احمد ضیاء مسعود: بخاطر ایجاد دولت ملی به تیم تحول و تداوم پیوستم

 
کابل (پژواک،د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٣):د افغانستتان د ولسمشر پخواني لومړني مرستيال احمدضيا مسعود،د ټاکنو په دويم پړاو کې خپل ملاتړ د اشرف غني په مشرۍ د بدلون او تداوم له ټيم څخه اعلان کړ. مسعود نن په هغه ناسته کې، چې د بدلون او تداوم له ټيم سره د نوموړي د يو ځاى کېدو په مناسبت جوړه شوې وه، وويل چې دغه پرېکړه يې له خپلو ملاتړ کوونکو سره تر سلا مشورې وروسته کړې ده.
 احمد ضيا مسعود، د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې د درېيم مخکښ کانديد زلمي رسول، لومړى مرستيال و.
 زلمي رسول، په لومړي پړاو ټاکنو کې تر ماتې منلو وروسته خپل ملاتړ له دويمې مرستيالې حبيبې سرابي سره يو ځاى، د ډاکټر عبدالله له ټيم څخه اعلان کړ.
 مسعود نن په هغه ناسته کې، چې اشرف غني او د هغه دواړو مرستيالانو پکې ګډون درلود، د هغوى د ستاينې ترڅنګ وويل، چې د بدلون او تداوم ټيم له هر ډول قومي اړيکو پرته د سياسي ثبات د ټينګښت او په ټول هېواد کې د امنيت د ټينګښت لپاره مبارزه کوي.
 مسعود وويل: " له ډېرو مشورو وروسته... بالاخره دې پرېکړې ته ورسېدو، چې د ډاکټر صاحب اشرف غني په مشرۍ د بدلون او تحول له ټيم څخه د يوه ملي مډرن دولت د جوړولو، د سياسي ثبات د ټينګښت او په ټول هېواد کې سراسري امنيت ساتلو او د افغانستان د مظلوم ملت د اقتصادي ودې د پياوړتيا لپاره په دويم پړاو ټاکنو کې له دوى سره يو ځاى ګډه مبارزه پيل کړو."
د ولسمشر پخواني مرستيال، له بدلون او تداوم ټيم سره د هغه د يو ځاى کېدو دليل د يوه ملي دولت جوړول په ګوته کړل، تر څو د نوموړي په وينا، د افغانستان د ټولو قومونو اراده تمثيل کړي او ټول قومونه د هېواد په اداري، سياسي او قضايي جوړښت کې عادلانه ونډه ولري.
 مسعود زياته کړه: " موږ هوکړه کړې، چې له ادارې فساد، د ښې حکومتوالۍ په رامنځته کولو، ښه اقتصادي ژوند، غوره امنيت، زموږ د ځوانانو لپاره د غوره ښوونې او روزنې برابرول او ټول ملت ته په خدمت کولو سره به ګډه مبارزه وکړو."
 نوموړي، قومي مبارزې او قوم پالنه د شاته پاتې کېدو لامل وباله او ويې ويل ، چې دا ډول کړنې د هېواد د نه پرمختګ لامل ګرځي.
 مسعود په هېواد کې د مثبت بدلون راوستو لپاره وويل: " زه د افغانستان له ټول شريف ملت څخه غواړم، چې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټيم ته رايه ورکړي، تر څو د هېوادو د وګړو په ژوند کې ژور بدلونونه رامنځته کړو."

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.