خوست ( پژواک ۱۶چنګاښ ٩٢ ) : د خوست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د خلکو اقتصاد اتيا سلنه په کرنې او مالدارۍ ولاړ دی.
هغوی وايي، که څه هم چې د کرنې او سوداګرۍ په برخو کې يو لړ پرمختګونه شوي؛ خو لا هم په دې برخه کې ډېر کارته اړتيا شته.
کرنه :
د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ سرپرست رييس ډاکټر عبدالرحيم  پژواک اژانس ته وويل، چې که د کرنې او مالدراۍ اړخ ته پاملرنه وشي او د اوبو د کمښت له پلوه د ځمکوالو او مالدارو اړتيا پوره شي، کرنيز اقتصاد به نور هم وغوړېږي.
د هغه په وينا، کرنه او مالداري د ميکانيزه کېدو او ماشيني کېدو پر لور روانه ده، چې په دې برخه کې د کرنې پراختيا بانک کولاى شي د خلکو کرنيز اقتصاد پر پښو ودروي.
د نوموړي په خبره، د خوست ځمکوال او بزګر هر کال له زرګونه جريبه اوبيزې او ډېره برخې للمي ځمکې څخه زرګونه ټنه کرنيز حاصلات راټولوي.
د خوست د کرنې رييس وايي، چې په خوست کې په کال کې دوه فصله کېږي، چې غنم، جوار، وربشې، مۍ، وريجې، پياز، اوږه، کچالو او زغفران کرل کېږي.
د هغه په وينا، چې په خوست کې ډول ډول وچې او تازه ميوې هم کېږي، لکه مڼه، زردالو، الوچې، انار، بادام او جلغوزي.
د کرنې رييس زياته کړه، خوست د کال زرګونه ټنه وچې او تازه ميوې پر هېواد سربېره نورو هېوادونو ته صادروي او خلک يې له دې لارې زياتې پيسې ترلاسته کوي.
خو نوموړی وايي، چې په خوست کې د اوبو  لګولو سيستم ته په تيرو لسو کلونو کې په هغه کچه، چې لازمه ده پاملرنه نه ده شوې.
ځمکوال او بزګران هم شکايت کوي، چې لازمه مرسته نه ده ورسره شوې او نه په راتلونکې کې دا تمه لري، چې د کرنې سکتور ودې او پراختيا ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.
د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکی بادشاه مير ګربز، چې د غنمو لپاره لس ګونه جرېبه کرنيزه ځمکه لري وايي، چې په تېرو اتو کلونو کې يواځې يو ځل د يوې بورۍ کيمياوي سرې او يوې بورۍ اصلاح شويو غنمو مرسته ورسره شوې ده.
د هغه په وينا، بزګران او ځمکوال اساسي او بنيادي مرستو ته اړتيا لري، چې تر ټولو لومړنۍ اړتيا يې د اوبو د کمښت ستونزه او دغه راز د محصولاتو د ساتنې او ورته د بازار موندنې يې سترې اړتياوې او غوښتنې دي.
بادشاه مير ګربز غواړي، چې د خوست په هره سيمه او ولسوالۍ کې دې د اوبو زېرمې او واړه بندونه جوړ شي او دغه راز دې د مېوو د ساتنې او خرڅلاو لپاره ورته بازار وموندل شي.
د صبريو ولسوالۍ اوسېدونکی او بزګر هم دکرنې په برخه کې د شته ستونزو يادونه کوي او د حل لاره يې د بندونو جوړول او د کرنيز اقتصاد په پښو درول بولي، چې د کرنيزو محصولاتو لپاره بازار موندنه، د مېوو او سابو ساتنه او پروسېس په کې شامل دي.
د دې ولسوالۍ يو قومي مشر سيد وزير، چې د مڼو باغ لري او په خپله ځمکه کې يې شولې کرلي پژواک اژانس ته وويل، چې تر دې مهاله د ځمکو د پالنې او باغدارۍ چارې ټولې په خپله خلکو او باغوانانو پر غاړه اخيستې دي.
دی وايي، نه دولت او نه هم مرستندويه ټولنو په دې اړه ورته کومه ځانګړې پاملرنه کړې ده.
د هغه په وينا، د صبريو ډېری ځمکې په کاريزونو خړوبېږي، خو اوس په کاريزونو کې اوبه په کمېدو دي او بايد په غرنيو سيمو کې د اوبو زېرمې او واړه بندونه جوړ شي او دغه راز کرنه عصري شي، ځمکوالو او بزګرو ته اصلاح شوي تخمونه او د مېوو نيالګي ووېشل شي.
