Add new comment

Rassoul, Abdullah and Sayyaf woo voters

 
باميان (پژواک ١٢ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديد زلمي رسول ژمنه وکړه، چې د باميانو ولايت د حاجيګک د اوسپنې کان تړون ته به د عمل جامې ورواغوندي او يو ځل بيا به د توريزم صنعت ته وده ورکړي.
هغه نن له غرمې وروسته په باميانو کې د زرګونه کسانو په غونډه کې وويل، چې ټاکنو کې د برياليتوب پر مهال به د حاجيګک د اوسپنې کان تړون ته د اجرايي بڼه ورکړي.
د ولسمشرۍ دغه کانديد زياته کړه، چې د دغه کان د اوسپنې په را ايستلو دولت ډېر عوايد تر لاسه کولى شي او لسګونه زره کسانو ته به پکې د کار زمينه برابره شي.
د حاجيګک د اوسپنې کان په ١٣٣٩ لمريز کال کې کشف شوى، چې ١٦ کيلومتره اوږدولى او ٥٥٠ متره ژوروالى لري. په دغه کان کې چې د نړۍ له لويو کانونو شمېرل کېږي، شا وخوا دوه مليون ټنه اوسپنه شتون لري.
زلمي رسول وويل، دى به هڅه وکړي چې باميانو ته د توريزم په برخه کې هم پرمختګ ورکړي او د سيلانيانو لپاره به پکې ښايسته هوټلونه جوړ کړي.
هغه زياته کړه، باميان يو باامنه ولايت دى، خو دغه ولايت ته تللې لارې يې نا امنه دي چې دى به يې د خپل واک پر مهال امنيت وساتي.
دغه ولسمشرۍ دغه نوماند له هغوۍ سره د برېښنا ژمنه هم وکړه او ويې ويل: " زموږ ژمنې هوايي نه دي، د اعتدال او برابرۍ ټيم د ټولو ولايتونو امکانات څېړي او له مخې يې ژمنې کوي او هغه عملي کوي."
زلمي رسول زياته کړه، چې د بريا پر مهال به په خپلې کابينه کې، ځوانانو ته پنځوس او مېرمنو ته شل سلنه واک ورکړي، چې يوه ښه بېلګه يې د هغه دوهمه مرستياله ده.
د زلمي رسول دوهمې مرستيالې حبيبه سرابي په دغه غونډه کې وويل، چې باميان يې په تېرو اتو کلونو کې، چې هغې پکې د والي په توګه دنده تر سره کوله، د غوړېدو پر لوري بولى او ژمنه کوي، چې په راتلونکي حکومت کې به د هېواد په کچه کار وکړي.
هغې له خلکو بخښنه وغوښته، چې په تېز لمر کې يې ساعتونه انتظار وايسته او د دوى خبرو ته يې غوږ ونيو.
خو ځينو خلکو شکايت وکړ او وايي، چې دغې غونډې ته د سهار شا وخوا ٨ بجې راغلي او زلمى رسول او د هغه مرستياله ٢:٣٠ راورسېدل او دوى هم د سختې تندې او لوږې له امله غونډه پرېښوده او بيرته کورونو ته ستانه شول.
په دغه سفر کې له زلمي رسول سره د افغانستان د ملي وحدت ګوند مشر محمد اکبري، چې له دې وړاندې يې له ګل آغا شېرزي څخه ملاتړ اعلان کړى و، او د افغانستان ملت ګوند مشر جعفر مهدوي هم ملګرتيا کوله.
 
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.