Add new comment

WAP announces support to Ahmadzai

 
کابل (پژواک ١٦غبرګولى ٩٣) : ودان افغانستان ګوند د يوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو له مخکښ کانديد اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان کړ.
دغه غونډه چې نن د غبرګولي ١٦مه په کابل کې جوړه شوې وه او سلګونو تنو په کې ګډون کړى و ، د تحول او تداوم له ټيم څخه يې ملاتړ اعلان کړ.
ددغه ګوند يوه غړي محمد يار د غونډې  ګډون والو ته وويل ، ځکه يې له دې ټيم څخه ملاتړ اعلان کړ ، چې ددغه ټيم مشر يو مدبر شخص او ټيم يې غوره تګلاره لري.
ده وويل، چې يواځې د ټاکنو په ورځ به له دې ګوند څخه ملاتړ نه کوي ، بلکې د نظارت پرمهال او له برياليتوب وروسته به هم ددغه ټيم له پروګرامونو څخه ملاتړ وکړي.
په دې غونډه کې د اشرف غني دويم مرستيال سرور دانش او يو شمېر نورو مشرانو هم ګډون درلود.
سرور دانش د غونډې برخوالو ته وويل ، چې ددې ټيم ملاتړي دې پوهنتونونو ، ښونځيو او نورو کڼ مېشتو ځايونو ته لاړ شي او خلک دې وهڅوي ، چې دغه ټيم ته رايه ورکړي .
ده زياته کړه ، چې خلک دې ددغه ټيم تګلارې ته رايه ورکړي ، ځکه دغه تکلاره د افغانستان د ثبات ، سولې ، اقتصادي پياوړتيا او ملي يوالي د مهمو ارزښتونو په لرلو سره جوړه شوې ده .
 د تحوال او تداوم ټيم يوه غړي او  د سوداګرۍ پخواني وزير انوارالحق احدي د ودان افغانستان د ګوند له مشرانو مننه وکړه، چې په دويم پړاو ټاکنو کې يې له تحول او تداوم ټيم څخه ملاتړ اعلان کړ.
ده وويل ، چې اشرف غني ډير علاقه مند و، چې په دې غونډه کې ګډون وکړي ، خو هغه نن کندهار ولايت لاړ .
ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه د ولسمشرۍ ددو مخکښو کانديدانو ډاکټر عبد الله عبد الله او ډاکټر اشرف غني احمدزي ترمنځ تر سره شي .

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.