کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو شپږم نوماند سید نورالله جلیلي نن په یوه ناسته کې خپلې ټاکنیزې سیالۍ پيل کړې او ویې ویل، د بریا په صورت کې به انحصار غوښتنه پای ته رسوي.
د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ټاکنیزې سیالۍ د روان کال د تلې په شپږمه پیل او تر راتلونکو دوو میاشتو به دوام ولري.
د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله په ګډون ۱۸ کسان نوماند دي.
د «مور او وطن» ټاکنیز ټکټ رییس سید نورالله جلیلي نن د لویې جرګې په تالار کې د ناستې په جوړېدو چې کابو درېیو زرو کسانو په کې ګډون درلود، خپل ټاکنیز کمپاین پیل کړ او ویې ویل: ((موږ ملي شتمنۍ او سیاسي قدرت د وزیرانو له کورنیو، د میراثي مشرانو له کورنیو، بهرنیو دوه پاسپورټ لرونکو له انحصار څخه وباسو او د دغې خاورې د اصلي بچیانو په واک کې یې ورکوو.))
هغه زیاته کړه، د بریالیتوب په صورت کې د هېوادوالو تر منځ یو ډول عدالت تطبیق کوي او تعصب به له منځه یوسي.
نوموړي په ارګ او څو نورو ادارو کې پر لوړو معاشونو نیوکه وکړه او ویې ویل: ((د ټولنې له منځه ولاړ یم او پوهېږم چې یو ښوونکی په اووه افغانۍ څه ډول ژوند کوي، خو د وزیر یا رهبر زوی د دوه سوه زرو ډالرو په ارزښت په یوه موټر کې تګ راتګ کوي! دا څه ډول عدالت دی؟ د بریالیتوب په صورت کې به د ښوونکي معاش له اوو زرو څخه ۷۰ زرو ته لوړوم او د مامورینو معاش به هم لوړ کړم.))
هغه زیاته کړه، په هره بیه چې وي، په هېواد کې به سوله راولم.
جلیلي وویل: ((تېر وخت ته ګرځېدل د ملت بې اتفاقۍ او بدبختۍ ته ګرځېدل دي او هېڅوک نه غواړي تېر وخت ته وګرځي، افغانان په سم او پر ځای ټاکنه کولای شي د ځان او اولادونو لپاره روښانه راتلونکی جوړ کړي.))
هغه زیاته کړه: ((موږ د ډبرینو دېوالونو شا او په زغروالو موټرو کې تګ راتګ ته نه یو راغلي، زموږ موخه خدمت دی او که د پیسو مسئله وي، دومره پیسې لرم چې په راتلونکو سلو کلونو کې نه ختمېږي.))
د ده په خبره، په هېواد کې په تېرو ۱۸ کلونو کې ډېری حاکمو سیاستوالو ملت ته رښتینی خدمت نه دی کړی.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې په انتخاب کې دقیق واوسي، ځکه په تېرو ۱۸ کلونو کې د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون نه دی راغلی.
هغه زیاته کړه: ((موږ د جامو نندارې ته نه یو راټول شوي، موږ خپلو ټاکنیزو سیالانو ته د پیغور ورکولو لپاره نه یو راټول شوي، موږ یواځې د دې لپاره راټول شوي یو چې له یو بل سره د زړه درد شریک کړو او رښتیا ووايو او له دروغجنو ژمنو ډډه وکړو.))
جلیلي ټینګار وکړ چې د بریالیتوب په صورت کې به ستونزې په فرصتونو بدلې کړي او د هېواد له اساسي قانون څخه به د هېواد په خیر ګټه واخلي.
د مور او وطن په ټاکنیز ټکټ کې ډاکټر خلیل رومان د لومړي مرستیال او ډاکټر چراغ علي چراغ د دویم مرستیال په توګه انتخاب شوي دي.
له جلیلي مخکې محمد اشرف غني، ډاکټر عبدالله، عنایت الله حفیظ، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل په بېلابېلو پروګرامونو کې خپلې ټاکنیزې سیالۍ پیل کړې دي.
خو ټاکنیزې سیالۍ تر اوسه کمرنګه دي، لږو نوماندانو خپل انځورونه نصب کړي دي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.