوست مېشتي خوښ دي او وايي ، چې دولت ورته د سړکونو په برخه کې دومره کار کړی، چې دوی يې لسګونه کاله وروسته هم تمه نه درلوده.
د خوست ښار اوسېدونکي احمدشاه پژواک اژانس ته وويل، د سړکونو جوړېدل هغه اړتيا وه ، چې خوست مېشتو يې تل له دولت څخه په وار وار غوښتنه کوله.
خو نوموړی وايي، يواځينۍ لار، چې په تېرو لسو کلونو کې يې چارې بشپړې نه شوې خوست- ګردېز ترمنځ غځېدلې لويه لاره ده.
احمدشاه زياته کړه، دا هغه لار ده، چې خوست له پلازمېنې کابل سره نښلوي او جوړول يې حياتي ارزښت لري.
د سړکونو شتون او په اساسي ډول يې جوړېدل د خلکو پر ورځينو کارونو، راکړه ورکړه او اقتصاد څومره اغېزه لري؟ په اړه د خوست د اقتصاد رييس انجينر حامد شاه وايي، چې سړکونه په يو ملک کې لکه د انسان په وجود کې د شريانونو په څېر اهميت لري.
دی زياتوي، که په کوم ملک کې سړکونه نه وي او په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي نه وي؛ نو هغه ملک پرمختګ نشي کولای.
نوموړي زياته کړه، له کله نه چې په خوست کې سړکونه جوړ شوي، د خلکو په ورځينو کارونو کې چټکوالی راغلی او اقتصادي وضع يې ورسره غوړېدلې ده.
په تېرو لسو کلونو کې په خوست کې  يواځې د ملي پيوستون پر مټ سلګونه هغه پروژې پلې شوي، چې خلکو ورته زياته اړتيا لرله.
په خوست کې د ملي پيوستون د ځايي ادارې مشر انجينر بصير پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې يې د ياد شوي پروګرام پر مټ  تر ۱۵۰۰ زياتې پروژې پلې کړې دي.
دی وايي، د يادو شويو پروژو پر جوړېدو ميليونونه امريکايي ډالره لګول شوي او په زرګونه کورنۍ يې له ګټو برخمنې شوې دي.
د انجينر بصير په خبره، يادې پروژې د خلکو په خوښه د خوست په بېلابېلو سيمو کې پلې شوې دي.
نوموړي دا هم وويل، چې په ځينو سيمو کې د امنيتي ستونزو له امله تر اوسه د ملي پيوستون کار نه دی  پيل شوی، چې زيات شمېر خوست ميشتي ترې بې برخې دي.
د خوست ولايت د ملي پيوستون مشر زياتوي، چې په دې پروژو کې استنادي ديوالونه، نيمه ژورې څاګانې، سړکونه، د سېلابونو پر وړاندې د ځمکو د مخنيوي لپاره د سيمي جاليو وېش، پلچکونه، ډيزلي ژرندې او د وړو برېښنايي شبکو جوړول شامل دي.
د نوموړي په خبره، دغه ټولې پروژې د خلکو له خوا خوښې شوي، ځای ورته تثبيت شوی او پخپله د ولسونو له خوا ورباندې په ګډه کار شوی.
بصير زياته کړه، د ملي پيوستون پروګرام له مخې، د خوستوالو پنځوس په سلو کې اړتياوې پوره شوي،خو د خلکو ټولې ستونزې نشي حلولی.
ده له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د دغه ولايت ولسونو ژوند ته پام وکړي او په هره برخه کې ورسره  نورې مرستې هم وکړي.
خو د خوست  ولايت ځينې اوسېدونکي وايي، دولت تر اوسه نه دی توانېدلی، چې په دې ولايت کې د بيارغونې پروژې پلې کړي.
د خوست د باک ولسوالۍ اوسېدونکی سيدميرخان وايي، د دوی په ولسوالۍ کې تر اوسه د ملي پيوستون يوه پروژه هم نه ده پلې شوې.
ده زياته کړه، دولت ته په کاره ده ، چې د دې ولسوالۍ لپاره د منظور شويو پروژو د پلي کولو په موخه کلک امنيتي پلان جوړ او پروژې پلې کړي.
د خوست د متون سيمې اوسېدونکی سيدزمان وايي، د دې ولايت په ځينو سيمو کې پلې شويو پروژو د خلکو ترمنځ  شخړې رامنځته کړي او زيات شمير  پروژې اوس د خپلمنځي شخړو له امله په ټپه درېدلي دي.
ده زياته کړه، که دولت د دغو شخړو د هواري غم ونه خوري، نو د دوی په سيمه کې شته د ملي پيوستون پروژې بې ګټې دي.
په خوست کې د ملي پيوستون مشر انجينر بصير هم مني ، چې په باک، عليشېر او صبريو ولسواليو کې د امنيتي ننګونو له امله د ملي پيوستون پروژې نه دي پلې شوې.
د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر اميربادشاه رحمت زی منګل وايي، په دې ولايت کې د روغتيا په برخه کې ډيرې لاسته راوړنې لري، چې يو له هغو څخه يې پدغه ولايت کې د نوي ۱۵۰ بستريز روغتون جوړېدل دي، چې د امريکا متحده ايالاتونو د ولايتي يارغونې(پي ار ټي)   ډلې له لوري د نهه ميليونه امريکايي ډالر په لګښت جوړ شوی دی.
