کابل (پژواک،۱۰ زمری ۹۸): حکمتيار وايي، ځينې کسان هڅه کوي په ټاکنو کې د ولس ګډون محدود، له دولتي امکاناتو او صلاحيتونو د پراخو درغليو لپاره کار واخلي او د پراخو درغليو لپاره يې د مهندسۍ کولو هوډ کړی دی.
د حزب اسلامي مشر او د سولې او اسلامي عدالت د ټاکنيز ټکټ مشر ګلبدين حکمتيار نن په کابل کې د خپلو ټاکنيزو سياليو د پيل په لومړۍ ورځ په کابل کې وويل، ژمنه يې کړې چې د ټولنې او نظام په اقتصادي، سياسي او ټولنيزو برخو کې به ژور بدلون راولي او د مفسدو او لوټمارو کسانو پر ځای مومنو او وطنپالو کسانو ته ځای ورکوي.
ټاکل شوې ولسمشريزې ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي او د ټاکنو له مهالوېش سم د ولسمشريزو ټاکنو، ټاکنيزې سيالۍ تېره يکشنبه (د زمري په شپږمه) پيل او تر دوو مياشتو به دوام وکړي.
حکمتيار وايي: "باور لرم دا ځل به انتخابات شفاف او عادلانه وي، که پراخ تقلب ونه شي او هېڅ واجد شرايط افغان د رايې ورکولو له حق نه محرومه نه شي؛ نو دا ځل به هم خپلو حريفانو ته ماته ورکړي، مثبت او رغنده بدلون به راولي."
هغه زياتوي، يواځې هغه څوک به بريالی ګڼل کېږي چې ولس پرې باور کړی او اکثريت ورته رايه ورکړې وي.
خو حکمتيار وايي:" داسې معلوميږي چې ځيني لا مصمم دي چې مخکينۍ او خونړۍ تجربې بيا بيا تکرار کړي، مصمم دي د پراخ تقلب لپاره يې مهندسي کړې ده؛ غواړي د ولس مشارکت محدود او ډېری افغانان په انتخاباتو کې له برخې اخيستلو محروم کړي، له دولتي امکاناتو، رسوخ، نفوذ، وسايلو او صلاحيتونو څخه د پراخ تقلب لپاره استفاده وشي."
هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل: "دوی نه غواړي عادلانه او شفاف انتخابات ترسره شي، په انتخاباتو باور نه لري."
په ورته وخت کې د سولې او اسلامي عدالت د ټاکنيز ټکټ مشر وايي، د جګړې پای ته رسول او د ډاډمنې سولې تامنيول يې له لومړيتوبونو څخه دي، خو زياتوي: "د بهرنيو ځواکونو او د دوی له لوري د تپل شوي حکومت په شتون کې يقينا چې سوله نه شی راتلای؛ دا دوه د دې جنګ او بحران اصلي عوامل دي، يو د بهرنيو ځواکونو حضور او دويم د دوی په لاس تپل شوى حکومت."
همداراز دی زياتوي، د بريا په صورت کې په هېواد د هغو سفيرانو منل چې افغانستان هم په هغه هېواد کې استازي ولري، د اجرايي رياست لغو کول، د ولسمشر د درېيم معاونيت مخنيوی، د سياسي رشوت مخنيوی، د اساسي قانون خلاف د ايجاد شويو بستونو له منځه وړل، د ټولو زندانيانو خوشې کول، د "غلامۍ او اسارت" قراردادونه سوځول او د هغو فرمانونو لغو کول چې د اسلامي شريعت، اساسي قانون او پارلمان پرته لاسليک شوي وي؛ له مهمو کړنو څخه يې دي.
حکمتيار زياتوي: "له شفافو انتخاباتو پرته ديموکراسي يو غولوونکی شعار دی، يواځې انارشيزم زېږوي او له ځواکمنو سياسي احزابو پرته پارلمان او داسې حکومت رامنځته کوي چې سهامي شرکت ته ورته وي...ازادي، خپلواکي، ملي حاکميت او ارضي تماميت زموږ ستر اهداف او سرې کرښې دي."
دی وايي، د هغو پر وړاندې به د تل په څېر کلک درېږي چې د افغانانو خپلواکي او ملي حاکميت ګواښي او سلبوي يې.
د حزب اسلامي مشر وايي: "زموږ له نظره انتخابات بديل نه لري، جګړه له دې پرته پای ته نه شي رسېدلی چې جنګ کې ښکېلې کورنۍ او بهرنۍ خواوې دا ومني چې نظام او حکومت بايد د افغانانو په خوښه وي... راشئ له ټاکنو د بحران د حل ډاډمنه او دايمي وسيله جوړه کړو؛ صادقانه تصميم ونيسو چې شفاف، عادلانه او له تقلب، جعل او تزوير څخه پاک انتخابات ترسره کړو.
 

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.