د خوست ولايتي شورا ١٥ غړي لري. د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې ددې شورا درېيو پخوانيو غړو وکړاى شول خپله څوکۍ وساتي او پاتې نور يې نوې څېرې دي.
١- لطيف خان ژوندی:
لطيف خان ژوندی د علي اکبر ژوندي زوی، چې په ۱۳۵۸ لمريز کال کې د خوست ولايت د اسماعيل خېلو ولسوالۍ په حسن زيو کلي کې زېږيدلی دی. نوموړي په اوکراين کې په اجتماعي علومو کې لوړې زده کړې کړي. لطيف ژوندى وړاندې له دې چې د ١٣٩٣ کال د ولايتي شورا په ټاکنو کې بريالى شي، په مدني فعاليتونو سربېره په ځينو سياسي فعاليتونو کې هم برخه اخيستې ده.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۸۸۸۸۳۳
برېښناليک: [email protected]
 
٢- عبدالولي واحدزی:
عبدالولي واحدزی د عبدالواحد زوی، چې په ۱۳۶۵ لمريز کال کې د خوست ولايت مرکز د لکڼو په سيمه کې زېږيدلی دی. هغه د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې لوړې زده کړې کړې دي. واحدزي د افغانستان د مجاهدينو ملي يووالي اسلامي تحريک ګوند د نشراتو مديريت او د خوست ولايت پر ويندويۍ سربېره په کورنيو چارو وزارت او ځينو نورو دفترونو کې دندې ترسره کړې دي.
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۰۷۹۵۵۵۶
برېښناليک: [email protected]
 
٣- جانمير ځاځى:
جانمير ځاځى د نورحسن زوى، چې په ١٣٣٩ لمريز کال کې د خوست ولايت د ځاځي ميدان ولسوالۍ په سواکيو کلي کې زېږيدلى دى. نوموړي تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړي. ځاځى په تېره دوره کې هم د ولايتي شورا غړى و او يو ځل بيا يې وکړاى شول پر خپلې څوکۍ پاتې شي. ځاځى د خپلې سيمې قومي مشر هم دى خو نوره کومه سياسي مخينه نه لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٦٦٤١٣١١
٤- قمرعلي خان لکڼوال:
قمرعلي خان لکڼوال د محمد زاهد زوی، چې په ۱۳۵۷ لمريزکال کې د خوست ولايت د مرکز لکڼو سيمې په عظمتي کلي کې زېږيدلی دی. نوموړی د شيخ زايد پوهنتون د شريعاتو له پوهنځي فارغ او دغه راز يې په هندوستان هېواد کې د معلوماتي ټکنالوژۍ (IT) او انګليسي ژبې په برخو کې هم ديپلومونه اخيستې دي. لکڼوال څه موده مخکې د خوست ولايت د مقام سکرټر و او سياسي مخينه نه لري.
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۵۵۱۱۳۲۶
برېښناليک: [email protected]
 
٥- کفيل ريحان:
کفيل ريحان د حاجي شاه درازخان زوی او د خوست تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکى دى. چې په ۱۳۶۷ لمريز کال کې د پاکستان د خيبرپښتونخوا د ټل په خپيانګه کلي کې زېږيدلی دی. نوموړي په شيخ زايد پوهنتون کې د ژبو او ادبياتو پوهنځی لوستلی او اوسمهال د خوست د ولايتي شورا غړی دی. ريحان تر زده کړو وروسته د مدني ټولنې يو تن فعال و او سياسي مخينه نه لري.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۲۳۶۳۸۸
٦- مجيب الرحمن سالم زوی ځدراڼ:
مجيب الرحمن سالم زوی ځدراڼ د سالم خان زوی، چې په ۱۳۵۹ لمريز کال کې د خوست د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د للمۍ په کلي کې زېږېدلی دی. نوموړي تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړي. سالم زوی ځدراڼ د حامد کرزي د حکومت پرمهال په خوست کې د سرې مياشتې رييس، د ښاروالۍ رياست مرستيال او دغه راز د ګربزو او عليشېرو ولسوال پاتې شوی دى.
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۰۷۷۳۸۳۷
٧- شکرالله بابکرخېل:
شكر الله بابكرخېل د ديدالله بابکرخېل زوی، چې په ۱۳۶۵ لمريز کال کې د خوست ولايت د باک په ترکۍ سيمه کې زېږېدلی دی. نوموړی په پېښور کې په يوه افغان ښوونځي کې تر دوولسم ټولګي زده کړې کړې دي. بابکرخېل وړاندې تردې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي، په ځينو مدني فعاليتونو کې برخه اخيستله، خو سياسي مخينه نه لري.
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۷۷۷۲۷۷۶
٨- محمد قديم افغان:
محمد قديم افغان د سرورجان زوی، چې په ۱۳۵۹ کال کې د خوست ولايت د موسی خېلو ولسوالۍ د غلنګ په کلي کې زېږيدلی دی. نوموړي تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړي او اوس د خوست د ولايتي شورا غړی دی. قديم افغان د مدني فعاليت ترڅنګ په دې ولايت کې د امريکا ولايتي بيارغونې ډلې کلتوري مشاور و او سياسي مخينه نه لري.
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۲۶۳۳۷۴۴
برېښناليک: [email protected]
 
