٣٣  - ديرګل منګل:
انتخابي سناتور
ديرګل منګل د ميرمت خان زوى دى، چې په ١٩٥٦ زيږديز کال کې د خوست ولايت په قلندر ولسوالۍ کې زيږيدلى دى، نوموړى دا مهال د کابل په کارته سه سيمه کې اوسيږي او مشرانو جرګې ته له خوست ولايت څخه راغلى دى. نوموړي تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړي دي او پخوا د حزب اسلامي غړى او جهادي قوماندان و.
د اړيکو شمېرې: ٠٧٩٩١٧٧٣٣٥، ٠٧٠٥٧٤٠٦٩١
٣٤ - عارف الله پښتون:
انتخابي سناتور
عارف الله پښتون د طاهر خان صبري زوى دى، چې په ١٩٧٤ زيږديز کال کې د خوست ولايت په صبريو ولسوالۍ کې زيږېدلى دى، نوموړى دا مهال د کابل په دارالامان سيمه کې اوسيږي او مشرانو جرګې ته له خوست ولايت څخه راغلى دى. نوموړي د ميوند په نوم له خصوصي پوهنتون څخه د نړيوالو اړيکو په برخه کې د ليسانس سند اخيستى او پخوا يې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په وزارت کې دنده درلوده او سياسي مخينه نه لري.
د اړيکو شمېرې: ٠٧٨٧٢٢٣٢٢٢، ٠٧٠٨٨٩٩٦٩٦