Presidential campaign hots up in south, east

 
لښکرګاه-جلال اباد-اسعداباد (پژواک ١۱ ورى ۹۳): د ټاکنو د نېټې له رانږدې کېدو سره سم په ولايتونو کې د ولسمشرۍ د کانديدانو کمپايني غونډو زور اخيستى دى.په يو شمېر ولايتونو کې د وري په ١١مه د ولسمشرۍ د کانديدانو، ډاکټر اشرف غني احمدزي، استاد سياف، ګلا اغا شېرزي ، ډاکټر عبدالله عبدالله او زلمي رسول په ملاتړ غونډې وشوې.
د هلمند په لښکرګاه کې د سلګونو کسانو په ګډون غونډه جوړه شوې وه ، د عليزيو، بلوچو او نورزيو قومونو په کې د ولسمشرۍ له کانديد ډاکتر اشرف غني احمدزي څخه ملاټر اعلان  کړ.
د دې غونډې ګډونوال محمدداود نورزي وويل، اشرف غني ولسمشرۍ څوکۍ ته وړ کانديد دى او د ده په وينا، کولى شي ښه حکومت رامنځته کړي.
دغه راز په ګرشک ولسوالۍ کې د عبدرب الرسول سياف په ملاټر غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د مېرمنو په ګډون شاوخوا پنځه سوه کسانو ګډون درلود.
په هلمند کې استاد سياف د دفتر يوه مسوول حاجي ولي جان صابري وويل، استاد سياف يو مجاهد شخص دى او کولاى شي په بشپړه توګه اسلامي نظام رامنځته کړي.
په همدې ورځ په ناوې ولسوالۍ کې هم د ولسمشرۍ د بل  کانديد ګلااغا شېرزي په ملاټر هم غونډه جوړه شوې وه، چې په کې سلګونه کسانو ګډون کړى و.
د ټاکنيزو مبارزو له پيله تر اوسه په هلمند ولايت کې لسګونه کمپايني غونډې شوې دي، چې د تېرو ټاکنو په پرتله په کې زيات شمېر ځايي اوسېدونکي ګډون کولو ته زړه ښه کوي.
دغه راز نن په کونړ ولايت کې ولسمشرۍ د کانديدانو ډاکټر اشرف غني او د ډاکټرعبدالله په ملاتړ غونډې وشوې.
په کونړ کې د اشرف غني د کمپاين يوه مسوول ډاکټر جمال الدين پژواک ته وويل، چې د ولايت د مرکز اسعداباد په غونډه کې درې زرو کسانو برخه اخيستې وه.
هغه د دغه ولايت له ټولو اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چې په ټينګ عزم او له افغاني غرور سره سم به نړيوال شخصيت ډاکټر اشرف غني ته رايه ورکړي.
په ختيځو ولايتونو کې د قومونو د شورا مشر قمرالدين شينواري هم غونډې ته وينا وکړه او ويې ويل چې د دې سيمې ټول قومونه اشرف غني ته رايه ورکوي.
دغه راز د دغه ولايت په ماڼوګي او نورګل ولسواليو کې ولسمشرۍ ته د کانديد ډاکټر عبـــدالله عبدالله په ملاتړ سلګونو کسانو غونډه وکړه او په راتلونــــــکو ولسمشريزو ټاکنو کې يې ډاکټر عبدالله  غوره کانديد ياد کړ.
د ولايتي شورا مشر مياحسن عادل د ډاکټر عبدالله د پروګرامونو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل او له ټولو يې وغوښتل ، چې خپلې رايې د ډاکټر عبدالله په ګټه وکاروي.
د ولسي جرګې غړی مولوي شهزاده شاهد بيا خلکو ته وويل، ډاکټر عبدالله يو مجاهد شخص دی او د هېواد د ازادۍ لپاره يې ډېره قرباني ورکړې ده.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت د مومندو يوولسو ولسواليو يو شمېر قومي شورا د ولسمشرۍ له  کانديد ډاکټر زلمي رسول څخه د ملاتړ اعلان وکړ.
ياده غونډه ، چې د جلال اباد ښار د کمپونو په ساحه کې جوړه شوې وه، سلګونو کسانو په کې ګډون کړى و.
د ډاکټر زلمي رسول د کمپاين عمومي مشر ميرويس ياسيني غونډې ته وينا وکړه او ويې ويل چې د افغانستان ډېر قومونه له ډاکټر زلمي څخه ملاتړ کړی دی.
هغه زياته کړه، چې په نږدې ورځو کې به د شينوارو، خوګياڼو قومونه او د ننګرهار ولايت مدني ټولنې به هم له زلمي رسول څخه ملاتړ اعلان کړي.
د کمپاين مشر ياسيني زياته کړه: (( زه ډاډه يم چې د مشرقي روشن فکره خلک به دوی ته رايه ورکړي.))
د مومندو قومي شورا مشر ملک جهانزيب وويل، له يوې مياشتې سلا مشورو او جرګو وروسته د مومندو د يوولسو ولسواليو قومي شورا دې پرېکړې ته ورسېده چې له مخکښ نوماند ډاکټر زلمي رسول څخه ملاتړ وکړي.
هغه زياته کړه: ((موږ لس کاله وغوليدو او موږ غواړو چې نور ونه غولېږو هغه پر خلکو غږ وکړ چې څوک مو د پيسو، تنظيم يا د دوستۍ په پلمه ونه غولوي.))

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.