Add new comment

Locals-Kochi tribe dispute to be settled: Abdullah

 
باميان (پژواک ١١ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله باميانو ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې د کوچيانو شخړه به پاى ته ورسوي.
هغه نن په باميانو ښار کې د زرګونه کسانو غونډې ته وويل، چې د برياليتوب پر مهال به د کوچيانو شخړه چې اوسمهال ترې سياسي ګته پورته کېږي، پاى ته ورسوي.
د باميانو اوسېدونکي او کوچيان هر کال د خپلو رمو څرولو لپاره مرکزي سيمو ته ځي او ډېر کله يې تر منځ په دې اړه شخړې راپورته کېږي، چې د ځينو کورنيو د بېځايه کېدو او مرګ ژوبلې سبب هم کېږي.
ډاکټر عبدالله له دوى سره د شمال-جنوب دهلېز جوړول، د برېښنا ستونزو پاى ته رسول، د کرنيزو محصولاتو لپاره د سړو خونو جوړول او د ولايتونو په اداري جوړښتونو کې تعديل راوستل، خپلې نورې ژمنې وکړې.
هغه زياته کړه: " باميانو ښار ته د راتلو پر مهال مې د لاټين څلور لارى وليده، چې دا د باميانو خلکو د محروميت څرګندونه کوي، چې په تياره کې ژوند کوي، خو زه به دا تياره په روښنايي بدله کړم."
 د باميانو خلکو د برېښنا د نه شتون له امله په ياد څلور لاري کې يو لوى لاټېن لګولى او دغه راز يې د بيارغونې په برخه کې د دولت د نه پاملرنې له امله يو سړک کاګل کړى دى، ترڅو دولت ورته په دغو برخو کې پام وکړي.
 د هغه لومړي مرستيال انجنير محمدخان وويل، چې باميان په ٢١ مه پېړۍ کې لومړنى او بدوي ژوند لري او د اصلاحاتو او همپالنې ټيم به خلک له دغه وضعيت څخه  وباسي کړي.
هغه زياته کړه، چې د هرات- کابل او د باميانو له لوري د ګردن ديوال-هرات سړکونو جوړول به د دغه ټيم له نورو پروګرامونو څخه وي.
 د ډاکټر عبدالله دويم مرستيال محمد محقق ادعا وکړه، چې د اصلاحاتو ټيم بريالى دى او له خلکو يې وغوښتل، چې دغه ټيم ته رايه ورکړي.
 هغه زياته کړه، چې دا ټيم هم د جهاد پر مهال او هم د ډيموکراسۍ پر مهال ښه ځلېدلى او د ټاکنو ورځ يې د جهاد د مينانو د يو ځاى کېدو ورځ وبلله.
له بلې خوا، د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، چې په ټاکنو کې د ده يواځينى رقيب درغلي او تقلب دى.
نوموړي دغه څرګندونې په پنجشېر ولايت کې په هغې غونډه کې وکړې، چې زرګونه کسان په کې د ده په ملاتړ راغونډ شوي وو.
په دې غونډه کې د ياد ولايت قومي مشرانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.
 
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.