مزارشريف (پژواک ١١ ورى ۹۳): د ولسمشريزو ټاکنو کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي دبلخ ولايت مرکز مزارشريف ښارکې خپلو پلويانو ته د يوې غونډې په ترڅ کې بېلابېلې وعدې ورکړې.
احمدزي په دغه غونډه کې ، چې نن د مزار شريف په سينا لوبغالي کې د زرګونو تنو په ګډون جوړه شوې وه ،د خبرو پر مهال په راتلونکو ټاکنو کې د درغليو شتون رد نه کړ؛ خو زياته يې کړه، دی باور لري، چې عام خلک به پر خپل پراخ ګډون په ټاکنو کې د درغليو مخه ونيسي.
نوموړي همداراز د بلخ اوسېدونکو ته په بېلابېلو برخو کې د چارو د ترسره کېدو ژمنې ورکړې.
غني احمدزي وويل، چې د اداري فساد د مخنيوي لپاره به ګړندۍ هڅې کوي او په هېواد کې به د کار د زمينې برابرولو لپاره ګړندي ګامونه اخلي.
نوموړي همداراز د سولې لپاره رښتينې هڅې کول، له خپلو لومړيو کارونو څخه ياد کړل.
د هغه په وينا، په هېواد کې به په سرتاسري توګه د کرنې د پرمختګ لپاره وړ ګامونه اخلي او د کرنې سيستمونه به نوي کوي.
د تحول او تداوم د ټيم په کمپاينيزه غونډه کې د ډاکټر احمدزي لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم وويل: ((د اشرف غني احمدزي ټيم وروسته پاتې کېدونکی ټيم نه دی.))
نوموړي زياته کړه، چې د وطن دښمنان هڅې کوي، چې د ټاکنو امنيت ګډوډ کړي، خو ولس تصميم نيولی، چې په ټاکنو کې به برخه اخلي او د تحول او تداوم ټيم به بريالی کوي.
هغه په خلکو غږ وکړ، چې که غواړي رشوت ختم شي، سوله راشي او د قاچاق وړونکو مخه ونيول شي؛ نو دوی ته دې رايه ورکړي.
د يادونې ده، چې نن د تحول او تداوم ټيم مشران په فارياب او جوزجان کې هم غونډې وکړې، چې زرګونو تنو په کې برخه اخيستې وه.
Add new comment