Add new comment

Fuelling racism intolerable: Abdullah

 
ګردېز (پژواک ٣ غبرګولى ٩٣): د ولسمشريزو ټاکنو کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چې قومي تعصبونو ته لمن ووهي.
عبدالله دا څرګندونې د غبرګولي په ٣مه  پکتيا ولايت کې د يوې غونډې پر مهال وکړې.
دغه غونډه د ګردېز ښار په مرکزي لوبغالي کې جوړه شوې وه، چې د نوموړي کانديد پر مرستيالانو او هغه ته نږدې مشرانو سربېره په کې سلګونه ځايي اوسېدونکو برخه اخيستې وه.
په غونډه کې ويناوالو د همپالنې پر مسايلو خبرې وکړې او له خلکو څخه يې وغوښتل، چې په دويم پړاو ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي او د اصلاحاتو او همپالنې ټېم ته رايه ورکړي.
په پکتيا کې د عبدالله د ټاکنيز دفتر مشر عبدالرحمن منګل وويل، د اصلاحاتو او همپالنې ټېم په ټولو کانديدانو کې مخکښ دی او د نورو  ولايتونو په څېر په پکتيا کې زيات ملاتړي لري.
منګل وويل، د دغه ټېم په برياليتوب سره به په افغانستان او په ځانګړې توګه پکتيا کې د بيارغونې ترڅنګ په  نورو برخو کې  زياته پاملرنه وشي.
د ولسمشريزو ټاکنو لپاره کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلو خبرو پر مهال له خلکو سره د مرستې او کار پيدا کولو په برخو کې خپلې ژمنې تازه کړې.
دغه کانديد وويل، چې بريالى شي، پکتيا ولايت کې به د مچلغو بند ته پاملرنه  وکړي او دا ولايت به له دويمې درجې لومړۍ هغې ته لوړ کړي.
ډاکټر عبدالله وايي: ((د افغانستان ټولو قومونو، مذهبونو او ژبو ته درناوی لرم. د کاميابېدو په صورت کې به چا ته اجازه ورنه کړم، چې د يادو مسايلو پر ضد کار وکړي.))
ده له پکتياوالو مننه وکړه، چې په لومړي پړاو ټاکنو کې يې ده ته رايه ورکړې او ترې ويې غوښتل، چې په دويم پړاو کې هم رايه ورکړي.
د عبدالله عبدالله دواړو مرستيالانو هم په دې غونډې کې د خبرو پر مهال په بېلابېلو برخو کې د ژمنو تر څنګ له پکتياوالو غوښتنه وکړه، چې په دويم پړاو ټاکنو کې رايه ورکړي.
د دويم پړاو ټاکنو لپاره ټاکنيزې مبارزې د پنجشنبې په ورځ پيل شوې او ټاکل شوې ، چې ٢١ ورځې نور هم دوام وکړي.  
دويم پړاو ټاکنې به د دوو مخکښو کانديدانو تر منځ د غبرګولي په ٢٤مه ترسره شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.