Dostum, Hamdard decide to bury the hatchet

 
کابل (پژواک ٢٩ غويى ٩٣): د هېواد د دوو مخکښو څېرو جنرال عبدالرشيد دوستم او جمعه خان همدرد ترمنځ څو کلنۍ شخړه نن هواره او د پاى ټکى ورته کېښودل شو.
جنرال عبدالرشيد دوستم د جنبش ملي اسلامي ګوند مشر او د ولسمشرۍ په اوسنيو ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني په مشرۍ د تحول او تداوم د ټيم لومړى مرستيال دى؛ جمعه خان همدرد بيا د حزب اسلامي يو مخکښ غړى او اوسمهال د پکتيا د والي په توګه دنده ترسره کوي.
د پکتيا د والي وياند روح الله سمون نن ناوخته پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي په واسطه د جنرال دوستم او جمعه خان همدرد ترمنځ څو کلنه شخړه پاى ته ورسېده.
ده زياته کړه: "شاوخوا ٧ کاله وړاندې، کله چې جمعه خان همدرد د جوزجان والي و، نو د سوء تفاهماتو له امله د جنرال عبدالرشيد دوستم پلويانو په هغه وخت کې د همدرد پر خلاف مظاهرې وکړې، چې په ترڅ کې يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم واوښته."
خو هغه وايي، نن ماښام د دواړو ترمنځ روغه جوړه وشوه او په راتلونکي کې په ځانګړي ډول د ولسمشرۍ د دوهم پړاو په ټاکنو کې به په ګډه کار کوي او د ورورګلوۍ په فضا کې به يو له بل سره همکاري کوي.
دغه راز د ډاکټر اشرف غني احمدزي په فېسبوک پاڼه کې هم راغلي، چې همدا مهال (د ماخوستن اته نيمې بجې) د هېواد د دوو مطرحو سياستوالو او شخصيتونو، هر يو جنرال عبدالرشيد دوستم او جمعه خان همدرد ترمنځ د سوء تفاهماتو د لرې کولو غونډه ترسره شوه.
سرچينې زياته کړې، دا غونډه د اشرف غني احمدزي په کور کې جوړه شوې وه، چې لسګونو ديني علماوو، قومي مشرانو او سپين ږيرو په کې ګډون کړى دى.
په دې پاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو پر همکارۍ او د دوستانو اړيکو په لا پياوړي کولو ټينګار وکړ.
بايد وويل شي، چې لس ورځې وړاندې (د غويي ١٩مه) د قاضي محمدامين وقاد په مشرۍ د حزب اسلامي افغانستان د شوراګانو اتحاد، ولسمشريزو ټاکنو ته له کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ وکړ.
جمعه خان همدرد هم د دې شورا غړيتوب لري.
ټاکل شوې دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه تر سره شي، چې دوه مخکښ کانديدان ډاکټر اشرف غني احمدزى او ډاکټر عبدالله عبدالله به په کې سيالي کوي.
اوسمهال دواړه کانديدان هڅه کوي، چې ولسمشرۍ ته د ځان رسولو په موخه، له بېلابېلو مطرحو سياسي کړيو سره وګوري او ملاتړ يې را جلب کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.