Sherzai supporters switch sides in Farah

 
فراه (پژواک ۲۳غويی ٩٣): په فراه کې د ولسمشرۍ د کانديد ګل اغا شېرزي يو شمېر پلويان، د ټاکنو په دويم احتمالي پړاو کې د ولسمشرۍ له بل کانديد اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ کوي.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لومړنۍ پايلې ښيي، چې د ولسمشرۍ له اتو کانديدانو ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي ډېرې رايې ترلاسه کړې، خو يوه هم ٥٠ سلنه جمع يو رايې نه دي پوره کړې او کېداى شي ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي.
ګل اغا شېرزي څو ورځې مخکې اعلان وکړ، چې د ټاکنو په دويم پړاو کې له عبدالله عبدالله څخه ملاتړ کوي، خو په فراه کې د هغه ځينو پلويانو نن د لسګونو تنو په ګډون په جوړه شوې ناسته کې اعلان وکړ ، چې له اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ کوي.  
په فراه کې د ګل اغا شېرزي د ټاکنيز دفتر مرستيال حاجي سيداحمد په ياده غونډه کې وويل ، چې دوى له سلا مشورو وروسته له اشرف غني احمدزي د ملاتړ پرېکړه کړې ده.
ده پژواک خبري اژانس ته وويل: " ګل اغا شېرزي پر خپلسر له ډاکټر عبدالله عبدالله ملاټر اعلان کړی؛ له موږ سره يې مشوره نه ده کړې."
هغه زياته کړه: "اشرف غني احمدزی هغه څوک دی، چې لاسونه يې په وينو ککړ نه دي او کولای شی چې داخلي او خارجي مناسبات وساتي."
په فراه کې د شېرزي د کمپاين د دفتر مطبوعاتي مسوول عبدالرحمن ژوندى وايي: " دا د هر چا حق دی چې څوک د ځان لپاره ټاکي، په مخکنيو ټاکنو کې شېرزی زموږ د خوښې وړ  کانديد و ، خو اوس مو ډاکتر اشرف غني احمدزی د خوښې کانديد دى."
د ده په وينا، اشرف غني احمدزى د ملي يووالي او د هېواد د ښې راتلونکې لپاره کار کولى شي.
د ياد دفتر مرستيال سيداحمد د معلوماتو له مخې، د وري د ١٦مې په ټاکنو کې په فراه کې ګل اغا شېرزي ۱۲زره رايې ترلاسه کړې وې او که ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي، نو دغه کسان به اشرف غني احمدزي ته رايه ورکړي.
خو په دغه ولايت کې د شېرزي د ټاکنيز دفتر مشر نوراحمد حقبين پژواک ته وويل، چې دى له ٨٠٠ تر زرو کسان لري او تر اوسه يې پرېکړه نه ده کړې،  چې له کوم کانديد څخه ملاتړ وکړي.
دى وايي، چې له خپلو کسانو سره تر مشورو وروسته به د دويم ځل احتمالي ټاکنو لپاره خپل دريځ اعلان کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.