د ده په خبره، د کرنيزو محصولاتو لپاره بازار موندل هم لومړى شرط دى، دولت په دې برخه کې بايد اسانتياوې برابرې کړي، په تېرو دوو کلونو کې د مارکېټ د نشتوالي له امله د خلکو سلګونه ټنه مېوې او سبزي يا خرابېږي او يا هم په نيمه بيه پاکستان ته استول کېږي.
سيد وزير وايي: (( اوس مهال زموږ تر اويا سلنه ډېر خلک په کرنه بوخت دي، نو دولت ته په کار دي، چې د کرنې د پراختيا او ودې لپاره ډېر کار وکړي او په دې برخه کې د خلکو لپاره نور کاري فرصتونه هم پيدا کړي.))
پنځه کاله وړاندې  په پام کې وه، چې د ولايتي بيارغونې ډلې له لوري په مرکز سيمه کې د دوه نيم ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت سړې خونې جوړې کړي، خو د ځمکې د نه پيدا کېدو له امله يې تراوسه نه دي جوړې شوي.
د ولايتي شورا رييس سيدکريم خاکسار هم د ځمکوالو بزګرو او سوداګرو پر وړاندې د شته ستونزو او خنډونو يادونه کوي او وايي، چې د هواري لپاره يې وړ ګامونه نه دي اخيستل شوي.
د ده په خبره، د کرنې په برخه کې له ځمکوالو او بزګرانو سره مرسته ونه شوه او نه يې د غلو او مېوو د ساتنې او پروسېس لپاره خونې او فابريکې جوړې شوې.
نوموړی وايي، سره له دې چې په خوست کې دا مهال ښه امنيت دی؛ خو مرکزي دولت او اړوند وزارت ورته پاملرنه نه کوي.
خوست يو غرنی ولايت دی ، چې ډېرې کمې ځمکې لري او هغه هم زياتې يې للمي دي.
د خوست د ولايتي شورا غړې نعت بي بي عمري وايي، په دې ولايت کې  سترو بندو ته دې پاملرنه زياته شي، کاسې او کانالونه دې پاک او ورغول شي، ترڅو په خوست کې  اوبو د کمښت ستونزه لرې شي.
د هغې په خبره، چې په خوست کې زياتې اوبه شته، خو تر اوسه يې دولت په مهار کولو کې پاتې راغلی دی.
سوداګري او پانګونه:
خوست د هېواد ېو له هغه ولايتونو څخه دی، چې په دې وروستيو کې په کې سوداګري غوړېدلې او زياتره خلک يې په سوداګرۍ بوخت دي.
د خوست ولايت د ايسا يا د پانګې اچونې د ملاتړ ادارې مشر محمد عيسی وايي، په دې ولايت کې څه د پاسه دوه سوو کسانو په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې ده.
نوموړی وايي، د خوست ډېری خلک غواړي پانګونه وکړي؛ خو د برېښنا نشتون د پانګونې مخه نيولې ده.
ده زياته کړه، چې که په خوست کې وارداتي برېښنا پيدا شي؛ نو خوست به ډېر ژر په يو ستر صنعتي ښار بدل شي.
هغه وويل، د خوست ولايتي ادارې د پانګوالو په هڅولو کې ښه رول لوبولی دی.
د محمد عيسی په وينا، د خوست  ډېرى پانګوال اوس په نورو سيمو او ان په عربي هېوادونو کې سوداګري کوي.
نوموړی وايي، که دولت خصوصي سکتور ته وړ او مناسب شرايط برابر کړي، نو د خوست د خلکو اقتصاد به پياوړى شي او خلکو ته به کاري زمينې په لاس ورشي.
د خوست ښار لوېديځ ته اته کاله وړاندې د صنعتي پارک لپاره څلور سوه جريبه ځمکه بېله شوې؛ خو لا تر اوسه هم دغه ښارګوټی نه دی جوړ شوی.
د خوست سوداګر د بريښنا له وزرات څخه غواړي، چې خوست ته د برېښنا مزي وغځوي او دغه ولايت دې له برېښنا برخمن کړي.
د خوست ډېری پانګوال په عربي اماراتو کې سوداګري کوي او هلته يې په پراخه پيمانه پانګونه کړې ده.
