يک تن در گردهمايى کمپاين زلمى رسول زير پاى مردم جان داد

 
چاريکار (پژواک ١٢ ورى ٩٣): په پروان ولايت کې د شاوخوا دوه زره تنو په ګډون د ولسمشرۍ د کانديد زلمي رسول په ملاتړ غونډه وشوه.
دغه غونډه د پروان د مرکز اړوند په "چيکل رباط" سيمه کې د پروان او کاپيسا ولايتونو او د کابل د شمالي ولسواليو د خلکو په ګډون جوړه شوې وه.
په ولسي جرګه کې د پروان استازي حاجي الماس زاهد له خلکو يې وغوښتل چې زلمي رسول ته رايه ورکړي.
وروسته زلمي رسول وويل، چې که په ټاکنو کې بريالى شو، نو په يادو ولايتونو کې به سړې خونې جوړې کړي او د کرنې پراختيا ته به يې پاملرنه وکړي.
دغه راز ده وويل، چې د کاپيسا ځينې سيمې ناامنې دي خو دى به د بريا په صورت کې هلته د ناامنيو مخه ونيسي.
د ولسمشر دغه نوماند وايي، چې که په ټاکنو کې بريالى شو، په کاپيسا کې به د ګلبهار د نساجي فابريکه چې پخوا ١٢ زره تنو په کې کار کاوه، بيا فعاله کړي.
د غونډې ګډونوال او د پروان د جبل السراج ولسوالۍ اوسېدونکي ميراقا پژواک ته وويل، ځکه له زلمي رسول څخه ملاتړ کوي، چې د هېواد د ستونزو د حل لپاره ښه پلانونه لري او د احمدشاه مسعود ورور (احمدضيا مسعود) يې مرستيال دى.
په نننۍ غونډه کې د جبل السراج اوسېدونکى جمعه الدين، چې شاوخوا ٦٥ کاله عمر يې درلود، د زړه د ناروغۍ له امله ومړ.
د حاجي الماس د معلوماتو له مخې، جمعه الدين د احمدضيا مسعود ليدو ته ډېر لېوال و او د دې لپاره سټېج ته نږدې په لومړۍ ليکه کې پر څوکۍ ناست و، چې احمد ضيا مسعود له نږدې وويني.
الماس وايي، چې جمعه الدين، احمدضيا مسعود وليد او لږ وروسته ورباندې د زړه حمله راغله.
د ده په وينا، جمعه الدين د پروان ملکي روغتون ته د لېږد پر مهال پر لاره ساه ورکړه.
د راتلونکې شنبې په ورځ د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لپاره ټاکنيزې سيالۍ روانې دي او د ولسمشرۍ اته کانديدان په بېلابېلو سيمو کې غونډې جوړوي.
سبا د ټاکنيزو سياليو وروستۍ ورځ ده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.