Add new comment

عبدالله: د فراه د بخش اباد د اوبو بند جوړوم

 
فراه – هرات  (پژواک ١٤ غبرګولى ٩٣): د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو نوماند ډاکټر عبدالله وايي، چې د بريا په صورت کې په فراه ولايت کې د بخش اباد د اوبو او برېښنا جوړولو ته ژمن دى.
عبدالله عبدالله له خپل مرستيال انجنير محمد خان سره يوځاى د فراه مرکز ته نن سفر وکړ او د دې ولايت په لوبغالي کې يې کابو خپلو درې زره تنو ته وينا وکړه.
په دې غونډه کې د نورزيو د قوم يوه استازي حاجي خيرمحمد نورزي وويل، چې ډاکټر عبدالله د جهاد پرمهال په هېواد کې شتون درلود او د هېوادوالو په دردونو خبر دى، نو له همدې امله له هغه ملاتړ کوي.
ده زياته کړه، دا چې فراه يو کرنيز ولايت دى، خو اوبه نه لري، نو په کار ده، چې د بخش اباد د اوبو او برېښنا بند ورته جوړ شي.
د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله په خپلو خبرو کې د فراه له خلکو سره ژمنه وکړه، چې د دې ولايت د بخش اباد بند به د ده د حکومت په کاري لومړيتوبونو کې وي.
هغه ډاډ ورکړ چې د بريا په صورت کې به د دې ولايت امنيت ټينګ او د ولسواليو سړکونه به يې پاخه کړي. دغه راز به په دې ولايت کې سړې خونې جوړې کړي او هم به د ځينو پروژو په پلي کولو سره د ځوانانو بې کارۍ ته د پاى ټکى کېږدي.
د نوموړي په وينا، د ده په حکومت کې به ملي يووالي ټينګ وي او هم به له فساد سره په کلکه مبارزه وکړي.
د يو بل خبر له مخې، په هرات ولايت کې د تيموريانو انجمن له عبدالله عبدالله څخه ملاتړ څرګند کړ.
د دې انجمن مشر خليل دادور تيموري په دې اړه هرات ښار کې جوړې شوې غونډې ته وويل، دا چې د اصلاحاتو او همپالې ټيم د هېواد لپاره اساسي برنامې لري، نو له همدې امله له ډاکټر عبدالله څخه ملاتړ کوي.
د هغه په خبره، د دوى د انجمن غړي، چې په ټول هېواد کې زرګونو تنو ته رسېږي، د عبدالله د بريالي کېدو لپاره به کمپاين کوي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.