Nasiri tribe vows support to Ahmadzai

 
کابل (پژواک ٥ غبرګولى ٩٣): د ناصرو دقوم شورا او دغزني يو شمېر اوسېدونکو، د ډاکټر اشرف غني په مشرۍ د تحول او تدوام له ټيم څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
 ډاکټر اشرف غني احمدزى او ډاکټر عبدالله د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو مخکښ کانديدان دي.
 د ناصرو قوم سراسري شورا مشر حاجي نجيب الله ناصري، په هغه غونډه کې چې د شاوخوا ٣٠٠ تنو په ګډون نن د اشرف غني احمدزي په کور کې تر سره شوه، وويل چې دغې شورا له ډېر غور او فکر وروسته پرېکړه کړې، چې په پراخه ډول په راتلونکو ټاکنو کې ګډون  وکړي او خپله رايه  اشرف غني احمدزي ته ورکړي.
 هغه له اشرف غني احمدزي سره ژمنه وکړه، چې د دوى قوم به د رايې د ورکړې تر څنګ د ټاکنو له لړۍ هم څار وکړي.
 هغه زياته کړه، چې دغه شورا د هېواد په ٢٥ ولايتونو کې فعاله دفترونه لري او د دغو دفترونو پر مټ به د ټاکنو له لړۍ په ښه توګه  څار وکړي.
 ناصري څرګنده کړه، چې دغه قوم د پيسو او يا هم واک تر لاسه کولو په موخه له اشرف غني ملاتړ نه دى اعلان کړى، بلکې د هېواد د برياليتوب او خير په موخه يې دغه پرېکړه کړې ده.
هغه خلکو ته په خطاب کې وويل: " يوه ورځ مو د هېواد د خپلواکۍ په موخه له دغې ګوتې کار اخيسته، خو اوس له دغې ګوتې بايد د خپل برخليک په ټاکلو کې ګټه واخلو."
 د دغې شورا غړو له ډاکټر اشرف غني وغوښتل، چې د برياليتوب پر مهال تر ډېره بريده د امنيت د ټينګښت، سولې، د پوهنې او لوړو د زده کړو د ودې لپار کار وکړي.
 اشرف غني احمدزي هم په دې غونډه کې وينا وکړه او ويې ويل، چې په ټاکنو کې د برياليتوب پر مهال به ټول شموله حکومت رامنځته کړي، چې د افغانستان ټول قومونه به پکې شامل وي.
 د هغه په وينا، په ټاکنو کې د برياليتوب پر مهال به د خلکو د واک حکومت رامنځته کړي، د امنيت په ټينګښت کې به هڅه وکړي، سيمه ييزو ادارو ته به ډېر واک ورکړي او ځوانانو ته به په هر برخه کې د کار زمينه برابره کړي.
 احمدزي د رڼو او عادلانه ټاکنو د تر سره کېدو غوښتنه وکړه او له خپلو ټولو ملاتړ کوونکو يې وغوښتل، چې د ټاکنو له پروسې او شمېرنې په ښه توګه څار وکړي، ځکه د دوى لوى دښمن به يواځې درغلۍ وي.
همدارنګه د غزني يو شمېر اوسېدونکو هم د کابل د پخواني والي حاجي دين محمد په کور کې،د تحول او بدلون له ټيم څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
  د سيدعبدالحميد حسن په نوم يوه مشر د لسګونو کسانو په منځ کې د خبرو پر مهال خبريالانو ته وويل، چې  دوى له اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلانوي.   
نوموړي اشرف غني احمدزى، د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره غوره شخص او د نړۍ دويم متفکر وباله او زياته يې کړه، چې راتلونکې ټاکنې د افغانانو لپاره ډېرې مهمې او برخليک ټاکونکې دي.
 حاجي دين محمد، د برياليتوب په برخه کې د تحول او بدلون له ټيم سره ددغو کسانو يوځاى کېدل يو مثبت ګام وباله او هيله يې څرګنده کړه، تر څو دغه ټيم بريالى شي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.