Add new comment

استاد سياف: که بريالى شم، د جهاد لاسته راوړنې به خوندي کړم

 
جلال اباد (پژواک ١٢ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديد استاد سياف وايي، چې د برياليتوب په صورت کې به د جهاد د کارنامو ساتنه کوي.
هغه د وري په ١٢مه په جلال اباد ښار کې يوې لوىې غونډې ته، چې په کې زرګونو کسانونو ګډون کړى و، وينا وکړه.
سياف وويل، که چېرې بريالى شي نو هغه لاسته راوړنې چې د جهاد په وخت کې ترلاسه شوې، ساتنه به يې کوي او شرعي نظام به په هېواد کې رامنځته کوي.
سياف زياته کړه: ((زما ژمنه له تاسو سره دا ده، چې زه به هغه نظام پر پښو دروم، کوم چې ستاسې د شهيدانو پلرونو، نېکونو او وروڼو ارمان و.))
د ده په خبره، چې د يو اسلامي نظام پر پښو درول يې يو ارمان دى او غواړي چې دغه ارمان ته ورسېږي.
استاد سياف وويل، چې دى به له هغو ګاونډيو هېوادونو افغان کډوالو ته د راتګ زمينه برابره کړي چې دغه مهاله په فقر او مهاجرت کې د ژوند ورځې شپې تېروي.
نوموړى زياتوي: ((زموږ ټېم ژمن دى چې خپل مهاجرين په باعزت ډول خپل هېواد ته راستانه کړي.))
دى وايي، که چېرې کامياب شي نو خپلو هغو مجاهدينو ته به د کار زمينه برابره کړي او اکثره هغه کسان چې جهاد يې کړى اوس پردۍ دروازې ساتي.
ده زياته کړه: ((اوس که چېرې چا ته د کار ووايي، نو ورته وايي چې ستا اسناد درست نه دي.))
همداراز د استاد سياف د کمپاين مسوول او د مشرانو جرګې غړي فضل هادي مسلميار هم پر ټولو مشرقيوالو غږ وکړ چې استاد سياف ته دې رايه ورکړي.
نوموړي وويل، که چېرې استاد سياف ته رايه ورکړي نو افغانان به پرې هېڅکله هم پښېمانه نه شي.
ده زياته کړه: ((که غواړئ چې په هېواد کې يو اسلامي حکومت رامنځته شي، دلته مشکلات ختم شي نو استاد سياف ته رايه ورکړئ.))
ياده دې وي، په نننۍ غونډه کې د ننګرهار د کډوالو چارو د رييس غلام حيدر فقيرزي سربېره د دغه ولايت اداري رييس قريب الله هجرت، د تورخم د ګمرک د پوليسو قوماندان نوراکبر، د سره رود ولسوالۍ مرستيال عبدالواسع انتظار او په ننګرهار کې د افغانستان بانک مرستيال هم ګډون کړى و.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر حامد کرزي د يوه فرمان له مخې دولتي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې په کمپايني غونډو کې ګډون ونه کړي.
ټاکل شوې ټاکنې د وري ١٦مه (د راتلونکې شنبې ورځ) ترسره شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.