کابل (پژواک، ۸ زمری ۹۸): د ټاکنیزو منډو ترړو په درې لومړيو ورځو کې د ټاکنو یوازې درې نوماندانو په کابل ښار کې او محدود شمېر يې په ځينو ولایتونو کې د عکسونو په ځړولو، خپلې سيالۍ پيل کړې دي؛ خو په ډېرو ولایتونو کې تراوسه د کمپاينونو نښې نښانې نه تر سترګو کېږي.
د  روان کال تلې په شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ۱۸ نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې سيالۍ د زمري په شپږمه پيل شوي او دوه مياشتې به دوام ومومي.
د ټاکنیزو منډو ترړو په لومړۍ ورځ د ولسمشرمحمد اشرغني د ((دولت جوړونې)) او د حکومت اجرایيه رييس  ډاکټرعبدالله عبدالله د ((ثبات او همپالنې)) ټيمونو په کابل کې لويې غونډې ترسره کړې.
دغه راز په ورته وخت د ((ملت خادمانو)) په نوم د عنایت الله حفیظ ټاکنیز ټيم د کابل په لوېديځ کې د حشر پروګرام له لارې خپله کمپايني سيالي پيل کړه.
خو په تېرو دوو ورځو کې د ۱۸ نوماندانو له لوري په مرکز او ولایتونو کې هېڅ راز ټاکنیزې سیالۍ نه دي ترسره شوې.
د پژواک خبري اژانس خبریالان له مرکز او زیات شمېر ولایتونو څخه راپورونه ورکوي چې تراوسه په مرکز او ځينو ولایتونو کې د محمد اشرف غني، ډاکټرعبدالله عبدالله او د ((سولې او اعتدال)) ټیم نوماند محمد حنیف اتمر عکسونه ليدل کېږي؛ خو ډېر شمېر نوماندانو تر دې دمه خپلې دا ډول ټاکنیزې سيالۍ نه دي پيل کړي.
د پژواک خبريالان له سمنګان، بلخ، باميان، کندوز، فاریاب، ننګرهار، بدخشان، نيمروز، جوزجان، دايکنډي، پکتيا، خوست او کونړ ولایتونو څخه راپورونه ورکوي چې د یادو ولایتونو له ډلې د محدود شمېر ولایتونو په مرکزونو کې  د محمد اشرف غني او حنیف اتمرعسکونه نصب شوي دي؛ خو په ډېرو نورو ولایتونو کې بيا د ټاکنیزو مبارزاتو څرک هم نه ترسترګو کېږي.
 ولې نوماندانو کمپاین نه دی کړی؟
د محمد حکيم تورسن ((موږعمل کوو، شعار نه ورکو)) ټاکنیزټيم پژواک خبري اژانس ته وویل: ((زموږ کمپاينونه خود جوشه دي، موږ غاصبين نه یوو، فاسد نه یوو چې پيسې او ډوډۍ ورکړو؛ موږ غواړو چې د پيسو او ډوډۍ ورکولو فرهنګ له منځه یوسو، خلکو ته پیغام ورکو چې رایه مو ارزښت لري، هغه د زرو افغانیو په بدل کې مه پلورئ.))
نوموړي زیاته کړه هوډ لري چې خلکو ته ورشي او خپل پروګرامونه ولس ته معرفي کړي؛ خو کومې غونډې چې په هوټلونو  او نورو ځايونو کې ترسره کېږي او پيسې لګول کېږي، مخنیوی یې کوي.
تورسن د دې پوښتنې په ځواب کې چې تر اوسه یې ولې خپل عکسونه په مرکز او ولایتونو کې نه دي نصب کړي؟ وویل چې عسکونه يې د چاپېدو په حال کې دي او په بېلابېلو سيمو کې به نصب شي.
خو نوررحمان ليوال د ((مسوولیت او عدالت)) ټاکنیز ټیم نوماندان وویل چې د عکسونو او پوسترونو لګولو مخالف دی.
هغه هم وویل چې له هغوغونډو او مجلسونو سره چې سلګونو کسانو ته په کې پيسۍ او ډوډۍ ورکړل شي سخت مخالفت لري او دا ډول کمپاينونه د هغه په پروګرام کې ځای نه لري.
نوموړي زياته کړه، خلکو او د هغه پلويانو ورسره ژمنه کړې چې په مرکز او ولایتونو کې به ورته د ټاکنيز کمپاین دفترونه پرانيزي.
هغه وویل: ((غواړم چې د خلکو زړونو ته لار وکړم، له خلکو سره واوسم، خلک زما د پروګرام او کړنو له مخې ما وټاکي، نه د پيسو او ډوډۍ وېش له مخې.))
یادو داوړو نوماندانو، په ټاکنیزو منډو ترړو کې د ډاليو، پيسو او ډوډۍ وېش د اخلاقو خلاف او په غیرمستقیم ډول یې د بډو اخيستو ته هڅول بولي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي چې هر نوماند کولی شي په خپل ټاکنیزکمپاین کې تر ۴۴۲ ميليونه افغانۍ ولګوي.
د مرکز او ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې د ټاکنیزو سياليو د پیکه توب خبره کوي او وایي چې خلک د ټاکنو پر نوماندانو بې باوره شوي دي او ډېرلږ شمېر زړه ښه کوي چې د هغوی په پروګرامونو کې برخه واخلي.
د بغلان اوسېدونکي حاجي سکندرپژواک ته وویل: ((تر اوسه زموږ په ولایت کې د نوماندانو له لوري هېڅ بېلبورډ نه دي نصب شوي، خلک هم زیاته ليوالتيا نه لري څو د نوماندانو له پروګرامونو خبر شي.))
د هرات ولایت اوسېدونکي جلیل مایار په دې باور دی چې د ټاکنیزو منډو ترړو کمرنګي د ټاکنو نوماندانو پر کمزورتیا دلالت کوي، باید له کمپاينونو څخه وړاندې پروګرام پیل او اوس عملي شوی واى .
ټاکنیز بنسټونه، د ټاکنیزو سياليو پيکه توب له امنیتی ستونزو او د رڼو ټاکنو په اړه د نوماندانو له بې باوري سره تړلی بولي.
د افغانستان د ازادو او عادلانو ټاکنو بنسټ (فيفا) اجرایي مشر یوسف رشيد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کمپاينونو پيکه والی څو لوی لاملونه لري.
نوموړي زياته کړه چې ناامني، د زرغون بهير پر دفتر برید، پر رڼو ټاکنو د نوماندانو بې باوري، د نوماندانو اقتصادي ستونزې او د سولې خبرې اترې د دې لامل شوي څو نوماندان کمپاین و نه کړي.
هغه وویل: ((لاهم نوماندان دوه زړې دي او وايي چې د سولې خبرې کوم ځای ته رسېدلي او ښايي ټاکنې وځنډېږي نو ځکه کمپاین نه کوي او دغه راز ځينې نوماندان لاهم د ټاکنو پر روڼتیا باور نه لري.))
نوموړي زياته کړه چې د دې بنسټ د څېړنو له مخې، په ځينو ولایتونوکې د درې ټاکنیزو ټکټونو عسکونه نصب شوي دي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.