Add new comment

وعده های رنگارنگی که نامزدان ریاست جمهوری به مردم دادند

 
کابل(پژواک، ١٣ ورى ٩٣):د ١٣٩٣ لمريز کال د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د کانديدانو د ټاکنيزو مبارزو  دوه مياشتينۍ دوره د بېلابېلو ولايتونو خلکو ته په رنګا رنګ ژمنو ورکولو سره پاى ته ورسېده .
پژواک خبري اژانس اژانس د هرې  ژمنې ، محل او د وخت بيان ته په پام سره ، د دوى ټولې ژمنې په تفصيلي ډول په يوه جدول  کې راټولې کړې دي.
د ټاکنو په دې دور کې ١١ کانديدان ټاکنيزو مبارزو ته راووتل او په پايله کې  درې  له خپل حق څخه د نورو کانديدانو په ګټه تېر شول ، يايې هم صرف نظر وکړ او پاتې نورو يې له دوه مياشتيني قانوني فرصت څخه په استفادې ټاکنيزې مبارزې وکړې.
عبدالله عبدالله، داود سلطان زوی، اشرف غني احمدزی، زلمی رسول، قطب الدين هلال، محمد شفيق ګل آغا شېرزی، عبدرب الرسول سياف او هدايت امين ارسلا د ټاکنو ددې دور کانديدان دي. له دې ډلې ځينې له شوروي اتحاد سره د جهاد او ځينې د طالبانو پر وړاندې د جنګېدو مخنيه لري او يا هم هغه تکنوکراتان دي، چې له لوېديځو هېوادونو راغلي دي.
ددې کسانو ټاکنيز تبليغات په دويمه مياشت کې ګرم او چټک شول، په ګڼ مېشتو ځايونو کې له رنګا رنک تصويرونو او پوسټرونو څخه نيولې ، تر رسنيزو اعلانونو ، په خلکو او بازارونو کې د غونډو جوړول  او د  ليدنو کتنو د سترو ولسي غونډو ترتيبونه هغه څه وو، چې د خلکو د اند او باور د جلبولو لپاره ترې کانديدانو کار واخيست.
 د ټاکنو په دې دور کې ټولو کانديدانو او د هغوى ټيمونو يو متفاوت فرصت تر لاسه کړ، چې د ځينو رسنيو له خوا په جوړو شوو رسنيزو مناظرو کې خپل پروګرامونه خلکو ته وړاندې کړي او يا هم په ځينو برخو کې يو پر بل نيوکې وکړي.
  يادو کانديدانو د ټاکنيزو مبارزو په ٦٠ ورځو کې پراخو ولسي غونډو ته  د خپلو کاري پروګرامونو په چوکاټ کې د امنيت خوندي کولو، له فساد سره د مبارزې، اقتصادي بهبود او همدارنګه د غوره ټولنيزو خدماتو د وړاندې کولو، بشري  حقونو ته پاملرنې ... او بيان ازادۍ  ژمنې ورکړې او خلکو ته يې په بيا بيا د خپلو ژمنو د عملي کولو خبره وکړه
 عبدالله عبدالله داصلاحاتو او همپالنې د شعار ورکولو سره ويلي، چې په پنځو کلونو کې به يو ميليون کاري فرصتونه رامنځته او له اداري فساد سره د مبارزې تر څنګ به په ولايتونو کې د زيربنايي پروژو د اجراکولو او د کاري خصوصي برخې د پياوړي کولو لپاره کار کوي او د ځوانانو لپاره به ځانګړى وزارت رامنځته کړي.
 اشرف غني احمدزي هم د تحول او تداوم له شعار سره د خپل دولت  د ډول په برخه کې تازه طرحې وړاندې کړې دي. نوموړي هم د امنيت، سولې او ثبات راوستلو، د ولايتونو بيا رغونې او کورنيو سرچينو د پياوړتيا په اړه ژمنې کړې دي.
زلمى رسول بيا د عدالت، رغونې او برابرۍ  له شعار سره ميدان ته راغلى او په ټينګار سره يې  د افغانستان د تېرو ١٢ کلونو د لاسته راوړنې د ساتلو ترڅنګ  ويلي، چې ټيم به يې په کابينه کې د ځوانانو او ښځو غړيتوب او اداري فساد سره د مبارزې لپاره کار وکړي.
  عبدرب الرسول سياف بيا په خپله وينا کې د خلفاى راشدينو په ډول اسلامي قوانينو په پلي کولو ټينګار کړى او ددې ترڅنګ يې د امنيت په خوندي کولو، له اداري فساد سره په پرېکنده مبارزې او سولې په اړه خبرې کړې دي.
قطب الدين هلال بيا د اسلامي شريعت پر محور جوړ دولت رامنځته کولو د شعار ترڅنګ ژمنه کړې، څو د خلکو حقونه، په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته د اسلامي قوانينو مطابق درناوى وکړي.
هدايت امين ارسلا هم له تېرې يوې لسيزې زياتې مودې د لاسته راوړنې  په ساتنې د ټينګار ترڅنګ  ژمنه ورکړې، چې سوله به تامين کړي او ددې ترڅنګ به د نړۍ په ځانګړي ډول له ګاونډيو سره د اقتصادي اړيکو په ټينګولو سره افغانستان د سيمې په کچه په يوه اقتصادي او سوداګريز بدل کړي.
داود سلطان زوى هم په تېرو دولتونو کې په شته "پراخه اداري فساد" نيوکه کړې او ژمنه يې کړې، چې د يوه عمل ګرا حکومت په جوړولو سره به دخلکو غوښتنې پوره کړي.
له فساد سره جدي مبارزه، له لوړ پوړي په ټيټ پوړي د قانون پلي کول، په زېربنايي پروژو پانګونه او ښوونې او روزنې ته وده ورکول ټولې هغه ژمنې دي،چې نوموړي خلکو ته  ورکړې دي.
محمد شفيق ګل اغا شېرزي د بيارغونې له شعار سره ډګر ته راوتلى او د بيارغونې، له اداري فساد، جرم او جنايت سره د مبارزې او د سولې د ټينګښت په اړه يې سترې ژمنې ورکړې دي.
د ولسمشرۍ د کانديدانو د ژمنو جزييات د هغو د وخت او ځاى په بيانولو سره ددې پاڼې په پاى کې ضميمه شوي دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.