عصمت الله قلندر، چې په عربي هېوادونو کې يې په ميليونونو ډالره پانګونه کړې وايي، په خوست کې په ټوله مانا د سوداګرۍ او پانګونې لپاره شرايط برابر دي؛ خو مخه يې د برېښنا نشتون نيولې ده.
هغه وايي، که دا نن په دغه ولايت کې برېښنا برابره شي چمتو دی، چې خوست ته راشي او په ميليونونو ډالره پانګونه وکړي.
د نوموړي په خبره، چې په دې وروستيو کې په خوست کې امنيت ښه شوی او خلک دې ته لېواله دي، چې په خوست کې پانګونه وکړي او خپلې سوداګرۍ ته پراختيا ورکړي.
د خوست اوسېدونکی انجينر ميرويس افغان، چې په روسيه کې د تېلو کاروبار لري په دې وروستيو کې حاضر شوی، چې د خوست ښکلا لپاره اته ميليونه امريکايي ډالره ولګوي.
هغه وايي ، چې خوست د پانګونې لپاره وړ ولايت دی؛ خو د برېښنا نشتون يې د پانګونې مخه نيسي.
خوست والي عبدالجبار نعيمي هم خوست د پانګونې لپاره يو ښه ځای بولي او وايي، چې په دغه ولايت کې روان حالت سړی ته ډاډ ورکوي ، چې دغلته پانګونه وکړي.
نوموړی وايي که څوک چمتو شي، چې په دغه ولايت کې پانګونه وکړي، نو امنيتی ارګانونه به يې د سر په قيمت ساتنه وکړي.
خو نعيمي هم په دې ولايت کې د برېښنا نشتون د پانګونې پر وړندې ستر خنډ بولي او وايي ، چې اړوند وزارت په دې برخه کې له خوست سره د مور او ميرې چلن کوي.
لاسي صنايع :
لاسي صنايع د خوست د لرغوني تاريخ او پخوانۍ زمانې د دود او دستور استازيتوب کوي، چې اوس ورته پاملرنه لږه شوې، کارکوونکي يې کم شوي او سوداګري يې په ټپه درېدلې ده.
په خوست کې د لاسي صنايعو پلورونکي وايي، چې د دغو توکو بازار سوړ شوی او صنعت يې مخ پر ورکېدو دی.
دوی وايي، اوسمهال د لاسي صنايعو ځای بهرنيو پلاستکي توکو نيولى او د دغو توکو په پلور يې ژور اغېز کړی دی.
د پلورونکو په وينا، که په دغه ولايت کې بېلابېل جوړېدونکو لاسي صنايعو ته له سره بيا وړ بازار و نه موندل شي؛ نو ډېری کليوالې کورنۍ به له ناوړه اقتصادي حالت سره مخ شي.
له مزريو جوړ شوي دغه لاسي صنايع چې  شکور، څپلۍ، پوزی، پړي، پونه، جای نماز او دې ته ورته نور توکي په کې شامل دي، د کورني ژوند په بېلابېلو برخو کې کارول کېږي.
د بېلګې په توګه له شکور او سوزي څخه د وچې ډوډۍ د ساتلو او په کې د ايښودو، له پوزي څخه د کوټو په فرشولو او له نورو توکو نه په بېلابېلو برخو کې ګټه اخيستل کېږي.
ګل مرجان چې د خوست ښار د ښځو د نوي پارک ترڅنګ د لاسي صنايعو پلورنځی لري پژواک اژانس ته وويل، چې د پخوا په پرتله د لاسي صنايعو په خرڅلاو کې څو برابره کمښت راغلی.
نوموړی يې علتونه بازار ته له بهرنيو هېوادونو څخه د پلاستکي توکو را واردول بولي.
ده زياته کړه، دغه توکي زيات د هغو بې وزله او غريبو ښځو او سړيو له لوري جوړېږي ، چې د تېرو ديرشو کلونو په اوږدو کې زيانمن شوي او يا يې  د کورنۍ غړي په جګړو کې له لاسه ورکړي دي.
د ګل مرجان په خبره، که دغه صنعت ته د له منځه تلو پر ځای وده ورنه کړل شي؛ نو ډېری کليوالې کورنۍ به بې کاره او د پولۍ ټک ته کېني.
