يوناما از هدف قراردادن کارمندان کميسيون انتخابات ابراز تاسف کرد

کابل (پژواک، ٧ زمرى ٩٨): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (يوناما) د ولسمشرۍ ټاکنو له کانديدانو غوښتي چې خپل کمپاینونه له قانون سره سم پر مخ بوځي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (يوناما) له خوا د زمري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي،  په داسې حال کې چې پرون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د کمپاین دوره پیل شوې، له ټولو کاندیدانو او د هغوی له پلویانو هیله کېږي چې خپل کمپاینونه د ټاکنو د قانون، د کاندیدانو لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کړنلارې او د ټاکنو کمېسیون له خوا د منل شوو اصولو پر اساس په عادلانه توګه ترسره کړي.
سرچينې زياته کړې، ټولې ښکېلې غاړې باید د ټاکنو پر بهیر د باور او ډاډ رامنځته کولو لپاره کار وکړي او هیله کېږي چې پیل شوي کمپاینونه به افغانانو ته کافي معلومات او پوهاوی ورکړي څو په پوره پوهاوي خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي.
په خبرپاڼه کې راغلي، رسنۍ د ټاکنو په بهیر کې یو فوق العاده مهم رول ترسره کوي، هماغه ډول چې باید ټول افغانان د سوله ییز او عادلانه کمپایني دورې د رامنځته کولو په برخه کې خپله ونډه ترسره کړي.
يوناما ويلي، ثبت شوي رایې ورکوونکي هڅول کېږي چې په ټاکنو کې برخه واخلي، څو د ښځو په ګډون د افغانستان خلک د خپلو ډیموکراتیکو غوښتنو څرګندولو وړتیا ومومي.
سرچينې زياته کړې، ټولې ډلې باید د ولسمشر د فرمان په ګډون چې حکومتي کارکوونکي او امنیتي ځواکونه یې په ټاکنیزو چارو کې له لاسوهنې منع کړي، د قانون پر اساس چې وايي: ((ټول حکومتي چارواکي له قانوني اړخه مکلف دي چې په حکومت کې خپل کارونه له کمپاینونو څخه جلا او د کوم مشخص کاندید په ګټه له خپل موقف څخه ګټه پورته نه کړي.)) له خپلو مکلفیتونو خبر وي.
یوناما یو ځل بیا د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د ټاکنو ترسره کېدو د ژمنې پر دوام ټینګار کوي او د ټاکنو د مدیریت د بنسټونو له خوا ترسره شوې هڅې تاییدوي او له حکومت او نورو برخه والو غواړي چې د ولسمشرۍ لپاره پر وخت، روښانه او د باور وړ ټاکنې ترسره کړي.
ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمريز کال د تلې په ٦مه ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.