هغه زياتوي، په دغه روغتون کې ټولې هغه اسانتياوې شته ، چې د ناروغانو ورته اړتيا ليدل کېږي.
د خوست د عامې روغتيا رييس وايي، که څه هم چې په خوست کې له دې وړاندې هم روغتون شتون درلود؛ خو د بسترونو د کمښت له امله يې نشواى کولی ، چې وړ خدمتونه وړاندې کړي.
د نوموړي په وينا، اوسمهال د خوست په ټولو ولسواليو کې واړه روغتيايی مرکزونه جوړ شوي، چې کولی شي د ولسواليو او لرو پرتو سيمو خلک د اړتيا پر مهال ترې ګته پورته کړي.
د خوست د اوبو لګولو رييس ښاغلی انجينر محمدنسيم وايي، د ۱۳۸۴ کال راهيسې د اوبو لګولو رياست له لوري لسګونه لويې پروژې يې پلې کړې دي.
نوموړی وايي، په دې پروژو کې استنادي دېوالونه، سربندونه، ويالې او کانالونه  شامل دي.
د خوست ولايت د اوبو لګولو ريس وايي، په خوست کې پلې شوې پروژې د خلکو په غوښتنه ترسره شوي.
د نوموړي په خبره، چې په خوست کې د پلي شويو پروژو په ترسره کېدو سره زرګونه جريبه ځمکې خړوبې شوي او سلګونه زره کورنيو ته يې ګټه رسېدلې ده.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي وايي، په دې ولايت کې د نوي جوړېدونکي ملکي هوايي ډګر لپاره اوه  ميليونه امريکايي ډالر د افغان دولت له بوديجې څخه ځانګړي شوي دي.
ده زياته کړه، چې ياد هوايي ډګر به څلور زره متره اوږدوالی او دوه زره پنځه سوه متره سور ولري ، چې په جوړېدو سره به يې د ډېرو مسافرو ستونزې هوارې شي.
د هغه په خبره، په ځانګړي شويو پيسو به د هوايي ډګر احاطه او يو شمېر امنيتي ځايونه جوړېږي.
نعيمي وايي، د خوست هوايي ډګر لپاره بېله شوې بوديجه لږه ده؛ خو هڅه کوي چې ياد شوي ډګر ته زياتې پيسې  پيدا او  په نړيوالو معيارونو يې پوره او مجهز کړي.
ده وويل ، چې په خوست کې دهوايي ميدان جوړېدل د خوست مېشتو ولسونو لوی ارمان وو، چې اوس پوره کېږي.
په خوست کې د ټولنيزو چارو کارپوهان هم وايي، چې په خوست کې د ملکي هوايي ډګر جوړېدل به په  ټولو برخو مثبتې اغېزې وکړي.
محمدزمان نظري پژواک اژانس ته وويل، چې د هوايي ډګر په جوړېدو سره ډېری بې کاره ځوانانو ته به د کار کولو زمينه هم برابره شي، د خلکو په سلګونه وسايطو ته به کار پيدا شي او په دغه ځای کې، د امنيتي ځواکونو په دنده ګومارلو له امله به په سيمه کې ډاډمن امنيت رامنځته شي.
د خوست ولايت مقام د عامه اړيکو مسول بريالی روان وايي، چې د هوايي ډګر تر څنګ په خوست کې د ګمرک لپاره د ښار په لوېدځه برخه د مټه چينې په سيمه کې په سل جريبه ځمکه کې تاسيسات جوړېږي.
نوموړی وايي، ياد تاسيسات چې ټول اړوندې اسانتياوې به ولري د اوه ميليونه او پنځهسوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت د نړيوال بانک په مالي مرسته جوړېږي.
د هغه په خبره، چې پدې سره به نه يواځې خوست ګمرګ نوې او عصري ودانۍ ولري،بلکې د سوداګرو لپاره به زياتې اسانتياوې هم رامنځته کړي.
روان وايي، ګمرک ته د ودانيو جوړېدل يو له هغه بنسټيرو پروژو څخه ده، چې خوست مېشتو يې په وار وار د خوست له ځايي ادارې څخه غوښتنه کوله.
د خوست د ګمرک رييس قرار شاه هم په خوست کې د ګمرک لپاره د نويو تاسياساتو پر جوړېدو خوښ دی او زياتوي ، چې پر بشپړېدو سره به يې زياتې ستونزې هوارې شي.
د خوست د ګمرک رييس وايي، د دې ودانيو په جوړېدو سره به په عوايدو کې زياتوالی راشي.
خو يو شمېر خوستوال بيا په خوست کې په تېرو لسو کلونو کې شوې بيارغونه د قناعت وړ نه بولي.
د خوست د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکی اجمل وايي، په تېرو لسو کلونو کې هغه بنسټيزې پروژې ، چې د خلکو ورته اړتيا ده، نه دي رغول شوي.
هغه زياته کړه، خوست چې يو کرنيز ولايت دی او اتيا سلنه وګړي يې په کرنه بوخت دي ،خو کرنې ته په کې ډېر کم کار شوی دی.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، دولت ته په کار وه، چې په خوست کې يې لوی او واړه بندونه جوړ کړي وای.
د خوست ښار اوسېدونکی ضياالرحمن وايي، برېښنا چې تر ټولو ورته زياته اړتيا ده تراوسه په خوست کې نشته.
نوموړی زياتوي اوس خو له څه چې درې کاله وروسته هم د خوست لپاره برېښنا په پام کې نه ده نيول شوې.