Add new comment

په درېيو ولايتونو کې د اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډې جوړې شوې

 
جلال اباد، مزار، لښکرګاه ( پژواک ١٣ غبرګولى): په بلخ، ننګرهار او هلمند ولايتونو کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي په مشرۍ  د تحول اوتداوم ټيم په ملاتړ غونډې جوړې شوې.
د وري د  ١٦مې په ټاکنو کې  د ولسمشرۍ له اتو کانديدانو يوه هم پنځوس سلنه جمع يو رايه تر لاسه نه شو کړاى . له همدې امله ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې او ټاکل شوې چې د غبرګولي په ٢٤مه په دويم پړاو ټاکنو کې د دوو مخکښو کانديدانو ( ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي تر منځ سيالۍ وشي.
د دويم پړاو ټاکنو په درشل کې نن د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د تحول او تداوم ټيم په ملاتړ په جوړه شوې غونډه کې اشرف غني احمدزي ، د هغه مرستيالانو، احمد ضيا مسعود، جمعه خان همدرد او د ظاهر قدير، حميدزی لالي او ګلالۍ ساپۍ په ګډون د ولسي جرګې لسګونو غړو او د بلخ ولايت زرګونو خلکو  برخه اخيستې وه.
اشرف غني احمدزي په دې غونډه کې وويل، چې هېڅوک دې د دوی د ګواښولو، مصنوعي ناامنيو او له سيمه ييزو پوليسو څخه د ناوړه ګټې اخيستو هڅې نه کوي.
د هغه په وينا، په کار ده چې ولس د افغانستان د ژغورنې په موخه د تحول او تداوم ټيم ته رايه ورکړي، ځکه چې دغه ټيم د افغانستان د هراړخيزې ودې لپاره تر مقابل ټيم غوره پلانونه لري.
هغه وويل، چې ټيم يې د هېواد په شمال کې  "مستقل سلطنت" نه مني او  د ټولو افغانانو لپاره برابري غواړي.
احمدزى وايي، چې د برياليتوب په صورت کې به د واک د لېږد په لومړۍ ورځ د وسله والو ځواکونو اعلی سرقومانداني جوړه کړي،د اقتصادي ودې لپاره به د خپل کار له لومړيو ساعتونو کار پيل کړي او د ځوانانو لپاره به د تخصص تر لاسه کولو زمينه برابره کړي.
هغه زياته کړه: (( ځوانانو ته به د زده کړو زمينه برابروو، نه د ټوپک اخيستو او ځوانان به يواځې د ملي ناموس د ساتنې لپاره ټوپک پورته کوي.))
د هغه په وينا، باسواده مېرمنو ته به د کار او په کور ناستو بې سواده مېرمنو ته به د ارام ژوند تېرولو اسانتياوې برابرې کړي.
احمدزي وويل، چې د تحول اوتداوم ټيم  د برياليتوب په صورت کې فساد له منځه يوسي هېڅ دولتي کارکوونکى به  د چا د ځمکې د غصبولو هڅه ونه شي کړي.
ده زياته کړه، چې د واحد افغانستان څخه به دفاع کوي، د معلولينو او بې ځايه شويو د ژوند د ښه والي او د کډوالو افغانانو بېرته راستندېدو لپاره به د اسانتياوې برابرې کړي.
اشرف غني احمدزی وايي، چې ولې مقابل ټيم ورسره مناظرې ته نه حاضرېږي ترڅو اړينې پوښتنې ځواب کړي.
ده يو ځل بيا  پرته دې له دې چې د هغوى د ګواښلو په اړه جزييات ورکړي وويل، چې هېڅوک دې  د دوی د ګواښلو هڅه نه کوي، ځکه  چې دوی له ګواښونو نه وېرېږي.
 د تحول او تداوم ټيم لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم هم په دې خبره ټينګار وکړ، چې څوک دې د دوی د ګواښلو هڅه  نه کوي.
