Ghani urges Omar, Hekmatyar to return home

 
کندهار)پژواک ،د غبرګولي ١٦مه، ٩٣):د ولسمشر نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي وايي ، هېواد ته سوله په سياسي اجماع راځي او په همدې بنسټ پر ملا عمر او حکمتيار غږ کوي چې خپل هېواد ته را ستانه شي او په سوله کې ژوند وکړي.د ولسمشرۍ نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي نن د غبرګولي په ١٦مه کندهار ولايت ته سفر وکړ او خپلو زرګونو پلويانو ته تر وينا مخکې يې د کندهار ښار په منډيګ ماڼۍ کې له يو شمېر قومي مشرانو او د مدني ټولو له استازيو سره وليدل.
نوموړي وروسته د کندهار ښار په تاج محل سالون کې د کندهار تر څنګ د هلمند، اروزګان، زابل او يو شمېر نورو ولايتونو څخه راغليو خپلو زرګونو نارينه او ښځينه پلويانو ته وينا وکړه.
هغه په پيل کې د ولسمشرۍ د بل کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله پر موټريز کاروان شوى بريد وغانده او ويې ويل: ((زه پر ډاکټر عبدالله عبدالله د شوي ځانمرګي بريد له کبله خواشينى يم، هغه ته اوږد عمر غواړم، تر څو په تقاعد کې ژوند وکړي.))
تر غمرازۍ وروسته ډاکټر اشرف غني احمدزي زياته کړه، چې هېواد ته سوله د سياسي اجماع له لارې راځي او پر همدى بنسټ د ټولو مشرانو او په ځانګړې توګه له ملا عمر او حکمتيار څخه غوښتنه کوي چې په خپل هېواد کې په سوله کې ژوند وکړي.
هغه وويل ، که د خلکو په رايه واک ته ورسېږي نو د سولې راوستو په لړ کې به يې يو ګام دا هم وي چې د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې (کويټې) څخه به ټول کډوال خپل هېواد ته راستنوي.
نوموړي په لوى کندهار کې د پوهنې پر ودې هم ټينګار وکړ او ويې ويل چې دا مساوات نه دى، چې د دې سيمې خلک دې له زده کړو بې برخې وي.
هغه دغه راز دا هم وويل چې دا هم مساوات نه دى، چې څو کورنۍ دې ميلياردران وي او ٢٥ ميليونه دې بې وزلې وي.
د نوموړي په وينا، که واک ته ورسېږي نو قانونمندي به له ولسمشره پيل کېږي او د دولت تر يوه پياده کارکوونکي پورې به غځول کېږي.
د ولسمشرۍ دغه نوماند په خپلو خبرو کې د زندانيانو موضوع ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، چې يوازې هغه زندانيان به خوشي کېږي، چې بې ګناه بنديان شوي وي، خو هغه بنديان به خپل سزا ګوري چې دې هېواد او ملي ګټو ته يې زيان اړولى دى.
هغه په دغه غونډه کې له سلګونو راغليو مېرمنو سره ژمنه وکړه چې په ټول هېواد کې د مېرمنو حقونو ته پاملرنه کوي او په نظام کې به د هغوى مشارکت له کليو تر ارګه پورې غځول کېږي.
نوموړي وويل: ((د مېرمنو د ميراث موضوع ته به جدي پاملرنه کوو او دغه راز به هڅه کوو چې د مېرمنو لپاره د زده کړو او د ژوند نورو شرايطو تر څنګ روغتيايي اسانتياوې ډېرې کړو تر څو د اولاد د زېږون پر مهال د هغوى د مړينې مخنيوى وشي.))
ډاکټر اشرف غني احمدزي په پاى کې دا هم وويل چې پوره درې سوه کاله د افغانستان برخليک کندهار ټاکلى او دا ځل به يې هم دا تاريخي ولايت ټاکي.
په غونډه کې د کندهار، هلمند ، اروزګان، زابل، فراه، نيمروز او ځينو نورو ولايتونو يو شمېر قومي مشرانو او مخورو هم ويناوې وکړي او د تحول او تداوم له ټيم څخه يې خپل کلک ملاتړ اعلان کړ.
د کندهار يوه قومي مشر حکمت خليل کرزي له اشرف غني احمدزي څخه وغوښتل چې که هغه واک ته رسېږي، نو په لوى کندهار کې دې د امنيت، پوهنې او کرنې په برخو کې پراخ کار وکړي.
حشمت خليل کرزي بيا له هغه وغوښتل چې په ګوانتانامو او بګرام زندانونو کې د زندانيانو ډېره برخه د لوى کندهار اوسېدونکي دي، چې بايد د راخلاصولو لپاره يې هڅې وشي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.