د خوست يو بل اوسېدونکی ، چې د لاسي صنايعو د اخيستلو لپاره خوست ښار ته راغلی وايي، چې په خوست کې جوړېدونکي لاسي صنايع څو ګټې لري.
نوموړي وويل، په بهرنيو هېوادونو کې له جوړو شويو پلاستکي توکو څخه يې بيه ټيټه ده، کيفيت ښه دی او د نورو په پرتله يې عمر هم ډېر دی.
ده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېر په څېر په خوست ښار کې د دوی د خوښې وړ لاسي صنايع نه پيدا کېږي.
خوستوال د لاسي صنايعو د ورکېدو يو بل لامل په دغه ولايت کې په بې رحمانه توګه د مزرو پرېکول ګڼي.
مزری يو ډول شين بوټی دی، چې په غرونو کې په طبيعي ډول راشنه کېږي او يو ډول ميوه چې ورته خوستيان پټوه وايي هم نيسي.
خو په دې وروسيتو کې په خوست کې  مزري هم د ځنګلونو په څېر د سيمو د خلکو له خوا پرې کېږي او د سون توکو په توګه ترې کار اخلي.
د صبريو ولسوالۍ د ابادخانې سيمې اوسېدونکی انور، چې د لاسي صنايعو کسب يې ښه زده دی او له مزرو څخه بېلابېل ډول توکي جوړولی شي وايي، اوس په غرونو کې مزري نه پيدا کېږی.
ده وويل، پخوا به يې چې د لاسي صنايعو د جوړولو په موخه مزرو ته اړتيا شوه؛ نو د کلي ترڅنګ په غرونو کې به هم پيدا کېدل.
هغه زياتوي، اوس مهال په خوست کې مزري نه پيدا کېږي او که پيدا هم شي، په پيسو يې اخلي او بيه يې ډېره لوړه وي.
نوموړي له دولت څخه وغوښتل، چې د مزرو ( لوخو ) د پرېکولو مخه ونيسي.
په خوست کې د ټولنيزو چارو کارپوه عنايت الله صياد بيا د لاسي صنايعو د له منځه تلو لامل له بهرينو هېوادونو څخه د پلاستيکي توکو په زياته پيمانه راوردېدل بولي.
نوموړی وايي، که دولت غواړي چې په خوست کې ياد شوی صنعت خپل پخواني حالت ته وګرځي؛ نو له بهر څخه دې په را واردېدونکو توکو ماليه او ګمرکي محصول زيات کړي.
د خوست د علشيرو ولسوالۍ د لنډرو د غرنۍ ولسوالۍ اوسېدونکې زرمينې، چې خاوند يې د جګړو په کلونو کې له لاسه ورکړی او دا مهال د څو کسيزې کورنۍ  مشري پر غاړه لري وايي، چې د خپلې کورنۍ ټول لګښتونه له همدې لارې پوره کوی.
نوموړې زياته کړه، د لاسي صنايعو بېلابېل ډولونه جوړولی شي.
زرمينه وايي، د لاسي صنايعو بازار د پخوا په پرتله سوړ شوی او په پلورنه کې يې اتيا سلنه کمښت راغلی دی.
دې وايي: ((که دولت  لاسي صنايعو ته د بازار په موندلو کې راسره  مرسته ونه کړي؛ نو زما په څېر سلګونه کورنۍ به له ناوړه اقتصادي حالت سره مخ شي.))
د خوست د سوداګرۍ او صنايعو د خونو رييس استاد نواب اميرزی وايي، دغه ستونزه يې په وار وار له لوړوپوړو چارواکو سره شريکه کړې ده.
ده پژواک خبري اژانس ته وويل، په پام کې لري ،چې په خوست کې د جوړېدونکو لاسي صنايعو نندارتون جوړ کړي، څو خلک وهڅوي چې  يو ځل بيا د لاسي صنايعو جوړولو او پيرودلو ته مخه کړې.
خو نوموړی وايي، تل يې د فعاليتونو مخه نيول شوې او په دې برخه کې ورته  اجازه نه ده ورکړل شوې.
اميرزى وايي، چې که دولت له بې وزله کورنيو سره د لاسي صنعت په برخه کې مرسره ونه کړي ، نو ډيری ځوانان به بې کاره او په نشو اخته شي.
د خوست د اقتصاد رييس انجينر حامد شاه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د لاسي صنايعو د ودې لپاره په ولايتي کچه امکانات په واک کې نه لري.