خوست ښار (پژواک، د غبرګولي اتمه ٩٢): د خوست اوسېدونکي له دولت او نړيوالې ټولنې په دغه ولايت کې د خوست - ګردېز تر منځ د لويې لارې اساسي جوړېدل، د خوست نړيوال هوايي ډګر رغول، د خوست-غلام خان ترمنځ د لارې ترانزيټ کېدل، د برېښنا جوړول او د اوبو د لويو او کوچنيو بندونو د جوړېدو غوښتنه کوي.
د خوست د ولايتي شورا مشر سيدکريم خاکسار پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت د خلکو مهمې غوښتنې، چې په لومړيتوب کې راځي، په سيمه کې د امنيت ټينګښت او د يو شمېر بنسټيزو پروژو رغول دي.
د هغه په خبره، شپږ کاله کېږي چې د خوست - ګردېز سړک د جوړېدو کار پيل شوی خو تر اوسه يې لا چارې سر ته نه دې رسيدلې.