ټاکنيزې مبارزې

ترينکوټ (پژواک، ۴ وږى ۹۸): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د دولت جوړونې ټاکنيز ټيم په کمپايني غونډه کې د نورو ګډوالو تر څنګ د يو شمېر رييسانو په ګډون ګڼ دولتي مامورينو هم برخه اخيستې وه.
دغه ټاکنيزه کمپايني غونډه تېره ورځ  په مرکز ترینکوټ ښار کې د اشرف غني په ملاتړ جوړه شوې وه چې برخوالو یې په راتلونکو ټاکنو کې له ياد ټیم څخه د ملاتړ ژمنه وکړه.
په غونډه کې د دغه ولایت د مخورو، قومي مشرانو، کلیوالي ملکانو او عامو کسانو تر څنګ دولتي مامورينو هم برخه اخیستې وه.

کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۹۸): د ټاکنو پر سلامتیا د څار بنسټونو شبکه په دې اړه د وضاحت غوښتنه کوي چې ایا سولې ته لومړیتوب ورکول کېږي که ټاکنو ته او ادعا کوي چې دوه حاکم ټيمونه له دولتي امکاناتو استفاده کوي.
د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله په ګډون ۱۶ نوماندان په ټاکنیزو سیالیو بوخت دي.  

کابل (پژواک،۲۴ زمری ۹۸): د عبدالطیف پدرام په مشرۍ د (ازادۍ، عدالت او امنیت) ټاکنیز ټکټ نن په رسمي ډول ټاکنیزې سیالۍ پیل کړې او وايي، د بریالیتوب په صورت کې به د نظام جوړښت تغییر کړي.

 

کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو شپږم نوماند سید نورالله جلیلي نن په یوه ناسته کې خپلې ټاکنیزې سیالۍ پيل کړې او ویې ویل، د بریا په صورت کې به انحصار غوښتنه پای ته رسوي.

 

کابل (پژواک، ١٢ زمری ٩٨): د امنیت او عدالت ټاکنيز ټیم مشر د دې ترڅنګ چې وايي، د هېواد ورک شوى امنيت او له لاسه تللى عدالت بيا راوستل غواړي، زياتوي چې د سولې لپاره افغانانو قربانۍ ورکړې دي، خو نن یې برخلیک د نورو له خوا په قطر کې ټاکل کېږي.

 

 کابل (پژواک،۱۰ زمری ۹۸): حکمتيار وايي، ځينې کسان هڅه کوي په ټاکنو کې د ولس ګډون محدود، له دولتي امکاناتو او صلاحيتونو د پراخو درغليو لپاره کار واخلي او د پراخو درغليو لپاره يې د مهندسۍ کولو هوډ کړی دی.

 

کابل (پژواک، ۸ زمری ۹۸): د ټاکنیزو منډو ترړو په درې لومړيو ورځو کې د ټاکنو یوازې درې نوماندانو په کابل ښار کې او محدود شمېر يې په ځينو ولایتونو کې د عکسونو په ځړولو، خپلې سيالۍ پيل کړې دي؛ خو په ډېرو ولایتونو کې تراوسه د کمپاينونو نښې نښانې نه تر سترګو کېږي.

 

 کابل (پژواک، ۷ زمری ۹۸): د ولسمشرۍ نوماندانو د ټاکنیزو منډو ترړو په پروګرامونو کې د حکومتي چارواکو حضور او په ټولنیزو شبکو کې له ځانګړو نوماندانو ملاتړ، پر ټاکنو د څار بنسټونو او هېوادوالو اندېښنې راولاړې کړې دي.

 

کابل (پژواک، ٧ زمرى ٩٨): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (يوناما) د ولسمشرۍ ټاکنو له کانديدانو غوښتي چې خپل کمپاینونه له قانون سره سم پر مخ بوځي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (يوناما) له خوا د زمري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي،  په داسې حال کې چې پرون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د کمپاین دوره پیل شوې، له ټولو کاندیدانو او د هغوی له پلویانو هیله کېږي چې خپل کمپاینونه د ټاکنو د قانون، د کاندیدانو لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کړنلارې او د ټاکنو کمېسیون له خوا د منل شوو اصولو پر اساس په عادلانه توګه ترسره کړي.

کابل (پژواک، ۶ زمری ۹۸): د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عنایت الله حفیظ له خپلو لسګونو پلویانو سره د خپلو ټاکنیزو سیالیو لومړۍ ورځ د کابل ښار د شپږمې او دیارلسمې حوزې پر پاکۍ پيل کړه.

 

Pages

Subscribe to ټاکنيزې مبارزې