Plots being hatched to divide Afghans: Abdullah

 
کابل (پژواک ٣١ غويى ٩٣): ډاکټر عبدالله وايي، خلک بايد ډاډمن واوسي چې افغانستان د بحران خوا ته نه ځي او هر ټاکنيز ټيم چې د عادلانه ټاکنو له مخې بريالى شي< نو د هېواد په زيان به نه وي.
د ولسمشرۍ ټاکنو د دوهم پړاو نوماند ډاکټر عبدالله، د اصلاحاتو او همپالنې ټيم څخه د ولسي جرګې پخواني غړي او د افغانستان د ځوانانو د پيوستون ګوند مشر جميل کرزي د ملاتړ په مناسبت په رابلل شوې غونډه کې وويل، ځينې کړۍ هڅې کوي چې ټاکنو ته د خپلو شخصي ګټو لپاره قومي بڼه ورکړي، خو خپلو دغو موخو ته به ونه رسېږي.
هغه زياته کړه: "بېلابېلې تبصرې او توطيې په جريان کې دي، يو شمېر کسان غواړي ټاکنو ته قومي، ژبني او سمتي رنګ ورکړي، خو بايد په دې پوه شي چې هېڅ يو يې په افغانستان کې ممکن نه دى، د افغانستان خلک به هېڅکله هم د خپل بې وزلي توب له امله په دا ډول کړنو لاس پورې نه کړي."
د ولسمشرۍ دغه نوماند وويل، چې خلکو يو ځل په ټاکنو کې په خپل پراخه ګډون سره خپله دنده تر سره کړه او دا ځل به هم حماسه وکړي او د هېواد ټول قومونه به په خپل پراخه ګډون سره د دوهم پړاو ټاکنې هم بريالۍ کړي.
هغه وويل، داسې تبصرې تر غوږ شوي، که چېرې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم بريالى شي، نو د سولې ملي پروسه به ودرېږي او جګړه به دوام ومومي، خو نوموړي ډاډ ورکړ، چې په پوره ډاډ او  رښتينولۍ به يادې پروسې ته ادامه ورکړي، ترڅو ټول افغانان ارامه راتلونکى ولري.
ډاکټر عبدالله د دوهم پړاو ټاکنو پر روڼوالي ټينګار وکړ او زياته يې کړه، د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د ټاکنو په پروسې کې د اصلاحاتو راوستو لپاره خپل وړانديزونه له ټاکنيزو کميسيونونو سره شريک کړي او د ليکلي ځواب د ترلاسه کولو انتظار باسي، خو دا وړانديزونه د کوم ځانګړي کانديد پر ګټه او يا زيان نه دي، بلکې د خلکو د ډاډ او قانوني کېدو لپاره وړاندې شوي دي.
نوموړي، د اشرف غني احمدزي له لوري په اسلامي مسايلو کې د چيلنج ورکړه، له ټاکنيزو کمپاينونو وړاندې شوخي وبلله او ويې ويل: "زه دې ته اړتيا نه لرم، چې خپل اعتبار په ديانت او ديني علومو ثابت کړم او په دې خلک ښه پوهېږي، چې مسئله څه ده."د ولسمشرۍ ياد نوماند زياته کړه، که چېرې اشرف غني احمدزى د ديني مسايلو په اړه کومه پوښتنه لري، نو دى يې ځواب ويلو ته حاضر دى، خو د اشرف غني وروستى چيلنج له شوخي پرته بله معنا نه لري او پر هغه په خپله منفي اغېز پرېباسي.ډاکټر اشرف غني احمدزي، په خپلې وروستۍ وينا کې د هغه لومړني رقيب ډاکټر عبدالله ته د ټاکنو په دوهم پړاو کې چيلنج ورکړى او ترې غوښتې يې دي، چې د اسلامي معلوماتو په اړه له ده سره مناظره وکړي.دا په داسې حال کې ده، چې د ولسي جرګې پخوانى غړى او د افغانستان د ځوانانو د پيوستون ګوند مشر جميل کرزي د اصلاحاتو او همپالنې له ټيم څخه خپل ملاتړ اعلان کړى او له خپلو ملاتړ کوونکو يې غوښتي، چې له دغه ټيم څخه ملاتړ وکړي.نوموړي، چې د ولسمشر کرزي له خپلوانو شمېرل کېږي، وويل چې د ځوانانو د پيوستون ګوند په هېواد کې له ډېرې څېړنې او دقيقې مطالعې وروسته، دغې پايلې ته رسېدلى، چې د ډاکټر عبدالله له ټيم خپل ملاتړ اعلان کړي.
د ويلو ده، چې سبا (د غبرګولي لومړۍ نېټه) به د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منځ د دوهم پړاو ټاکنو کمپاينونه پيل شي او شل ورځې به دوام وکړي او د ولسمشرۍ دوهم پړاو ټاکنې به د غبرګولي مياشتې په ٢٤مه تر سره شي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.