کابل (پژواک، ١٢ زمری ٩٨): د امنیت او عدالت ټاکنيز ټیم مشر د دې ترڅنګ چې وايي، د هېواد ورک شوى امنيت او له لاسه تللى عدالت بيا راوستل غواړي، زياتوي چې د سولې لپاره افغانانو قربانۍ ورکړې دي، خو نن یې برخلیک د نورو له خوا په قطر کې ټاکل کېږي.
د ولسمشرۍ نوماند او د امنيت او عدالت انتخاباتي ټيم مشر رحمت الله نبيل دغه خبرې، نن د خپل ټاکنيز کمپاين د پيل پرمهال وکړې.
د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ١٨ نوماندانو ترمنځ ټاکنيزې سيالۍ يوه اوونۍ مخکې (د زمري ٦مه) پيل شوې چې د شپېتو ورځو لپاره به) دوام ومومي.
په همدې مناسبت، نن د امنیت او عدالت انتخاباتي  ټيم غونډه د شاوخوا دوه نیم زره کسانو په ګډون په کابل کې د لويې جرګې په تالار کې جوړه شوه. د دې غونډې ډېری ګډونوالو د افغانستان د استقلال په ویاړ بیرغونه په لاسونو کې نیولي وو.
د ولسمشرۍ نوماند او د امنیت او عدالت ټاکنيز ټیم مشر رحمت الله نبیل په دې غونډه کې طالبانو ته په خطاب کې وویل: "که زه تا ورور ونه بولم، ته ما ورور ونه بولې، نو هېواد خو د ټولو مور ده او له خطر څخه د خپلې مور د ژغورلو لپاره راشئ له افغانانو سره کېنئ."
ده د دې خبرې په روښانولو سره چې افغانان حاضر دي د دوی هرې پوښتې او غوښتنې ته ځواب ووایي، وويل، سوله هغه وخت راتلای شي چې طالبان له افغانانو سره پامیر، کندهار، بامیان یا د هېواد دننه بل هرځای چې دوی غواړی، کېني او خبرې وکړي.
هغه همدارنګه طالبانو ته په اشارې سره وویل: "په دې سوله نه راځي، که ته فکر کوې بهرنیان دې په قدرت ورسوي او بیا ووایې چې امریکا ته مې ماته ورکړې ده، په دې پوه شه چې بهرنیان به بیا بله بلا درباندې راولي، هغه وخت به بیا د افغانستان بچي وږي او کورونه به یې لکه د نن ورځې ویجاړ وي."
نبیل وویل: "موږ هغه افغانستان غواړو چې ښایست او مېلمه پالنه یې د نړۍ د خبرونو سرټکي واوسي، د انتحار او انفجار سرټکى نور له منځه لاړ شي."
د ده په خبره، نن ده په دې خاطر ولسمشريزو ټاکنو ته ځان کانديد کړى چې د هېواد ورک شوى امنيت او له لاسه تللى عدالت بيا راولي.
د امنیت او عدالت انتخاباتي  ټيم مشر د ملي يووالي حکومت په فساد، ناامنۍ، تبعیض، تفرقه اچونې، مهاجرت او د ځوانانو لپاره د کاري زمینو په نه برابرولو تورن کړ او ويې ويل، د امنیت نه شتون د دې لامل شوى چې سوداګر خپله پانګه له هېواد څخه بهر ولېږدوي.
نبیل همدارنګه وویل، له څو کلونو راهيسې ۷۰ میلیارد ډالره پانګه له هېواده بهر وتلې ده او ۷۰زره جواز لرونکي شرکتونه هم د پانګې د نه شتوالي له امله د هېواد دننه اړ شوي چې خپله کارونه ودروي.
دى وايي: "افغانانو تر نیمایي زیات بهر هېوادونه جوړ کړل، د خپل هېواد جوړولو ته هم تلوسه لري، خو ناامني اجازه نه ورکوي."
هغه همدارنګه وویل، د افغانستان هر ځای خزانه ده، خو د دې هېواد هر بچى په لوڅو پښو د سرمایې پر سر ولاړ خیرات غواړي. که چېرې امنیت ټينګ شي، د بدخشان لعل، د لوګر مس، د بادغیس او فاریاب پسته، د کندهار انار او د شمالي انګور به ارزښت پیدا کړي.
رحمت الله نبیل د دې مطلب په روښانو سره چې د افغانستان خلک له هیڅ هېواد سره دښمني نه لري، خو د ملي ګټو ساتل او دفاع کول د هر افغان حق دی، وویل: "که څوک موږ ته ګل راکوي، ګل ورکوو او که څوک زهر راکوي، زهر ورکوو."
نوموړي عدلي او قضایي ارګانونو ته په خطاب کې وویل، د افغانستان عدلي او قضایي ارګانونه هم باید خپل استقلالیت وساتي. ځیني کسان شته چې له دوى څخه هم د شخصي ګټو لپاره ګټه پورته کوي.
نبیل پردې سربېره چې وايي له امنيتي ځواکونو بايد کمپايني استفاده ونه شي، وویل، د افغانستان ټول امنیتي ځواکونه باید بیمه شي او د هېواد له طبیعي زېرمو څخه د سمې ګټې اخیستلو په وخت کې دا ممکنه ده.
د ده په خبره، نن په هېواد کې درې ميليونه روږدي کسان موجود دي چې بايد دغه کچه راټيټه شي. دغه راز له ځوانانو او ديني علماوو څخه بايد دکمپاين استفاده ونه شي، دوى ته بايد په رښتيني ډول خدمت وشي.
د امنيت او عدالت ټيم مشر وايي، که بريالى شي، ستونزې به په فرصتونو بدلې کړي او له اساسي قانون څخه به د هېواد په خير ګټه واخلي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.