کابل (پژواک،۲۴ زمری ۹۸): د عبدالطیف پدرام په مشرۍ د (ازادۍ، عدالت او امنیت) ټاکنیز ټکټ نن په رسمي ډول ټاکنیزې سیالۍ پیل کړې او وايي، د بریالیتوب په صورت کې به د نظام جوړښت تغییر کړي.
د ولسمشرۍ ټاکنو د ټاکنیزو سیالیو په اتلسمه ورځ ولسمشرۍ ته نوماند عبدالطیف پدرام په کابل کې خپلو پلویانو ته خپل کاري پروګرامونه تشريح کړل.
تر اوسه د ولسمشرۍ ټاکنو له ۱۷ نوماندانو څخه محمد اشرف غني عبدالله عبدالله، رحمت الله نیبل، ګلبدین حکمتیار، سیدنور جلیلي، محمد شهاب حکیمي، محمد ابراهیم الکوزي او احمد ولي مسعود خپلې ټاکنیزې سیالۍ پیل کړې دي.
نوموړي پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، د ملي يووالي حکومت کاري دوره پای ته رسېدلې او خپل مشروعیت یې له لاسه ورکړی دی.
هغه زیاته کړه، په ولسمشرۍ ټاکنوکې د بریالیتوب په صورت کې د نظام جوړښت بدلوي او اسلامي فدرالي جوړښت رامنځته کوي.
پدرام په ډاګه کړه چې افغانستان په فدرالي زونونو وېشي او خلکو ته واک ورکوي چې په فدراله اداره او محلونو کې اقتصادي، ټولنیز او نظامي مسایل مدیریت کړي.
ده وویل: ((په هغه جوړښت کې چې زه یې وړاندیز کوم هېڅ قوم نه زیانمن کېږي، بلکې د ټولو قومونو حقونه په کې ساتل کېږي.))
 هغه ژمنه وکړه چې قدرت ته د رسېدو په صورت کې امنیت سیمه ییز کوي، داسې چې هرڅوک د خپلې سیمې امنیت وساتي.
د ولسمشرۍ ټاکنو دغه نوماند وویل: ((ما د امنیت سیمه ییز کولو ځکه مطرح کړه چې خلک مو په بېلا بېلو ولایتونو کې وکولی شي له سیمې سره د بلدتیا پر اساس له خپلو سیمو دفاع وکړي څو نوره لازمه نه وي یو ورور مو له کندهاره لاړ شي او په بدخشان کې وجنګېږي، په داسې سیمه کې چې هېڅوک نه پېژني، دغه امنیتي پلان محدود او د عملي کېدو وړ ده، په فدرالي نظام سره امنیت محلي کېږي.))
دده په خبره، د بریالیتوب په صورت کې به په سویس کې د ژبې د قانون په څېر چې هر څوک کولای شي په خپله ژبه خبرې وکړي د افغانستان ټولې ژبې رسمي اعلان کړي.
هغه زیاته کړه: ((موږ به په پوهنتونونو کې یوازې په پښتو او فارسي ژبو لیکل نه کوو، بلکې په افغانستان کې به د رواجي ژبو په شمېر د لیکلو اجازه ورکړو.))
پدرام د ازاد بازار اقتصاد پر ځای د ټولنیز بازار اقتصاد د رامنځته کېدو نظریه وړاندې کړه او ویې ویل: ((په اقتصادي جوړښت کې به هم فدرالي تغییر مطرح کړي. په دغه نظام کې به کارګر او زیار ایستونکي هم معاش اخلي او هم به د فابریکې د تولیداتو په ګټه  کې برخه لري، په دې معنا چې خپله کارګر د پانګې خاوندان دي.))
 هغه زیاته کړه: ((زموږ د طرحې په اساس، د ولایتونو ۶۰ سلنه عایدات په همغه ولایتونو او پاتې یې مرکز ته انتقالېږي څو هغو ولایتونو ته چې ښه عایدات نه لري ورکړل شي، چې د ولایتونو پانګې ووېشل شي او متوازن پرمختګ رامنځته شي، موږ د تجزیې مخالف یو ځکه تجزیه افغانانو ته ستونزې جوړوي.))
نوموړي د خپل ټاکنیز ټېم بهرني سیاست ته په اشاره وویل: ((موږ له پاکستان سره د ځمکې ادعا نه لرو، ډیورنډ د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي نړیوال سرحد دی او ښه داده چې د ځمکنۍ ادعا پر ځای ګډ بازارونه جوړ کړو، سرحدونه په رسمیت وپېژنو او د دواړو هېوادونو خلک له پاسپورټ پرته تګ راتګ ولري.))
هغه زیاته کړه، هڅه کوي چې له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو سره دوستانه اړیکې ولري.
 د پدرام په خبره، دده ټاکنیز ټکټ د نورو پر خلاف د اقتصادي ستونزو د حل او له فساد او بې وزلۍ سره د مبارزې لپاره پروګرام لري.
 نوموړي د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۰ مې کالیزې ته په اشاره وویل: ((د هېواد خپلواکي زموږ لپاره اصل ده او معامله نه ورباندې کوو.))
نوموړي د بریالیتوب په صورت کې ښایسته سالاري یو اصل وباله او زیاته یې کړه، خلک به دولتي بسټونو ته د وړتیا او ښایسته سالارۍ له مخې لار پيداکوي.
پدرام دسولې خبرو په اړه وویل، سولې ته باید لومړيتوب ورکړل شي، خو د خبرو ډول باید مشخص شي او د ده د ټېم لپاره به هغه وخت د سولې خبرې د منلو وړ وي چې د جګړې لوري د فدرالي دولت په چوکاټ کې له یو بل سره خبرو ته حاضر شي.
نوموړي پرته له دې چې د کوم تړون او ځانګړي سوداګر ته د ځمکې د ورکړې نوم واخلي وویل: ((که موږ بریالي شوو هغه دولتي ځمکې به بېرته راوګرځول شي چې سوداګرو ته په کمه بیه ورکړل شوې او د هغو کسانو کورونه چې له دوو ــ درېیو کورونو ډېر ولري او د عایداتو اسناد او مدرکونه یې ونه لري دولت ته مصادره کېږي.))
نوموړي دغه راز وویل، د ده په حکومت کې به زده کړې او روغتیايي خدمتونه وړیا وي.
پدرام ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو ته په اشاره وویل، افغانستان د اشغال په حالت کې دی او په دغه ډول شرایطو کې به رڼې او سرتاسري ټاکنې ترسره نه شي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.