Abdullah to build hydropower dams in Kapisa

 
چاريکار-کندوز-مهترلام (پژواک ١٧غبرګولى٩٣): ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، چې د برياليتوب په صورت کې به په کاپيسا او پنجشېر ولايتونو کې د برېښنا بندونه جوړ کړي.
د ولسمشرۍ دغه مخکښ نوماند دا څرګندونې نن په کاپيسا کې خپلو سلګونو پلويانو ته وکړې او له هغوى يې وغوښتل، چې په ټاکنو کې ده ته رايه ورکړي.
ډاکټر عبدالله په دې غونډه کې چې د ټاکنيز ټيم پر غړو سربېره يې ځايي اوسېدونکو، د ملي شورا غړو، قومي مشرانو، ديني عالمانو او د ولايتي شورا استازو ګډون کړى و وويل، چې دويم پړاو ټاکنو ته هيله من دى او د ده په وينا، وبه يې ګټي.
دغه نوماند زياته کړه، چې د اصلاحاتو او همپالنې له ټيم څخه په دې وروستيو کې د ځينو سياسي څېرو ملاتړ، د دوى ډله پياوړې کړې ده.
نوموړي د غبرګولي ٢٤مه چې د ولسمشريزو د دويم پړاو ټاکنو ورځ ده، د افغانستان د خلکو د برياليتوب ورځ ياده کړه او ويې ويل، که په ټاکنو کې بريالى شي، نو افغان ولس ته به په رښتينې توګه خدمت او د کاپيسا يو شمېر له پام لوېدلو ولسواليو کې به پرمختيايي کارونه هم وکړي.
هغه له خلکو وغوښتل، چې پر ډلو او ټپلو ونه وېشل شي او د ټاکنو تر څنګ په هر حالت کې خپل ملي يووالى وساتي.
ټاکل شوې د ولسمشريزو د دويم پړاو ټاکنو لپاره د ټاکنيز کمپاين موده څلور ورځې وروسته د غبرګولي په ٢١ مه پاى ته ورسېږي.
له بلې خوا د شمال ختيځ زون (کندوز، بغلان، تخار او بدخشان) څه باندې دوو سوو ځوانانو د ډاکټر عبدالله له ټيم څخه ملاتړ وکړ.
په دې غونډه کې چې نن په کندوز ښار کې جوړه شوې وه، ګډوانوالو وويل، چې ډاکټر عبدالله ولسمشرۍ ته وړ شخص دى او دوى به ورته رايه ورکړي.
 
د بدخشان يوه ځوان نويداحمد وفا وويل، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم له ټولو پرګنو استازيتوب کوي او که چېرې په ټاکنوکې بريالى شي، د ملي يووالي د غښلتوب په لاره کې به نور هم کار وکړي، سولې او امنيت ته به ښه زمينه برابره کړي.
د بغلان يو بل ځوان غلام رسول عطايي وويل: ((هماغسې چې د همغږۍ او همپالنې ټيم ځوان دى، هيله من يو چې په راتلونکي کې وتوانېږي وزګارو ځوانانو ته کار پيدا کړي او ځوانان له دغه ناوړه حالت څخه وباسي.))
ګډوانوالو په ټاکنو کې د ځوانانو رول مهم وباله او ويې ويل، چې د ټاکنو په دويم پړاو کې به هم په پراخه توګه ونده واخلي، تر څو هېواد له دغه ناوړه حالت څخه ووځي.
همداراز د يو بل خبر له مخې، نن د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې لسګونو خلکو د ډاکتر عبدالله عبدالله ملاتړ څرګند کړ.
د غونډې يوه سمبالوونکي او د لغمان د ولايتي شورا پخواني غړي ميرحاتم تره خېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له ډاکتر عبدالله عبدالله څخه يې ځکه ملاتړ اعلان کړى چې د هېواد يو شمېر پخواني جهادي مشران ورسره ولاړ دي.
نوموړي وويل، چې دا ډول غونډې به د لغمان په يو شمېر نورو ولسواليو کې هم ترسره کړي.
هغه زياته کړه: ((موږ په وياړ سره ويلى شو، چې د يوه داسې ټيم ملاتړ مو کړى، چې بريالى دى.))
قومي مشر شامرد خان هم وويل، چې له ډاکتر عبدالله عبدالله څخه يې ملاتړ څرګند کړ او پر نورو هېوادوالو يې هم غږ وکړ چې د ډاکتر عبدالله ملاتړ وکړي.
نوموړي وويل: ((موږ له مجاهدينو سره يو ځاى شوي يو، موږ دا نه وايو چې ډاکتر اشرف غني احمدزى خداى مه کړه خراب سړى دى، هغه هم عالم دى، هغه هم زموږ مشر دى خو په اوس وخت کې له عبدالله ملاتړ کوو.))
ټاکل شوې د روانې مياشتې په ٢٤مه نېټه په ټول هېواد کې د ولسمشريزو دويم پړاو ټاکنې ترسره شي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.