Add new comment

Ex-jihadi Leader supports Ahmadzai

 
کابل، ګردېز (پژواک ٢ غبرګولى ٩٣): جهادي مشر انجنير احمدشاه احمدزي او د احمدزيو د قوم مشرانو د ولسمشرۍ له کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.په هغې غونډه کې ، چې نن له غرمې مخکې په کابل کې د اشرف غني احمدزي په کور کې جوړه شوې وه، د احمدزيو د قوم سلګونو مشرانو ګډون کړى وو.
په دې غونډه کې د اقتدار اسلامي افغانستان ګوند مشر او پخواني لومړي وزير انجنير احمدشاه احمدزي هم خبرې وکړې او له ډاکټر اشرف غني څخه يې خپل ملاتړ څرګند کړ.
هغه له خپلو ملاتړو وغوښتل، چې د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې خپله رايه اشرف غني احمدزي ته ورکړي.
دغه جهادي شخصيت د هېواد ټولو وګړو ته په خطاب کې وويل، چې د سولې د ټينګښت، د هېواد د پرمختګ او ابادۍ په موخه د ډاکټر غني ترڅنګ ودرېږي.
په دې ناسته کې د مشرانو جرګې پخواني غړي او د احمدزيو د قوم د سرتاسري شورا د مشرتابه غړي ډاکټر عبدالولي احمدزي وويل، له ډېرو سلا مشورو وروسته يې پرېکړه وکړه، چې د ولسمشرۍ د ټاکنو په دويم پړاو کې هم له اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړي.
نوموړي، ډاکټر اشرف غني د ولسمشرۍ لپاره مناسب شخص وباله او زياته يې کړه، چې افغانستان په حساسو شرايطو کې قرار لري او له ستونزو سره مخ دى؛ اشرف غني کولى شي چې هېواد له دغه روان وضعيت څخه راوباسي.
په دې غونډه کې، اشرف غني احمدزي د تحول او تداوم له ټيم څخه د احمدزيو د قوم د ملاتړ مننه وکړه او ويې ويل، چې په راروانو ټاکنو کې حکومتي چارواکي بايد خپل بې پلويتوب وساتي او ټاکنيز کمېسيونونه دې د ټاکنو د روڼوالي لپاره هڅې وکړي.
دغه راز د کابل د چهاراسياب ولسوالۍ اوسېدونکو هم، د يوې غونډې په ترڅ کې خپل ملاتړ د ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم له ټيم څخه اعلان کړى دى.
د يو بل خبر له مخې، په پکتيا ولايت کې د تحول او تداوم د ټيم غړو له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې په دويم پړاو ټاکنو کې دې له جګړې لاس واخلي او خپله دې هم په ټاکنو کې ګډون وکړي .
دوی دغه خبرې نن په ګردېز ښار کې  د ياد ټيم د ځوانانو د ډلې د جوړېدو په غونډه کې وکړې ، چې لسګونو ځوانانو په کې برخه اخيستې وه.
په پکتيا کې د دې ډلې يوه مشر محمد الرحمن قادري وويل: "موږ پر وسله والو طالبانو غږ کوو، چې په دويم پړاو ټاکنو کې دې خلک دې ته پرېږدي، چې رايه وکاروي او هم دې خپله په ټاکنو کې برخه واخلي ."
نوموړي وويل ،چې دويم پړاو ټاکنې د ولس لپاره ډېر ارزښت لرونکې دي او له وسله والو سربېره دې نور خلک هم هڅه وکړي، چې خامخا په کې ونډه واخلي .

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.