عبدالله خوستوالو ته د ښه خدمت ژمنه ورکړه

 
خوست (پژواک ٩ ورى ٩٣): ولسمشرۍ ته کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، د برياليتوب په صورت کې به يې اداري اصلاحات، اقتصادي پراختيا او ښه حکومتوالي د کارونو په سر کې وي.
عبدالله عبدالله دا څرګندونې  د خپلو ټاکنيزو مبارزو په ترڅ کې خوست ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې وکړې.
دې غونډې ته د خوست پر مرکز سربېره د ځينو ولسواليو ګڼ شمېر خلک راغلي وو.
ډاکټر عبدالله  خوستوالو ته په خپلو خبرو کې وويل، چې په ادارو کې اصلاحات راوستل او  اقتصادي پراختيا يې د حکومت له کاري لومړيتوبونو ګڼل کېږي.
نوموړي د خوست له خلکو سره په ځينو برخو کې ژمنې وکړې، چې واک ته تر رسېدو وروسته به يې پوره کوي او د خوستوالو لپاره به هره برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي.
نوموړي زياته کړه، چې د خوست- ګردېز سړک به په بنسټيز ډول جوړوي، هوايي ډګر به د سيمې په کچه جوړوي، خلکو ته به کاري فرصتونه رامنځته او پوهنې ته به پراختيا ورکوي.
نوموړي دغه راز وويل، چې خوست ته به د دې سيمې په کچه په يوه ترانزيټي مرکز بدل کړي او د صنعتي پارک جوړولو لپاره به له هرې ممکنه لارې څخه کار واخلي.
هغه وويل: ((که خداى موږ ته کاميابي په برخه کړه، نو په کاري لومړيتونو کې به فساد له منځه وړو او د اقتصادي پياوړتيا لپاره به نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوو، خوست ته به له پلازمېنې کابل څخه د وارداتي برېښنا مزي غځوو.))
ډاکټر عبدالله همدارنګه وويل، ځينې کړۍ کوښښ کوي، چې افغانستان پر قومونو او سمتونو ووېشي، خو ويې ويل، چې دغه ارمان ته به ونه رسېږي.
نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې دوی يو موټی او يو افغانستان غواړي او پرې به نږدي، چې څوک هېواد تجزيه کړي او په خلکو کې نفاق خپور کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.