اسعد اباد ( پژواک، ٩ ورى ٩٣) : په کونړ ولايت کې د ولسمشرۍ د کانديدانو ډاکټر عبدالله عبدالله او استاد سياف په ملاتړ غونډې وشوې.
ددې ولايت په خاص کونړ ولسوالۍ کې سلګونو تنو ولسمـــشرۍ ته د کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ غونډه وکړه او په راتلونکوولسمشريزو او ولايتـــي شوراګانو په ټاکنوکې خپل ملاتړ څرګند کړ.
د سولې د عالي شورا غړى او د عبدالله د کمپاين يو تن غړي مولوي شهزاده شاهد د غونډې ګډونوالو ته د ډاکټر عبدالله عبدالله په کړنلاره اود هغه په شخصيت ګډونوالوته معلومات ورکړل او له ټولو يې وغوښتل ، چې ډاکټرعبدالله ته رايه ورکـړي.
د نوموړي په وينا،ډاکټر عبدالله د ټول هېواد او په ځانګـړې تـوګه دکونړ لپاره پروګرامونه لري.
همدارنګه د کونړ په مرکز اسعداباد کې لسګونه تنو د استاد سـياف په ملاتــــړ غونډه وکړه ، دوی هم په راتلونکو ټاکنو کـې له استاد سياف څخه ملاتړ اعلان کړ.
د غونډې وينا والو سياف د نړۍ په کچه منلی ديني عالم او د روسانو پر وړاندې د وسله وال او سپيڅلي جهاد سرلارى ياد کړ.
د سياف د ولايتي دفتر يو تن غړي رضوان الله د سـياف د تــګلارې او پلانونو په اړه د غونډې ګډونوالوته معلومات ورکړل او له ټولو يې وغوښتل ، چې خپلې رايې د استاد سياف په ګټه وکاروي.
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکې شنبې په ورځ د وري په ١٦مه، ترسره شي.