٩- قيمت خان منګل:
قيمت خان منګل د حاجي ګلاب خان منګل زوی، چې په ۱۳۵۴ لمريز کال کې د خوست ولايت د موسی خېلو ولسوالۍ د کهو خولې په دره کې زېږيدلی دی. نوموړي تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي. قيمت خان منګل د ټاکنو د خپلکواک کمېسيون د مامور په توګه دنده ترسره کړې او په ډېرو محدودو مدني فعاليتونو کې لېدل شوی. هغه سياسي مخينه نه لري.
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۷۲۰۰۲۲۲
١٠- نورشاه نوراني:
نورشاه نوراني د زاهدشاه زوی، چې په ۱۳۵۶ لمريز کال کې د خوست ولايت د اسماعيل خېلو ولسوالۍ په حيدرخېلو کلي کې زېږيدلی دی. نوموړی اوسمهال د شيخ زايد پوهنتون د ژبو او ادبياتو د شپې پوهنځي محصل دى. نورشاه نوراني د شاعرۍ او ليکوالۍ ترڅنګ تېر يولس کاله له ځينو ملي او نړيوالو رسنيو سره د خبريال په توګه کار کړی او سياسي مخينه نه لري.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۱۴۸۹۷۷
١١- حبيب خان تڼيوال:
حبيب خان تڼيوال د نيازبت خان زوی، چې په ۱۳۶۰ لمريز کال کې د تڼيو ولسوالۍ د ترخېلو په کلي کې زېږيدلی دی. نوموړی له دوولسم ټولګي فارغ شوى. حبيب خان تڼيوال د ولايتي شورا تر غړيتوب مخکې خصوصي سوداګر و او سياسي مخينه نه لري.
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۶۷۰۷۳۷۳
١٢- اميرالله زړه سواند:
اميرالله زړه سواند د سيدجان زوی، چې په ۱۳۴۰ لمريز کال کې د خوست ولايت د مرکز د متون په مينا کلي کې زېږيدلی دی. نوموړي د کيميا او بيالوژي په برخو کې لوړې زده کړې کړې دي. زړه سواند د پوهنې په رياست کې رسمي دنده ترسره کړې او د مدني ټولنې فعال و، خو سياسي مخينه نه لري.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۱۵۱۲۳۲
١٣- وږمه ارزو:
وږمه ارزو د محمد ثواب لور، چې په ۱۳۶۴ لمريز کال کې د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ د درګي په سيمه کې زېږېدلې ده. نوموړې اوس په خصوصي پوهنتون کې د طب پوهنځى لولي. وږمه ارزو تر دې مخکې د تريزيو او عليشېرو ولسوالۍ د نجونو د يوه ښوونځي ښوونکې او دغه راز د خوست په مرکز کې د نجونو د يوې فرهنګي ټولنې مشره وه. هغه کومه سياسي مخينه نه لري.
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۴۵۸۶۱۲۵
برېښناليک: [email protected]
 
١٤- حکمينه:
حکمينه د فقيرالله لور،چې په ١٣٣٧ لمريز کال کې دخوست په تڼيو ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. نوموړې زده کړې نه لري. حکمينه د ولايتي شورا په تېرو دواړو دورو کې د دې شورا غړې پاتې شوې او تر هغه مخکې د ښځو د چارو په برخه کې د مدني ټولنې فعاله وه.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٧٣٥١٢١٠
١٥- زهره جلال:
زهره جلال د بسم الله لور ده، چې په ١٣٥٣ لمريز کال کې په کاپيسا ولايت کې زېږيدلې او اوسمهال د خوست په مرکز کې اوسېږي. نوموړې دارالعلوم او منځنی طب لوستلي او دغه راز اوسمهال د شيخ زايد پوهنتون د تعليم او تربيې د شپې په پوهنځي کې هم زده کړې کوي. هغه د درېيم ځل لپاره د خوست د ولايتي شورا د غړې په توګه ټاکل شوې ده. په تېرو دواړو دورو کې هم د خوست د ولايتي شورا غړې پاتې شوې.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩١٣٦٠٣٠
برېښناليک: [email protected]