استادسياف بر ايجادنظام سياسى و نقش مجاهدين در حکومت آينده تاکید کرد

 
محمودراقي، چغچران (پژواک ١٠ ورى ٩٣): کاپيسا او غور ولايتونو کې نن زرګونو کسانو د غونډو په ترڅ کې د عبدرب الرسول سياف له کانديداتورۍ خپل ملاتړ اعلان کړ.
د کاپيسا د عالمانو شورا مشر په هغې غونډه کې، چې د دغه ولايت د کوهستان په لومړۍ برخه کې د شرکت په نوم سيمه کې تر سره شوه او شاوخوا دوه زره کسانو په کې ګډون درلود، وويل، چې د کاپيسا خلک له عبدرب الرسول سياف څخه ملاتړ کوي، ځکه سياف د جهاد او مقاومت په دورې کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوى او په هېواد کې د اسلامي نظام راوستو غوښتونکى دى.
استاد سياف هم په دې غونډه کې خپلو پلويانو ته وويل، د هغه تر ټولو لومړى کار به د يوه اسلامي نظام رامنځته کول او په خپل حکومت کې مجاهدينو ته ډېر رول ورکول وي.
هغه زياته کړه، په ټاکنو کې د برياليتوب پر مهال به د کاپيسا خلکو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه د دې ولايت خلکو د جهاد او مقاومت په دورې کې مهم رول درلود او له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.
دغه راز د غور ولايت د مرکز چغچران ښار په لوبغالي کې زرګونو کسانو د ولسمشرۍ د ياد کانديد څخه د ملاتړ په موخه غونډه وکړه.
د غور ولايتي شورا ته يوې نوماندې حليمې پولاد وويل، استاد سياف ژمنه کړې چې ښځو ته به د اسلامي شريعت په چوکاټ کې خپل حقونه ورکړي؛ که چېرې د اسلام له اړخه د ښځو حقونو ته پام وشي، نو دوى به د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د ډېرو کمو پېښو شاهد وي.
د غور د علماوو شورا مشر مولوي عصمت الله نديم وويل: "د دغه ولايت اکثره علما د استاد سياف له کانديدۍ ملاتړ کوي، استاد سياف يو مجاهد مشر دى، چې د هېواد د ازادۍ او استقلال لپاره يې ډېرې هڅې کړې دي."
په غور کې د استاد سياف د ټاکنيز دفتر مرستيال مولوي رمضان قاسمي وايي: "خلک تر هر څه وړاندې د قانون پلي کولو او امنيت راوستو ته اړتيا لري او هيله لري، چې په راتلونکو ټاکنو کې داسې يو کانديد بريالى شي، چې د طالبانو او ترهګرۍ پر وړاندې سخته مبارزه وکړي."
نوموړي، د ولسمشرۍ لپاره استاد سياف وړ شخص وباله او له خلکو يې وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې هغه ته رايه ورکړي.
ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې راتلونکې اونۍ (د وري ١٦ مه) تر سره شي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.