بادغيس کې يو شمېر خلکو د عبدالله ملاتړ وکړ

 
قلعه نو (پژواک ١٢ غبرګولى ٩٣): د بادغيس په مرکز قلعه نو کې سلګونو تنو د يوې غونډې په ترڅ کې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې له ټيم څخه ملاتړ اعلان کړ.
د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې چې د وري په ١٦مه ترسره شوې، له اتو کانديدانو يوه هم ٥٠ جمع يوه سلنه رايې پوره نه شوې کړاى او ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې.
ټاکل شوې په دويم پړاو ټاکنو کې چې د غبرګولي په ٢٤مه ترسره کېږي، دوه مخکښ کانديدان (اشرف غني احمدزى او عبدالله عبدالله) سره سيالي وکړي.
د دويم پړاو ټاکنو لپاره د ټاکنيزو کمپاينونو په لړ کې ډاکټر عبدالله له خپلو دوو مرستيالانو سره نن بادغيس ته تللى و او د دغه ولايت په مرکز قلعه نو که يې خپلو پلويانو ته وينا وکړه.
عبدالله وويل، چې په ټاکنو کې د بريا په صورت کې به په بادغيس کې د دغه ولايت د خلکو د ستونزو د لرې کولو په موخه ټولګټې پروژې پلې کړي.
دغه راز ده وويل، چې بادغيس وروسته پاتې ولايت دى، خو که دې ولسمشر شو ، نو پرمختګ ته به يې بشپړه پاملرنه وکړي.
ډاکټر عبدالله عبدالله له خلکو وغوښتل چې په راتلونکو ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي او په ټاکنو کې د احتمالي درغليو د مخنيوي لپاره هم هڅې وکړي.
په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي غلام سرور فايز په ياده غونډه کې وينا وکړه او ډاکټر عبدالله عبدالله يې مجاهد شخصيت ياد کړ.
ده له خلکو غوښتنه وکړه چې په ټاکنو کې ونډه واخلي او د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.