Add new comment

Ghani partially reveals his economic policy

 
کابل (پژواک ١٥ غبرګولى ٩٣): د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو مخکښ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي د بريا په صورت کې د راتلونکي حکومت لپاره د خپلې اقتصادي برنامې مهم ټکي اعلان کړل.
نوموړي نن په کابل ښار کې د هېواد يو شمېر پانګه والو، صنعت کارانو، متشبثينو، د پوهنتون استادانو، د مدني ټولنې غړو او محصلينو ته ياده برنامه شرحه کړه، چې د مازيګر په شاوخوا پنځو بجو پيل او ماخوستن په اتو بجو پاى ته ورسېده.
اشرف غني وويل، چې په هېواد کې به مالدارۍ ته وده ورکړي او هم به د بهرنيو توليداتو په پرتله کورنيو توليداتو ته اولويت ورکړي.
ده زياته کړه، په ټولو سرحدي ولايتونو کې به مشروع ګمرکات رامنځ ته کړي، هر سرحدي ولايت به په ترانزيتي ولايت بدل کړي او په هېواد کې به وچ بندرونه رامنځ ته کړي.
د هغه په وينا، په پلان کې لري، چې د افغانستان هر ولايت د هېواد په پراختيا او انکشاف کې ونډه واخلي او هم په سفارتونو کې هره سوداګريز اتشه مسووليت لري، چې له واردوونکو سره همکاري واوسي.
احمدزى زياتوي، په هېواد کې د صنعت د ودې په موخه به د صنعتکارانو فزيکي خونديتوب ته ځانګړې پاملرنه کوي او هم به له هغوى سره اونيزې ناستې کوي. دغه راز به د قالينو صنعت او صنعتي پارکونو ته خاص پام کوي او هم به د ځمکو مسئلې ته په اساسي ډول د حل لاره راوباسي.
دى وايي: "څوک چې له صنعتکار څخه پيسې غواړي او يا هم ورسره شراکت غواړي، زموږ په دولت کې به ځاى ونه لري."
د ولسمشرۍ کانديد په هېواد کې، ١٣ مهمو کانونو ته په اشارې وويل، که د دې کانونو مديريت په سمه توګه وشي، هم به د هېواد د بوديجې د زياتوالي لامل شي او هم به زموږ خلک د ډوډۍ خاوندان شي. په هغو ولايتونو او سيمو کې چې کانونه موجود دي، د عايداتو يوه برخه به د همغو ځايونو د انکشاف لپاره ولګول شي.
د ده په خبره، د کانونو په قراردادونو کې به روڼوالى رامنځ ته کوي او هم به په دې برخه کې خصوصي سکټور ته لازمه ونډه ورکوي.
اشرف غني وويل، ٥٠٠زره د استوګنې کورونه به جوړوي او هم به د ښارواليو په ځانګړي ډول د کابل ښاروالۍ واکونه د درېيو مياشتو په موده کې زياتوي.
نوموړى زياتوي، په هېواد کې د ساختمانو توکو داخلي توليد ته اولويت ورکوي او هم به د کار يوه ملي قوه رامنځ ته کړي.
دى وايي، په هېواد کې به اسلامي بانکدارۍ ته وده ورکوي، خو په وينا يې: "د کابل بانک په ټيم باور نه لرو، بلکې د ملي بانکدارۍ پر ټيم اعتبار لرو."
نوموړي د کابل بانک قضيې ته په اشارې سره وويل، چې عاملين يې د ده له سيال ټيم (ډاکټر عبدالله عبدالله) سره يوځاى شوي، خو د بريا په صورت کې به د کابل بانک د مسئلې په اړه له هغوى سره قانوني چلند وکړي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به يې معرفي کړي.
دغه راز هغه زياته کړه، چې د روغتيايي خدمتونو د شرايطو رامنځ ته کول، د يوې ملي اقتصادي شورا جوړول او د دولتي ځمکو د کنټرول په موخه د يوې ادارې رامنځ ته کول يې د کارونو په لومړيتوبو کې دي.
هغه د هېواد اوبو ته په اشارې سره وويل، چې زموږ اوبه ګاونډيو هېوادونو ته روانې دي، خو د بريا په صورت کې به د اوبو لګولو منظم سيستم رامنځ ته کړي، ترڅو د کرنې په برخه کې خودکفا شو.
نوموړي د دې په ويلو سره، چې غواړي هېواد نور له ګدايۍ وژغوري، يادونه وکړه، چې دا اقتصادي پاليسي نه ورته بل چا کښلې او نه يې له بهرنيو کتابونو رانقل کړې ده، بلکې په خپله يې ليکلې ده.
هغه وويل، سياسي اراده، ملي يووالي او تقوا هغه اساسي چارې دې، چې په دې سره به د هېواد راتلونکى جوړ کړي.
ډاکټر اشرف غني احمدزي په دې ناسته کې په خپل سيال ډاکټر عبدالله عبدالله نيوکه وکړه، چې په دې ناسته کې يې له ګډون ډډه څخه وکړه، خو ويې ويل، چې لا هم د ټاکنيزو سياليو پاى ته رسېدو شپږ ورځې پاتې دي او ترې يې وغوښتل، چې مناظرې ته ورسره چمتو شي.
خو له دې مخکې د ولسمشرۍ کانديد مخکښ کانديد ډاکټر عبدالله ويلي و، چې که ټولې رسنۍ سره توافق وکړي او يو وخت وټاکي، نو چمتو دى، چې له اشرف غني سره مناظره وکړي.
 ټاکل شوې ده، د روانې مياشتې په ٢٤مه په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ د ټاکنو دوهم پړاو تر سره شي، چې دوه مخکښ کانديدان ډاکټر اشرف غني احمدزى او ډاکټر عبدالله به په کې سيالي کوي.
د ولسمشرۍ کانديد اشرف غني دغه راز يادونه وکړه، چې يو شمېر کسانو ورڅخه په راتلونکي حکومت د ځينو ولايتونو د ادارې د حق د ورکړې غوښتنه کړې وه، خو ده ورسره ونه منله، ځکه د ده په وينا: "نه غواړي راتلونکى حکومت په يوه سهامي شرکت بدل کړي."
د دې ناستې په پاى کې د صنعتکارانو ټولنې له اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.