Runoff campaign kicks off tomorrow

 
کابل (پژواک ٣١ غويى ٩٣): ټاکل شوې سبا ته د ولسمشرۍ ټاکنو دوه مخکښې څېرې (ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزى) خپلې ټاکنيزې مبازرې پيل کړي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون، دا ځل د دويم پړاو ټاکنو نوماندانو ته د ټاکنيزو مبارزو لپاره دوه اونۍ وخت ورکړى او دغو نوماندانو په لومړي پړاو ټاکنو کې هم دوه مياشتې کمپاينونه تر سره کړي دي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون وياند نورمحمد نور نن کابل کې خبريالانو ته وويل، چې د ولسمشرۍ ټاکنو مخکښ نوماندان خپلو ټاکنيزو مبارزو ته نن د شپې له ١٢ بجو وروسته دوام ورکولى شي او د خلکو د ډاډ ترلاسه کولو لپاره  خپل راتلونکي پروګرامونه له هغوى سره شريکولى شي.
نور زياته کړه: "د ټاکنو خپلواک کميسيون، له دواړو نوماندانو، د هغوى له ملاتړ کوونکو او ټاکنيزو دفترونو غوښتي، چې په هېواد کې د نافذه قوانينو په چوکاټ کې حرکت وکړي او د ښار او چاپېريال پاکي ته هم بايد پام وکړي او که کله هم بلبورډونه او تصويرونه لګوي، نو له ښارواليو سره بايد همغږه وي."
د ټاکنو د مهالوېش له مخې، د دوو مخکښو نوماندانو تر منځ د ولسمشرۍ دوهم پړاو ټاکنيزې مبارزې د ټاکنو د تر سره کېدو تر نېټې دوه ورځې وړاندې د غبرګولي په ٢١ مه پاى ته رسېږي.
نور زياته کړه، نوماندانو د ټاکنو کميسيون له غوښتنې وروسته، لومړي پړاو ټاکنو کې د تر سره شويو يو لړ درغليو او تېروتنو په اړه اقدام کړى دى.
نوموړي وويل: "موږ د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په لومړي پړاو ټاکنو کې ډېرې ستونزې نه درلودې، يعنې ډېرې معياري او ډېرې منظمې پر مخ لاړې، خو په دې کې هم شک نشته چې يو لړ درغلۍ او تېروتنې په کې وشوې، چې هغه هم پر خپلې ټاکلې مودې د ټاکنيزو شکايتونو له کميسيون سره مطرح شوې او دغه کميسيون هم په دې اړه خپل اجراات وکړل."
د ټاکنو کميسيون وياند، ولايتونو ته د ټاکنو د اړينو توکو د لېږد په اړه وويل، چې دغه لړۍ له پلان سره سمه پر مخ ځي او د توکو د لېږد لومړۍ برخه به سبا ناوخته د هېواد ٣٤ ولايتونو ته بشپړه شي.
نور زياته کړه، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون به (د غبرګولي په ٢مه) له ولايتونو څخه ولسواليو او کليو ته د توکو لېږد پيل کړي او دغه لړۍ به د غبرګولي مياشتې تر ٢٣مې نېټې پورې پاى ته ورسېږي.
ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي مياشتې په ٢٤مه تر سره شي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.