کابل (پژواک، ۶ زمری ۹۸): د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عنایت الله حفیظ له خپلو لسګونو پلویانو سره د خپلو ټاکنیزو سیالیو لومړۍ ورځ د کابل ښار د شپږمې او دیارلسمې حوزې پر پاکۍ پيل کړه.
د ټاکنو د مهالوېش له مخې، ټاکنیزې سیالۍ نن یکشنبه د ولسمشرۍ ټاکنو د ۱۸ نوماندانو تر منځ پیل او تر راتلونکو دوو میاشتو به دوام ولري.

عنایت الله حفیظ او شاوخوا ۵۰ پلویانو یې په داسې حال کې واټونه پاکول چې د ښاروالۍ د کارکوونکو نارنجي جامې یې پر تن وې.
حفیظ وویل، د پاکۍ دغه حشر د خپلو ټاکنیزو مبارزو په دوام په نورو ولایتونو کې هم ترسره کوي.
حفیظ وویل: ((موږ نن د نورو په پرتله بدل کمپاین پیل کړ او د خدمت جامې مو واغوستلې، څو لومړۍ ورځ له هغو کسانو سره پاتې شو چې په رښتینې ډول د ښار د پاکۍ لپاره له زړه کار کوي.))
هغه زیاته کړه: ((غواړو دې جامو ته عزت ورکړو او ویاړو چې نن مو د ښار یوه څنډه پاکه کړه.))
نوموړي وویل: ((په مجهزو هوټلونو کې د کمپاینونو ترسره کول، خلکو ته ډوډۍ ورکول او غوړې ژمنې د خلکو هېڅ درد نه دوا کوي، ملت بدلون غواړي او دغه تغییر زموږ ټيم (د ملت خادمین) رامنځته کولای شي.))
د ولسمشرۍ ټاکنو دغه نوماند له خلکو وغوښتل چې د نوماندانو د لسو کلونو چارې وارزوي او هغه نوماندان ته رایه ورکړي چې د خلکو له منځه پورته شوی وي او اراده یې یواځې او یواځې خلکو ته خدمت کول وي.
هغه وویل، ډېر ژر به خپل پروګرامونه د «هېواد ژغورنه» په نوم خلکو ته وړاندې کړي.
نوموړي دغه راز له نوماندانو وغوښتل چې خپلې سیالۍ په سالمه او همپالنې فضا او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې مخ ته یوسي او د ټاکنو په ورځ د سرغړونې او درغلۍ فکر ونه کړي او پروګرامونه یې د خلکو پر محور برابر کړي.

د عنایت الله حفیظ یوه پلوي محمد امین حسیني چې د پاکۍ په دغه حشر کې یې ګډون کړی و، وویل: ((نن مو وغوښتل چې د عنایت الله حفیظ څخه د ملاتړ پر اعلان یو حرکت وکړو او څرګنده کړو چې زموږ ټيم د خدمت ټيم دی او د خدمت لپاره تیار دی چې ښار له چټلیو پاک کړي.))
هغه زیاته کړه، هغه کسان چې په دغه تيم کې حضور لري، ازاد فکر لري او یواځینۍ موخه یې خلکو ته خدمت دی، که موخه یې خدمت نه وي، میلیونر او قدرتمند نوماندان ډېر دي.
د فاطمې مهرداد په نوم د یاد نوماندې یې پلوۍ په داسې حال کې چې د ښاروالۍ د کارکوونکو نارنجي جامې یې په تن وې، پژواک ته وویل: ((موږ نن له ښاغلي حفیظ څخه د ځوان او وطندوست نوماند په توګه ملاتړ اعلان کړ او تیار یو چې د هېواد په هره څنډه کې ورته کمپاین وکړو.))
هغې وویل، خلک له تکراري څېرو څخه هېڅ لاسته راوړنه نه لري، ستړي شوي او اوس غواړي چې یوه ځوانه او د زده کړو لرونکې څېره د ولسمشر په توګه وټاکي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.