ده هم ونه ويل چې ټيم يې چا ګواښلى خو زياته يې  کړه: (( موږ له لښکرو، ټانکونو، طيارو نه يو وېرېدلي، دې ماشوم ته ووايه، چې له مخې مو لرې شه، موږ ستا تر اغېز لاندې نه راځو.))
همداراز تحول او تداوم ټيم د دويم مرستيال سرور دانش بيا مقابل ټيم په کمپايني چارو کې په بازاري او سپکه ژبه کارولو تورن کړ، ويې ويل، چې دوی يو سياسي ټيم دی او هېڅکله به داسې الفاظ ونه کاروي، چې سياست ورته اجازه ورنه کړي.
د تحول او تداوم ټيم غړي او د جميعت اسلامي ګوند مرستيال احمد ضيا مسعود د خپلو خبرو په ترڅ کې پر ملي مشارکت  ټينګار وکړ.
ده زياته کړه، چې د دوی ټيم به د برياليتوب په صورت کې د سياسي ثبات، د ځوانانو لپاره د کار موندنې او د پوهنې په برخه کې جدي کارونه وکړي.
د پکتيا والي او د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد اجرائيوي مسوول جمعه خان همدرد وويل،  څوک چې په شمال کې د تحول او تداوم ټيم ته رايه ورکوي، بايد د رايې قدر يې وشي او د برياليتوب په صورت کې بايد مخالف لوری په قدرت کې پاتې نه شي.
  همدرد، چې د شمال له  پخوانيو جهادي قومندانانو څخه دی  د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد د اجرائيوي مسوول په توګه يې د شمال له اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چې د تحول او تداوم ټيم ته رايه ورکړي.
هغه وويل، چې د تحول او تداوم ټيم بايد شمال له اوسېدونکو سره د ۱۳۸۸لمريز کال د ولسمشريزو ټاکنو د پايلې په څېر چلند ونه کړي.
ده د جزيياتو له ورکولو پرته زياته کړه، چې په ١٣٨٨ کال کې  چې چا ولسمشر حامد کرزي ته رايه ورکړه، هغوی شاته پرېښودل شول او مخالف لوری په قدرت کې پاتې شو. 
هغه  د ده او جنرال دوستم تر منځ د پخوانيو مخالفتونو په اړه وويل: (( زه د جنرال صيب دوستم سره پخوا هم رفيق او انډيوال وم او له دې وروسته به هم يو، زموږ تر منځ هېڅ ډول ستونزه نشته، هر څه چې و، حل شول.))
د يو بل خبر له مخې، په ننګرهار کې د شينوارو قومونو شورا له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او په دغه ولايت کې يې يو ځانګړى دفتر د هغه د کمپاين لپاره پرانيست.
قومي مشر فضل خالق شينواري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شينوارو د شپږو ولسواليو اوسېدونکو د احمدزي د کمپاين لپاره يو ځانګړى دفتر پرانيست او په خپلو امکاناتو  به يې پر مخ وړي.
د اشرف غني فرهنګي سلاکار لعل پاچا ازمون له شينوارو قومونو مننه وکړه ، چې له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه يې  ملاتړ وکړ.
ده وويل، چې د ولسونو يووالى د ډاکټر غني په پروګرامونو  کې ځانګړى ځاى لري.  
له دې سره جوخت د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د يوې غونډې په ترڅ کې د يو شمېر شوراګانو او بنسټونو  استازو له ډاکټر اشرف غني څخه ملاټر اعلان کړ.
د همدې غونډې مسوول او د ولايتي شورا کانديد سيف الملوک نوري وويل،چې د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې به د ده په وينا، ډېر خلک اشرف غني ته رايه ورکړي.
د هغه په وينا، اشرف غني د دې  وړتيا لري، چې قانون پلى کړي او عدالت رامنځته کړي.
په همدې حال کې د نادعلي،مارجې، ګرشک، ناوې او ګرمسېر ولسواليو د ټولنېزو شورا ګانو د همغږۍ دفتر هم  له دغه کانديد څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.