Add new comment

 کابل (پژواک، ۷ زمری ۹۸): د ولسمشرۍ نوماندانو د ټاکنیزو منډو ترړو په پروګرامونو کې د حکومتي چارواکو حضور او په ټولنیزو شبکو کې له ځانګړو نوماندانو ملاتړ، پر ټاکنو د څار بنسټونو او هېوادوالو اندېښنې راولاړې کړې دي.
ټاکل شوې چې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال تلې په شپږمه ترسره شي او د ولسمشرمحمد اشرف غني او اجراييه رييس ډاکټرعبدالله عبدالله په ګډون اتلس تنه د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوماندان شوي دي.
د نوماندانو ټاکنیزې سيالۍ، پرون (زمري ۶مه) پيل شوې او ټاکل شوې چې د تلې تر درېيمې دوام وکړي.
د ډاکټرعبدالله ټاکنیزو منډو ترړو کې د حکومتي چارواکو ونډه
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني، پرون د ډاکټر عبدالله عبدالله د (ثبات او همپالنې ډلې)  ټاکنیزو سیالیو لومړۍ ورځ کې ګډون کړی و.
د ثبات او همپالنې ډلې د ټاکنیز کمپاین وياند فريدون خوځون وويل چې صلاح الدین رباني د اسلامي جمعيت مشر دی او ددې ګوند په استازيتوب يې د ډاکټرعبدالله عبدالله په ټاکنیزکمپاين کې برخه اخيستې وه.
نوموړي زياته کړه چې له رباني پرته بل هېڅ حکومتي چارواکي په دې غونډه کې ګډون نه درلود.
خو نوموړي له جزییاتو ورکولو پرته وویل چې ځينې چارواکي د يو شمېرنوماندانو په ټاکنیزو سيالیو کې برخه اخلي.
د حکومت اجراييه رياست وياند مجیب الرحمن رحیمي هم د ثبات او همپالنې ډلې د تېرې ورځې ټاکنیز کمپاين عسکونه په خپله فېسبوک پاڼه کې خپاره کړي دي.
د اجراييه رياست سلاکار پاينده حکمت صافي هم په خپله فیسبوک پاڼه کې د ډاکترعبدالله له خولې ليکلي دي: ((موږ د خلکو له منځه راولاړ شوي یو او له خلکو سره به یو او د خلکو لپاره کار کوو.))
د عبدالله پرضد د غني پلويانو تبليغات
په فرهنګی چارو کې د ولسمشرسلاکار شاه حسین مرتضوي په خپله فیسبوک پاڼه کې ليکلي دي: ((ډاکټرصاحب عبدالله د هغو کسانو له ډلې دی چې په اوونۍ کې یوه ورځ کارکوي، د چهارشنبې په ورځو هند ته ځي، يکشنبه بېرته راځي، د دوشنبې په ورځ د وزيرانو شورا غونډه جوړوي، سه شنبه ورځ هند ته د سفر لپاره چمتووالی نيسي.))
د سولې عالي شورا ویاند جاوید احمد غفور، په خپله فیسبوک پاڼه کې ليکلي، ډاکټرعبدالله د دې پرځای چې خپل پروګرام تشریح کړي، د پروګرام نشتون له امله پر ولسمشر نیوکه کوي.
  نوموړي دغه راز ليکلي دي: ((ډاکټرعبدالله د ویلو لپاره هيڅ نه لري، منفي خبرې کوي؛ خو دا ښاغلی نه پوهېږي چې پنځوس سلنه په حکومت کې شريک دی.))
د ټيفا اندېښنه
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (ټيفا) مشر محمد نعیم ایوب زاده هم وويل: ((د ټاکنیزو کمپاينو له پیل څخه زموږ موندنې ښيي چې ډېرشمېر لوړپوړي او ټيټ پوړي چارواکي له دولتي واک او امکاناتو څخه په ګټې اخيستنې په کمپاينونو کې برخه اخيستې وه.))
نوموړي زياته کړه: ((دې کار موږ سخت اندېښمن کړي یوو او که دا بهیر دوام وکړي، د ټاکنو پر پایلو باور ته زیان اوړي او د نوماندانو ترمنځ به د بې باوري فضا رامنځ ته شي.))
هغه وویل چې تېره ورځ د محمد اشرف غني او عبدالله په ټاکنیزو سياليو کې د حکومتي چاراکو ګډون او په ټولنیزو شبکو کې د ځينو نورو چارواکو څرګندونې، ټاکنیزې سرغړونې دي.
د نوموړي په وينا، د ټاکنیزو شکايتونو کمېسيون او د ټاکنوخپلواک کمېسيون د رسنيو کمېټه باید له یادو کسانو سره د رفتاري اصولو پربنسټ چلند وکړي.
د هغه په خبره، ټاکنیز کمېسيونونه کولی شي څو په ټاکنیزو ډلو فشار راوړي چې په ټاکنیزو سيالیو کې دولتي کارمندانوته د ګډون اجازه ور نه کړي.
نوموړي وویل چې ټاکنیز کمېسيونونه باید له ځنډ پرته اقدام وکړي او نورو سرغړونو ته دې اجازه نه ورکوي.
د کابل ښار اوسېدونکي محمدزمان په دې اړه وویل: ((زه نه پوهېږم چې د نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې سيالۍ پیل شوي او يا په ټولنيزو شبکو کې د حکومت ويندويانو او دولتي کارمندانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ دي.))
د نوموړي په وينا، دولتي کارکونکي او د اداراتو ويندويان بايد په ټاکنیزو منډو ترړو او ټاکنو کې د بې پريتوب اصل په پام کې ونيسئ.
 دغه راز د حکومت اجراييه رييس ډاکټرعبدالله عبدالله چې نن يې په سپيدار ماڼۍ کې د وزيرانو شورا په غونډه کې خبرې کولې وويل چې د دولتي ادارو کارکونکي هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو دنده لري او ځانګړي نوماند ته د کمپاين حق نه لري.
نوموړي په دې غونډه کې وزيرانو او نورو چارواکو ته په خطاب کې وویل: ((د ملي يووالی حکومت د کار مودې ترپايه له قانون سره سم خپلو دندو ته دوام ورکړئ او هېڅ څوک درته ویلى نه شي چې د ځانګړي نوماند په ګټه او یا زيان کار وکړئ، ټول پام مو خپل مسووليت او دندې ته ور واړوئ او دا په ټينګار سره له خپلو لاس لاندې کسانو څخه هم وغواړئ.))
له دې وړاندې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون هم د عامه خدمتونو له ټولو کارکونکو غوښتې چې په رسمي کاري ساعتونو او له دولتي امکاناتو څخه دې د هېڅ نوماند په ګټه او یا زيان استفاده نه کوي.
د ټاکنیزو شکايتونو کمېسيون د زمري په ۵ مه د ټاکنو له نوماندانو غوښتنه کړې چې د ټاکنیزو سياليو رفتاري اصول دې په پام کې ونيسي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.